په وروستیو کې چې ترکیې د سوریې په خاوره کې د روسیې جنګي الوتکه را وغورځوله، د دواړو هېوادونو تر منځ یې شخړې او ناندرۍ رامنځته کړې. روسیې تر اوسه د پېښې په وړاندې یوازې اقتصادي غبرګون ښودلی. له پېښې وروسته د روسیې لومړي وزیر ډیمترې میدوېدوف وویل چې د ترکیې دا عمل به د دواړو هېوادونو پر ګډو اقتصادي پروژو ناوړه اغېز وکړي او له دې لارې به ترکي شرکتونه له لوی زیان سره مخ شي. نوموړي سملاسي خپلو چارواکو ته امر وکړ څو هغه اقتصادي برخې په نښه کړي چې له ترکیې سره مشترکې دي او همدارنګه له ترکیې څخه د خوراکي توکو واردات بند کړي.
د روسیې او ترکیې تر منځ پېښ شوی اختلاف د دواړو هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ دی. تر جرمني وروسته ترکیه د روسیې دویم لوی سوداګریز شریک دی چې له دغه هېواد سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پرې کول د ترکیې تر څنګ روسیې ته هم څه نا څه زیان اړولی شي.
ترکیه وار له مخه د سوريې رژیم له مخالفینو سره د مرستو او په هېواد کې د کردانو د کارګر ګوند سره د نښتو او سیاسي بې ثباتۍ له امله د اقتصادي ځوړتیا له ګواښ سره مخ ده. د بېلګې په توګه په وروستیو څو میاشتو کې په ترکیه کې د انفلاسیون کچه لوړه شوې، دولتي لګښتونه لوړ شوي، د بې روزګارۍ کچه یې لوړه شوې او په صادراتو کې یې د سیالۍ ځواک هم کم شوی دی.
د فارن پالیسي د راپور پر بنسټ په ۲۰۱۶ کال کې به د ترکیې اقتصادي وده یوازې درې سلنه وي.
له روسیې سره د ترکیې اختلاف کولای شي چې د دواړو هېوادونو تر منځ ځینې بنسټیزې پروژې له خنډ سره مخ کړي. د بېلګې په توګه، د روسیې د سوداګرۍ وزیر د ترکیې او روسیې تر منځ د ګازو د نللیکې د غځولو پروژې د بندولو ګواښ کړی. دا په داسې حال کې ده چې ترکیه د انرژۍ په برخه کې پر روسیې متکي ده او د خپلې اړتیا وړ طبیعي ګاز ۵۵ سلنه او د نفتو ۳۰ سلنه له روسیې څخه رانیسي. د دې تر څنګ د انرژۍ د تولید لپاره روسیې په ترکیه کې د اټومي انرژۍ د یوې بټۍ د جوړولو چارې وروسته له هغې ودرولې، چې د یادو هېوادونو تر منځ دغه شخړه رامنځته شوه.
د وروستیو شمېرو له مخې د ۲۰۱۳ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې ۳.۶ میلیونه روسان د ترکیې هېواد ته د ګرځندوی لپاره تللي وو. تر رامنځته شوې شخړې وروسته، روسیې پرېکړه کړې چې هېڅ روسی وګړی به ترکیې ته د تورېزم لپاره نه پرېښودل کېږي. د ګرځندوی د نړیوالې شورا World Travel and Tourism Council(WTTC) د څېړنو له مخې ترکیې د مستقیم او غیر مستقیم توریزم له لارې ۹۶ میلیارده ډالر کلني عاید تر لاسه کوي.
همدارنګه د توریزم سکتور په نوموړي هیواد کې ۲.۱ ملیونه دندې رامنځته کړي. د WTTC د څېړنې پر بنسټ ددغو دندو شمېر د کانونو، بانکونو او مالي خدمتونو، کیمیاوي صنایعو او په نورو سکتورونو کې له دندو څخه زیات دی. اوس که روسیه د ترکیې هېواد ته خپل سیلانیان نه پریږدي نو ښکاره ده چې د ترکیې هېواد د توریزم سکتور به له زیان سره مخ او په دغه سکتور کې ګومارل شوي وګړي به خپلې دندې له لاسه ورکړي.
د روسیې او ترکیې تر منځ سوداګریزې اړیکې هم غښتلې او اوږد تاریخ لري چې د روسیې وروستیو اقداماتو له ګواښ سره مخ کړي دي. د ترکیې هېواد د ۲۰۱۴ کال د بهرنیو احصایو له مخې روسیې ته د نوموړي هېواد د صادراتو کچه ۵.۹ بلیونه ډالره وه او له روسیې څخه د نوموړي هېواد د وارداتو کچه بیا ۲۵.۲ بلیونه ډالره حساب شوې وه. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په سپټمبر میاشت کې د روسیې له ولسمشر پوټین سره په یوه ناسته کې وویل چې ترکیه غواړي تر ۲۰۲۳ کال پورې له روسیې سره د خپلې سوداګرۍ کچه ۱۰۰ میلیاردو ډالرو ته ورسوي. د دې ناستې په تعقیب روسیې وویل چې له ترکیې څخه پر واردېدونکو خوراکي توکو به ګمرکي تعرفې معاف کړي. خو اوس دا هر څه سرچپه شول او د روسیې د کرنې وزیر امر کړی چې له ترکیې څخه واردېدونکي خوراکي توکي دې کنټرول شي. اوس روسیه وایي ترکي خوراکي توکو هغه معیارونه نه دي پوره کړي چې روسیه یې غواړي. روسي چارواکي وایي چې د ترکیې سبزیجات د نوموړي هېواد د سبزیجاتو د ټولو وارداتو یوازې ۲۰ سلنه جوړوي چې د بلې وارداتي سرچینې له لارې به یې کمښت جبران شي.
سرچینه: هميانۍ
وروستي