
مړ یم، مړ یم، مړ یم، په والله درپسې مړ یمه
راشه ما ژوندی کا زه به بیا درپسې مړ یمه
ستا ښکلا ته نه رسي زموږه ملنګۍ څڼې
ښکلې یې ښکلا، ښکلا، ښکلا درپسې مړ یمه
را ټوله دې اروا کا ولې خپل ځان کې ورکه یې
زه د خپل احساس تر انتها در پسې مړ یمه
سمه پاچاهي مې ذات کې وکه چې دنیا پوه شي
را پوه مې کا په خوله کې ساه درپسې مړ یمه
مه وایه ته چا ته چې آفتاب مې را ژوندی کړلو
سهار چې را ژوندی شم نو بیګاه درپسې مړ یمه
10/8/1394 کابل