حجازي نغمې

 
 
تیرې حجازي نغمې چې بیا زموږ په کلي شوې
راغلو خدایګو نن مو پر محراب د توربلال آوا ز
 
لوټ   چې  ترې مغلو په خیبر کې  قافله  کړله
نه را ځي له خا ورو ورته نن مو د خوشحال آوا ز
 
نن به شهزادګۍ د خول غمي ته په خندا وایي
پورته به بیا نشي له مړ ستوني د ابد ا ل آوا ز
 
چا زموږ د کلي له شپونکي نه شپیلئ ما ته کړه
دا  تپوس  به  نکړې راته  وایي د بنګا ل آوا ز
 
بیا مې له طواف د تورو زلفو چې انکار وکړو
سا ندې راته وایي په رمزو کې د مهال آ وا ز
 
دا ډول مات لوښي د کلا ل په کورکې ډیر شته دي
نه خیژي حا مده ترینه نن مو د جلا ل آ وا ز