راځئ له نورو یې زده کړو!

 
زمانې تیرې شوې، بشري نړۍ ورو ورو د تکامل په لور قدمونه اوچت کړل، انسانانو د هوساینې او ځان خوندي ساتنې په موخه ټولنې رامنځته کړې. ټولنو د مشترکاتو او یو شانوالي په اساس یو بل ته غاړه ورکړه او واحد وجود یی غوره کړ. د اړتیاو د پوره کولو په موخه یی یو د بل له فکره ګټه واخیسته او ژوند یی د هوساینې په لور رهي کړ.
د سوکاله او سوله ایز ژوند لپاره یې یو شمیر کرښې وکښلې او خپلو کشرانو ته یې په هغې د تګ لارښونه وکړه. په همدې توګه بشري نړۍ کرار کرار له تیارو نه د رڼا په لوروخوځیده، تمدن او یو د بل د زغملو لار یی غوره کړه، یو شمیر ژمنو او هوښیارو پرګنو همدا لار تعقیب کړه او په پایله کې د بشري نړۍ په بې مثاله او غیر پرتله ایز قومونو بدل شول.
د فکري یوشانوالي پر بنسټ یې یو له بل سره تګ راتګ شروع کړ، دې راکړې ورکړې دود یی رامنځ ته کړ، شریکې ګټې یی پیدا کړې، او د ترلاسه کولو په موخه  یی ګډ مزل پیل کړ.
د ټولنیز ثبات په موخه یی یو شمیر تګلارې وضع کړې او د ټولنې هر وګړی یې ورته په احترام قایل کړ، هیوادینۍ ګټې یې تر شخصي ګټو پورته وبللې او خپلو نسلونو ته یی په همدې لار د تللو هنر ورزده کړ.
پرته له شکه سترې ټولنې د سترو انسانانو د لید او هڅو پایله ده، که څه هم د انسانانو په لاس وضع شوې تګلارې او ولسي تړونونه د وخت په تیریدو د ټولنې د ستونزو په درک کولو سره خپل رنګ ته بدلون ورکوي ولې ځیني کړو وړو او اندونو ته د ارزښت په نوم قایل شول. خپل رامنځ ته شوي بنسټونه یی هیڅ کله هم له منځه یونوړل بلکه رغیز بدلونونه یی پکې راوستل.
تیرې کړنې یې د یاد سینې ته وسپارلې او د عبرت درس یی ترې واخیست. د نن په اړه یی هر اړخیز فکر په لار واچوه او د ارزونې وروسته یی د صبا له پاره یی پلانونه جوړ کړل. سپیڅلي ټولنیز اندونه یی په ارزښتونو بدل شول او په سرو تورو د لیکلو تر څنګ یې ټولنیز افکارو کې ځانګړې ځاې ورکړ!
لا هم ملتونه د خپلوارزښتونو پر وړاندې نیمه په ملا کیږي، ډیرې قومونه د خپلو مشرانو یاد د ژوند مهمه برخه بولي او آن له مذهبه پسې وراوختي، د هیواد نوم اخیستنې په وخت له احترامه سرونه زړوي، په هیوادنۍ مینه د هیواد بربادونې فکرونه مینځي او لمنځه یی وړي! د هیواد ملي سرود ته لاس کلک په زړه د پاسه ګیږدي ټولنیز باور یی نه پریږدي چی د دریدا پر ځای ناسته غوره کړي!
په همدې توګه دنژادي، سمتي او ژبني تعصب پرته د هیوادني پرمختګ په موخه یو له بل سره اوږه په اوږه روان دي. روڼ اندي یی د ټولنې د وګړو د ذهنیت جوړونې په موخه هلې ځلې د خپل ژوند برخه بولي، له هر ډول شخصي ګټو او د قدرت مافیايی جزیرو لیرې خپل کاروان پر مخ بیایي. چا ته هم د ولسواکۍ تر نامه لاندې خپلو ارزښتونو او بنسټونو ته د بې احترامۍ اجازه نه ورکوي او په خپل فکري او فزیکي قوت  د هیواد او ملت جوړونې ریښتیانې خوب لیږدوي.
هیڅ اوسیدونکې یی د ټولنېز ذهنیت جذبونې په موخه درواغجنه (کاذبه) شخصیت جوړونه نکوي، چا یی هم  د ملي بنسټونو د ځپنې په موخه له ټولنې د مشروعیت اخیستنې جرات و نکړ، هیڅ روڼ اندي یې د شخصي موخو د ترلاسه کولو په خاطر ټولنیز افکار ژوبل نکړل. چا هم حاکم نظام په پوچو ردو او ښکنځلو ونه ننګاوه!! هيڅ سیاسی رقیب د بل د ځپلو لپاره وسلوال حرکتونه و نه ستایل او نه یی ترې په پټه  ملاتړ وکړ! هیڅ قوم تیرې ناسمې کړنې بیا تکرار نکړې ولې برعکس یی د عبرت اخیستنې له لارې جبران کړې.
هو! لکه چی دا هر څه لسیزو جګړو راړنګ کړل. اخ! د فزیکي اډانې تر څنګ یی معنوي اډاني راولړزولې او بدرنګ رنګ یی کرار کرار د روڼ اندو تاندو فکرو ته لاره وکړه!
د سمون سپیڅلې فکري مکتب د واک، زور او ځان پالنې تر لمبو لاندې راغې او روڼ اندي مې د سلیقوي، سمتي او سیاسي جزیرو د واکدارانو په خدمت کې د ثبات او نظام د ګواښلو تر سرحده پښه وږده کړه! ښه !! اوس وایه ځان چاته سپارې؟؟؟
خدای مو مل شه!!!
 (لیکوال عبدالله ساپی)