د لرې پختونخوا ملګرو ته سرخلاصه لیک!

 
ستا له غمه د رحمان زړه په ځان سوځي
لکه شمعه په زیارت د شهیدانو
 
د لرې پختونخوا ملګري او ټولګیوال مې په یوه خوله ګیله من دي چې دا څه لیکئ ؟ ولې زموږ خلاف لیکنې کوئ؟
زما د تن غړو! ما همدغلته (لره پختونخوا) کې نړی ته سترګې غړولي، ماشومتوب، زده کړئ، رواج، کلتور او د ژوند هره شه بده مې له تاسو سره غبرګه لکه د یوه وجود د غړي په څیر تجربه کړئ. مینه مو راکړې، پرته له کوم توپیري چلند مو شپې ورځې سره تیرې کړي او خوږ ژوند مو کړئ. موږ مو پوروړي یوو، غواړم د پور یوه برخه مو پرې کړم، ځکه “د پښتانه ډوډئ د پښتانه په خیټه کې نه پاتی کیږي”.
د ډیورنډ کرغیړنې کرښې زما او ستا منځ کې دیوال جوړ کړی، کنه ژمې به مو لر او اوړۍ به مو بر تیراوه، د ماشومتوب خاطرې د ژوند له ځانګړي باب به بې برخې نه وو، دا هر څه به بل ډول ول. پوهیږې د باجوړ په جګړه مو څومره اوښکې تویې کړي،د سوات، دیر، پیښور او وزیرستان او په ټوله کې د پښتنیزو سیمو ناامنو کولو ما او تا ته څومره مالي او معنوي زیانونه اړولي، څومره مشران یی درنه واخیستل او څومره یی وځپلئ؟ ښه مې په یاد دي چی د پختونخوا د معتبرې کورنۍ یو ځوان چې به عسکر شو، افتخار به یی کاوه، درز دروز به وو، او دا یې د پنجاب د حاکم نظام تحفه بلله!
ته او ستا همځولي پر مورنۍ ژبه لیکل او لوستل نشی کوای؟ ستا پر سیمه د ۱۸ پیړې د انګریز ظالمانه قانون (FCR) حاکم دې، ستاسو سیمې ته مرکزي حکومت لا هم سیاسي استازی رالیږي ((Political Agent چې د نافذه قوانینو خلاف استثنایي صلاحیتونه ورکول کیږي، ستا په سیمه کې یی ټوپک آزاد کړئ، ته پوهیږئ د جنګیالیو 90 سلنه تربیوي مراکز ستا پر  سیمه کې فعال دي، ستا په زلمو یې د کشمیر، هند او افغانستان جګړه توده ساتلی، زما په وژنه کې ستا له وجوده ګټه پورته کوي. په مرکزي او لویو پوهنتونونو کې یی د (کوټې) په نامه محدود سهم درکړئ ایله که د کوم خان او یا ملک د ځوی نصیب شي. شاهدان یاست زما او ستا ولس لا هم د باران په امید ځمکې کري!!
رښتیا ووایه تا ته د دویمې درجې د اوسیدونکي په سترګه نه کتل کیږي؟ کوم ځوان چی په اردو او انګریزې نشي غږیدای د وحشي یا ناپوه اطلاق پرې نه کیږي؟
موږ تل ستاسې وجود د خپل وجود برخه بللې، زموږ مشرانو په ګډه دغه سپیڅلې لار تعقیب کړی. باچا خان په بره پختونخوا کې خاورو ته سپارل شوی، د مشرقي لښکرې چی د وخت انګریزي استعمار پر وړاندې یی جګړه کوله په همدغه لره پختونخوا (ګنداو او ملاکنډ) کې خاورو ته سپارل شوي.
وروره! نني عصر کې د هرې سیمې وګړي د خپلو حقوقو او هر اړخیره خوندیتوب مسولیت پر خپله غاړه لري،موږ د خپلو ورونو د حقونو د دفاع په پار تل د دښمن مرمئ ته سینه سپر کړئ، له ۱۹۴۷ نه واخله تر نن!
په  لر او بر کې د نیابتي جګړې هدف د یوه تن (ما او تا ) جدا کول دي. له کلونو د پنجاب حکومت د ډیورنډ دیخوا ستا پر قوم توغندي وروي، خو موږ هیڅ ډول مرګونې مرمی ستاسو پر لور نده شغولې او نه مو وجدان د دې کار جراآت راکړی، ځکه موږ پوهیږو چی د وجود بله حصه مو تاسو یاست. تاریخ ولولئ، که کوم صادق مشر مو ژوندی وي ترې وپوښتې دا هر څه څنګه، ولې، چا او د څه لپاره وکړل؟! او د دې دوام د څه لپاره دی؟ .لوی خیبر د ټولو پيښو شاهد دی، د خیبر ټپي ټپي وجود لا هم زما او ستا لار څاري؟
خوږو ملګرو!
په دې پوهیږم چې زموږ او ستاسې په رګونو کې يوه وینه چلیږي، د يوې کورنۍ، ټبر او قوم غړي یو، خو  ستاسې حقوق ستاسې په خپله سیمې کې خوندي نه دي، ستاسې له غمه زه ویلي کیږم:
ستا له غمه د رحمان زړه په ځان سوځوي
لکه شمعه په زیارت د شهیدانو
نو که تاسې له ما ګیله کوئ، تاسې ګیله هم پر سر سترګو ځکه چې د پښتو ژبې نازکخیاله شاعر وايي:
له نا اشناو سره ځای د ګیلې نه وي
هر چې وایم زه حمید له اشنا وایم
تاسې که له ما ګیله کوې حق لرې ځکه چې تاسې به مې هم خپل ګڼئ، د هغې ورځې په یاد چې بیا سره يو ځای اووسو او په سینه مو تیره شوې کرغیړنه کرښه له منځه تللي وي.