
د خواشینۍ ځای په تیروڅلویښتوکلونوکې، په مرګونوسیمه ایزو او نړیوالو کرغیړڼو لوبو کې د افغان ولس کارونه ده؛ کله د کمونیزم اوکله داسلام په نوم. له بده مرغه دلته هم جنتي اوهم دوزخي ټکټونه پلورل شوي اواوس یی هم بازارښه ګرم روان دی .
پرون مود پتلون اغوستوپه ګناه وژل اونن یې ستایو، د پرون ورځي کمونست دنن ترټولوامین شخص دی، که څوک خپل حق راڅخه وغواړي سمدستي جهاد اعلانوودلته هرڅه ترشخصي ګټوقربان دي، دلته دین دغنایمود راټولولو، اودموکراسي یې د ساتلوښه وسیله ده، ترټولوغوره مقاومتي هغه دي، چې ترټولوزیات ښارګوټي اومارکیټونه ولري، زماښه په یاد دي چې فهیم دخپلومارکیټونود ساتلولپاره ترورستۍ سلګۍ دغره ختلوخوبونه لیدل، عطا زړه خرقه اواوږده ږیره دمارکیټونوجوړولو په مینه کې وغورځول، اود ربا ني زوی دسیا سي امتیازونود ترلاسه کولولپاره انګریزتابعیت وا خیست، زړوکمونستانودمقاومت له سوړوسرونه راوویستل اوپخپلوزړورهبرا نویې لاړي توکړي ځکه ایله اوس دپیسوڅښتن شول، نوتاته وایم ای ملته! تاته څه په لاس درغلل د ځوان بچي جنازه، سره خوله یتیمان ، ګوډ زوي ، کونډې ، بیوزلي اووران کور، له د ې وروسته په څه غولیږې چې ټوله ورځ دې د زنده باد مرده باد نارې سورې پیل کړیدي ؟
دهیواد ویشنې یوه ناوړه طرحه دسیمې اونړیوالوځواکونولخوا دپلي کیدوپه حا ل کې ده ، یوشیطاني مثلث د نظارشورا ، ایران اوپاکستان لخواجوړشویدی، پاکستان به په طالبانود داعش نقاب اغوندي له اروپایي ټولنې اوامریکې څخه به په میلیاردونوډالراخلي اومنځنۍ اسیا ته به ترهګري لیږدوي ، نظارشورا به دخپلونا مسؤله ټوپکمارواوپه اردواوپولیسوکې دخپلوځانګړوقومندانانوپه مټ ترهګردهیواد شمالي سیموته لیږدوي ترڅوله یوې خوا دشمال پښتانه دمرمیوترچترلاندې ونیسي اوله بل لوري دولسي جرګې په را روانوټاکنوکې خپل استازي پارلمان ته ننباسي اود هیواد ویشنې ایرانۍ یا د فیډرالیزم کرغیړنه طرحه بریالیتوب ته ورسوي اوپدې توګه به وتوانیږي دهیواد پښتون میشتي سیمې د تل لپاره د نړیوال تروریزم په ابدي تنوربدلې کړي ، ایراني اخوندان به د منځني ختیځ اوعربي نړۍ مرګوني تجربه په افغانستان اومنځنۍ اسیا کې وازمویی خوپه دومره توپیرچې دلته به یی انګیزه دیني نه بلکه ژبنیزه وي ، د ایراني اخوندانوپه نوي نقشه کې به د ګران هیوادهزاره اوتاجک میشتي سیمې ، تاجکستان اودازبکستان د بخارا ، سمرقنداو ترمزسیمي شاملې وي چې پدې سره به ایراني اخوندان یوه پیاوړي سیمه ایزځواک ته چې د ناټوسره به معادل وي ورسیږي اوپه نړیوالوسیاسي او اقتصادي معادلاتوکې به پریکنده رول ولري یا په بل عبارت ایران به خپل تل پاتې خوندیتوب ترلاسه کړي .
پاکستان غواړي دچین د خوندیتوب په شرط ، دچین په منځګړیتوب له جګړوستړي شوي طالبان دافغان حکومت دغولولو په نیت سولې ته رامات کړي خوتازه دمه جنګیدونکي طالبان به د داعش تربیرغ لاندې راټول اود نړیوال تروریزم د روزنې له پیغوره ځان خلاص کړي ، اوله بل لوري به دهند د سیمه ایزې سیاسي اواقتصادي پراختیامخه ونیسي .
په وروستني تحلیل کې دولسمشرچیپټري سیاست ، دطلوع ، خورشید اونوروشیطا ني رسنیوپراخه ناوړه د ټاکنیزوقوانینود سمون تبلیغات ، د نظارشورا ایرانۍ طرحې اولنډه غرتوب اود پښتنومرګوني غفلت هیوادعملاٌ په یوه ژوربحران کې راښکیل کړیدی ، که ولس لدې مرګوني خوبه راویښ نشي اودایران په فرمایش ټاکنیزقوانین تعدیل شي نود ډیورنډ دویم ناورین به تکرارشي .
د حل لا رې !
۱ : ولسمشردې له اساسي قانون سره سم خپل واکونه پخپل لاس کې واخلي اودعبدالله خیلوفشارونوته دې ځان نه تسلیموي .
۲ : ولسمشر دې له ولس سره مخامخ ټولې ستونزې شریکې کړي .
۳ : داساسي قانون له مخې ملي شورا دخپل کارپه وروستي کال دټاکنوپه قانون کې هیڅ ډول تعدیل نشي راوستلای ، جمهورریس دا ساسي قانون په نفاذ اوساتنه مکلف دی ، نوراتلونکي پارلماني ټاکنې بایدپه همدې کمیسونونوترسره شي خوپدې توپیرچې داځل باید د مدني ټولنو ، اکاډمیکومرکزونو ، ځوانانواوسیاسي احزابوګډې کمیټې کلکه څارنه وکړي ، هرڅه بایدمستند شي اودشکایاتوکمیسیون په ۴۸ ساعتونوکې رسیدنه ورته وکړي .
۴ : د ټول هیواد قومي مشران اود ټولوولایتونودعلماوواستازي باید له ریس جمهوراواجرایه ریس څخه د ټاکنیزوکمیسونونو په کارا وپریکړوکې د نه لاس وهنې لیکلی ضمانت واخلي ، ترڅودوي اوملګري یې په کمیسنونواوڅارونکوهیڅ ډول فشاررانه وړي اونه با ید د ټاکنوپه پایلوکې لاسوهنه وکړي .
۵ : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت باید د سرغړونکورسنیودغیری حقیقي اوپارونکو راپورونو مخنیوی وکړي ، اودارتکاب په صورت کې یې مجازات کړي .
۶ : که دا ټولې لارې د حکومت لخوا ونه منل شوي نود ټولوقومونومشران دې په دواړو ، ریس جمهوراواجرایه ریس فشارراوړي تر څولویه جرګه راوغوښتل اوله منځه یی ولسي جرګې ته وړاستازي وروپیژني .