زما سرتیري!!

 
د ليندۍ شلمه، د جمعې مبارکې ورځې ماښامۍ وو، په داسې حال کې چې د هېواد د څارګرۍ ادارې مشرتابه بدلیدا، د يوه تګ او بل راتګ په ټول هیواد کې ټولنیزې رسنۍ راپارولې وې، له څو وګړو پرته هر  چا د هیواد د ژغورنې فکر کاوه او د نظام د پايښت او ټينګښت په اړه يې خپل نظرونه څرګندول. همدا مهال ناڅاپه د کابل ښار په زړه کې د انفجار آواز مې تر غوږو شو!!! څوک هم په لومړيو کې د پیښې د کره ځای په اړه نه پوهېدل، هر وګړي خپل ځان او خپله شاوخوا د برید هدف ګڼله، د ښکلي کابل شور ورک شو خو ځای يې له بريده وروسته ډزو ونيو! ټول په تشویش کې ول او هرې کورنۍ د خپلو غړو احوال اخیسته...! څوک به لا وارخطا شول او څوک به بيرته لاغلي شول، د ټولنیزو شبکو فعالانو خو د برید په اړه ټولې پاڼې رنګ کړې وې او ځینو آن له د کبله شکر ویسته چې له بریده روغ وتلي     "همین لحظه از انتحاری شهر نو جان به سلامت بردیم" ځینو یی له دولته د غچ اخیستنې په موخه ګړۍ په ګړۍ د لا لویو چاودنو راپور ورکاوه. هیڅ مالومات نه ول، سرتیري واټونو ته راوتلي وو او د پلټنې په موخه هر خوا خواره واره بریښدل..
هو! رښتیا خلک ډاډمن بریښدل ځکه سرتیري یی د حالاتو د کنترولولو په موخه د جګړې ډګر ته رسیدلي وو، څلور تروریستانو په شیرپور سیمه کې په یوه میلمستون برید کړی وو، خو د امنیتي ځواکونو له چټک او پياوړي غبرګون سره مخ شوي وو. د جګړې قومانده د ځانګړو ځواکونو پر غاړه وه، زړورو سرتیرو د تل په څیر د دښمن د مرمۍ په وړاندې خپلې سینې سپر کړې وې او ګړۍ وروسته یی دښمن په بشپړه توګه له پښو وغورځاوه. کیسه پای ته ورسیده، ملي او نړيوالو رسنیو د جګړې د پای ته رسيدو راپور ورکړ،شپې ناوخته ژوند عادي حالات ته راوګرځید او ولس هم په آرامه ويده شو!
سرتیري لا هم د جګړې په ډګر کې پاتې وو، ځکه دنده يې لاپای ته نه وه رسیدلې، خدای پوهيږي چې ډوډې به یی خوړلې وه او که یې له وچو ستونو نه تیریده، ګزمې یی پیل کړې او ټوله شپه یې په همدې واټونو کې تیره کړه، ځکه نه يې غوښتل د ستړي ولس خوب يې يو ځل بيا خراب شي!
بس...! سهار شو، لمونځونه یی وکړل او کرار کرار یی د خپلو مرکزونو په لور بيرته حرکت پیل کړ،د شپې ستړیا یې د ورځې په څو ساعته فرصت کې له منځه یوړه. د ډوډې لپاره ټول سره راټول شول او یو بل ته یی په سترګو کې له ورايه د روغتيا خوښي څرګندېدله، ښه ډاډه ول، ډیر سره و نه غږیدل، ځکه همدا یې همیشنه دنده وه. د کورنیو احوال یې واخیست او هغوي ته یی د خپلې روغتیا بشپړ ډاډ ورکړ، سرتیري د نورو په څیر مور،پلار او اولادونه درلودل او له هغوي سره یی ژر کور ته د ستنیدو وعده وکړه!. له دریشې یی دوړې وڅنډلې، بوټان یی پاک کړل، خپل نازولی ټوپک یی راواخیست پاک یی کړ، او بیا مقابلې ته یې ځان چمتو کړ...! سرتيری کرار کرار د خپلې استوګنې په لور وخوځيد...! او په شونډو يې له ځانه سره دا ټپه زمزمه کړه!
وطن جنت نشان دی! ګلان پکې کرمه!