د تراژيدۍ بادشاه دليپ کمار ( يوسف خان )

 
یادښت:
د دسمبر ۱۱ نېټه دهندي سینما د وتلي ستوري یوسف خان (دليپ کمار) د کليزې ورځ وي. دوه ورځې وړاندې ښاغلی یوسف خان ۹۳ کلن شو. په پېښور او ممبيي کې يې کليزه ونماځل شوه. په همدې مناسبت تاسې درنو لوستونکو ته دهغه دهنري او شخصي ژوند بېلا بېل اړخونه څېړو او تاسې ته یې وړاندې کوو.
 
په هندوستان کې د فلمي کره کتونکو دا خبره ډېره د پام وړده چې که دليپ کمار هندي سينما ته نه واى راغلى نو اوس به دهندي سينما حالت داسې نه و.د هندي سينما د وتلې ډايريکترې او کيورګرافرې فرح خان دا خبره ماته ډېره په زړه پورې وه چې هغه اوس هم د يوسف خان يا دليپ کمار دفلمونو مينه واله ده او تېره ورځ يې هم دهغه نامتو فلم ( رام اور شيام ) کتلى دى. دليپ کمار چې کله په ١٩٤٠ کلونو کې هندي سينما ته مخه کړه نو هغه مهال هندي سينما د ودې په لومړنيو پړاوونو کې وه  او دفلمي تمثيل نړۍ د فارسي، سيمه ييزو او نړيوالو ميتودونو تر اغېز لاندې وه.دليپ کمار دا هڅه وکړه چې په هندي سينما کې يوځانګړى او طبعي ميتود رامنځته کړي او په دې کار کې تر ډېره بريالى هم شو.دغه ميتود چې نوموړي رامنځته کړ تر ډېره  پورې په حقيقت او طبعيت باندې ولاړوچې په فلمي کرکټر کې د ځان پيداکول او بيا په هماغه ډول دهغه رول لوبول يې مهمه ځانګړنه ده. په (مغل اعظم) فلم کې د شهزاده سليم رول يې يوه ستره بېلګه بللى شو.دغه ميتود چې دليپ کمار رامنځته کړ وروسته بيا د تمثيل په مکتب باندې بدل شو اوډېرو فلمي لوبغاړو يې پيروي وکړه چې دهندي سينما وتلي ستوري اميتاب بچن او شاه رخ خان هم ترې يو څه اغېزمن دي.
 
د يوسف خان  ژوند ته لنډه کتنه:
دليپ کمار د محمد يوسف خان په نوم په ١٩٢٢ كې د دسمبر پر ۱۱ نېټه د پېښور دقصه خوانۍ بازار په (محله خداى داد) کې د غلام سرورخان په کور کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې. غلام سرور خان د ميوې سوداګرو او په ١٩٢٠ کې يې خپل کاروبار د ممبيي په ښار پيل کړى و.يوسف خان خپلې لومړنۍ زده کړې په پېښور کې پيل کړې خو په ١٩٣٧ کې چې د هغه کورنۍ ممبيي ته وکوچېده نو پلار يې هغه د انجمن اسلام په نامه ښوونځي کې شامل کړاو بيا يې په خلاصه کالج کې هم زده کړې وکړې. په اتلس کلنۍ کې يې زده کړې پرېښودې او د هند دمهارشټرا ايالت بل ښار پونا کې يې يو کانتين جوړ کړ.په همدې وخت کې هغه د هند د خپلواکۍ غوښتونکي غورځنګ سره هم ملګرى شو.په ١٩٤٢ کې د پېښور نه تللي وتلي فلمي ستوري  راج کپور په هڅونه اود هندي سينما نامتوفلمي ستورې ( ديويكا راني ) په ملاتړفلمي نړۍ ته مخه کړه او ١٩٤٤  کال د ( جوارباته ) فلم کې د دليپ کمار په فلمي نامه راڅرګند شو.
يوسف خان تر ۱۹۹۲ پورې په لسګونو هندي فلمونو کې راڅرګند شواو په۲۰۰۰ كې په انتصابي توګه د هندوستان د مشرانو جرګې غړى غوره  شو.دليپ کمار اوس هم ژوندى دى او د ممبيي ښار باندرا کې د پل هل په برخه کې دخپلې مېرمنې اود هندي سينما وتلې فلمي ستورې سايره بانو سره يو ځاى ژوند کوي. يوسف خان اوس په فلمونو کې کار نه کوي. د صحت د خرابوالي له امله له چا سره خبرې نه کوي او دخپل کورني ډاکتر ترڅارنې لاندې دى.
 
هنري او فلمي سفر:
١٩٤٠ كلونو كې  چې هندي سينما د ودې په حال کې وه نو يوسف خان هم يو څه د فلمي چاپيريال سره اشنا و. دهغه مهال د پريتوي راج کپور کورنۍ چې دپېښور نه ممبيي ته تللې وه د هندي فلمي صنعت يا واکمنه كورنۍ وه او ددې ترڅنګ ډېرو نورو پښتنو هم په فلمونو کې کار کاوه.په ١٩٤٣ کې د هندې سينما د يوې نامتو فلمي ستورې ( ديويکاراني )له خوا ورسره مرسته وشوه او هندي ليکوال او ډايرکتر(بګواتي ) له خوا ورته په جوار باته فلم کې مخکښ او مرکزي رول ورکړل شو.په دغه فلم کې د هغه رول وستايل شواود څو کلونو په ترڅ کې د يو رومانتيک اومينه ناک بريالي فلمي ستوري په توګه په (انداز١٩٤٩)،( ديدار١٩٥١)،(ديوداس ١٩٥٥)،(مادومتي ١٩٥٨)،(آن ١٩٥٢)،(ازاد١٩٥٥)،( مغل اعظم۱۹۶۰) او يو شمېر نورو فلمونو کې راڅرګند شوچې په دغه دوره کې يې ډېر زيات مينه وال پيدا کړل.په ١٩٦٠ كې چې د هندي سينما تاريخي فلم ( مغل اعظم ) نندارې ته وړاندې شو نو د هغه هنر او شهرت اوج ته ورسېد.تردې وروسته هغه په ١٩٦٧ كې په يوبل بريالي فلم ( رام اوشيام ) کې راڅرګند شوچې همدا برياليتوب يې د ١٩٨٠ لسيزې تر پايه پورې روان و.
 

 
مغل اعظم :
د مغل اعظم ډايركتر قمرالدين اصف چې د ( كې اصف ) په نامه مشهور واو داسې ويل كېږي له روهيله پښتنو څخه و.هغه چې په ۱۹۴۶ كې په مغل اعظم  باندې كار پيل كړ نودليپ كمار يې د مخكښ ستوري په توګه غوره كړ،كله چې دغه فلم څوارلس كاله وروسته نندارې ته وړاندې شونو ټوله نړۍ د دليپ كمار تمثيل ته ګوته پرغاښ پاتې شوه.
 
د تراژيدۍ دبادشاه په توګه:
 

 
كله چې يوسف خان په هندي سينما كې د طبعي تمثيل بنسټ كېښود اوپه مغل اعظم  كې يې د شهزاده سليم رول ولوباوه، نولكه څنګه چې په دې كيسه كې  كې  ژوره تراژيدي پرته وه نو دليپ كمار هم كوښښ وكړ چې دغه تراژيدي په طبعي توګه خلكو ته وړاندې كړي. له همدې امله د مغل اعظم تر نندارې وروسته هغه د تراژيدۍ د باد شاه په نامه سره هم مشهور شو.
 
د يوسف خان( دليپ کمار) شخصي ژوند:
 

 
 د دليپ کمار پلار غلام سرورخان ١٢ اولاده درلودل چې  يوسف خان يې څلورم زوى و. يو بل ورور ناصر خان هم د فلمي نړۍ سره مينه درلوده او په ١٩٦١ کې د ( ګنګا جمنا) فلم کې راڅرګند شو خودغه فلم دومره بريالى نه شواو له همدې امله هغه دومره شهرت ونه موند. خان په ١٩٦٦ کې له سايره بانو سره واده وکړ .دليپ کمارهېڅ اولاد نه لري او اوس مهال له سايره بانو سره يو ځاى په ممببي کې اوسي. هغه مهال چې نوموړي  په ١٩٦٦ کې هغه له فلمي ستورې سايره بانو سره واده وکړنو دغه مهال يوسف خان ٤٤ کلن او سايره بانو٢٢ کلنه وه.
 
دليپ كمار او پېښور:
 

 
د دليپ كمار كور اوس هم د پېښور قصه خوانۍ- محله خداى داد، د ډوما ګلۍ كوڅه كې ودان دى. نوموړي دلته لومړني ښوونځي ته تللو او د مكتب په ډرامو كې به يې هم برخه اخيسته. اوس هم هلته د يوسف خان دتره زامن ژوند كوي.دليپ كمار له اره پښتون دى خوپه كوركې هندكو اوپښتو باندې خبرې كوي.
 
هنري او فلمي جايزې
دليپ کمارد هندي فلمونو دغوره لوبغاړي اوستوري په توګه ٧ ځله د (فلم فير) نامتو جايزه ترلاسه کړې.په ١٩٩٣ کې  ورته د هند د حکومت له خوا دفلمي نړۍ ترټولو ستره جايزه( دادا صيب پالکې)ورکړه . همدارنګه په ١٩٩١ کې ورته دهند حکومت ستر مدني نښان ( پهدما بوشن) هم ورکړ.په ١٩٩٧ کې ورته د پاکستان د حکومت له خوا د( امتياز نښان) هم ورکړل شو، يوسف خان د هندوستان يوازينى فلمي ستورى دى چې دپاکستان حکومت په داسې نښان لمانځلى دى.همدارنګه هغه په ۲۰۰۰ کې د هند دمشرانو جرګې دانتصابي غړي په توګه غوره شو.
 

 
د دليپ کمار( يوسف خان) فلميوګرافي
 
  د فلم نوم             -        ميلادي کال
-  جوارباتا                -        ١٩٤٤
-  پاتيما                   -         ١٩٤٥
-  ملن                     -         ١٩٤٧  
-  جګنو                   -         ١٩٤٧
-  شهيد                   -         ١٩٤٨
-  ندي کې پار           -          ١٩٤٨
-  ميله                    -          ١٩٤٨
-  ګهر کې لذت          -         ١٩٤٨
-  انوکا پيار              -         ١٩٤٨
-  شبنم                   -          ١٩٤٩
- انداز                    -          ١٩٤٩
-  جوګن                 -          ١٩٥٠
- بابل                     -         ١٩٥٠
- ارزو                   -          ١٩٥٠
- ترانه                    -         ١٩٥١
- هل چل                 -          ١٩٥١
- ديدار                    -          ١٩٥١
- سنګدل                 -            ١٩٥٢
- داغ                     -            ١٩٥٢
- آن                      -           ١٩٥٢
- شکست                 -           ١٩٥٣
- فټ پات                -            ١٩٥٣
- امر                     -            ١٩٥٤
- اړان ختوله             -           ١٩٥٥
- ديوداس                 -           ١٩٥٥
- انسانيت              -           ١٩٥٥
- ازاد                   -           ١٩٥٥
- نيا دور                -           ١٩٥٧
- مسافر                 -            ١٩٥٧
- يهودي                 -          ١٩٥٨
- مادامتي                -           ١٩٥٨
- پيغام                   -           ١٩٥٩
- کوه نور              -           ١٩٦٠
- مغل اعظم            -            ١٩٦٠
- ګنګا جمنا             -            ١٩٦١
- ليډر                   -             ١٩٦٤
- دل ديا درد ليا        -              ١٩٦٤
- رام اور شيام          -             ١٩٦٧
- سنګروش             -              ١٩٦٨
- سادهو اور سهتن        -         ١٩٦٨
- ادمي                 -             ١٩٦٨
- سګينه مهاتو           -            ١٩٧٠
- ګوپي                   -            ١٩٧٠
- داستان                -             ١٩٧٢
- انوکا ميلن             -             ١٩٧٢
- سکينه                 -             ١٩٧٤
- پهر کب ملوګي       -             ١٩٧٤
- بيرغ                   -            ١٩٧٦
- کرانتي                 -            ١٩٨١
- ويداتا                  -             ١٩٨٢
- شکتي                 -             ١٩٨٢
- مزدور                -             ١٩٨٣
- دنيا                    -              ١٩٨٤
- مشال                   -             ١٩٨٤
- دهرم اديکاري        -             ١٩٨٦
- کرما                   -             ١٩٨٦
- قانون اپنا اپنا          -             ١٩٨٩
- عزت دار              -            ١٩٩٠
- اګ کا دريا             -            ١٩٩٠
- سوداګر                 -            ١٩٩١
- قلا                   -             ١٩٩٨