
د غوره فكر ځانګړتياوې :
هغه څوك، چې د ښه او غوره فكركولو ځواك لري له نورو څخه په ځانګړتياوكې بيل وي چې هغه دادي:
1. دچارو په حقايقو ژور فكر كول، يواځې په سر سري نظر باندې بس والې نه كول.
2. په بشپړ صداقت، زيار، او صبرسره په فكر كې ژور تلل تر څو انسان هغه غوره حالت د فكر ته ورسيږي، چې مخكې ذكر شو.
3. فكرې نا پيلتوب، خپلواكي او دنورو پيښو څخه ډډه كول، لكه ځينې خلك چې خپل فكر دوروستۍ اوريدلې خبرې يا د وروستي لوستلي كتاب پربنسټ جوړ كړي، داسې انسان خپل فكر او نظر بدلوې، لكه اسفنج چه د هر ډول اوبلنود جذبولو خاصيت لري.
4. د باندنی عالم، چې ستا د فكر مو ضوع ده او دداخلي انګيزو، نفسياتو، تجربواومعلوماتوترمنځ يوځايوالی اوپدې كې توازن او برابرتيا ساتل.
5. په څرګندو او معنا لرونكو تورو د خپل فكر څر ګندونه كول، ځكه كه د غوره فكر ښكاروندی ښه ژبه او الفاظ نه وي، داسې بريښې لكه خاوروكې پټ لعلونه، چې ګټه ترې نه اخيستل كيږي، بلكې ښه الفاظ د غوره فكر نښه ده.
6. خپل احساسات، انګيزې او مشاعر تلل او له قابولاندې ساتل او هر وخت د هغې نه منل، كيدای شي، چې ناسم وي او په غلطه لاره موسم كړي.
لكه يوسړي يوموټر وليدو،چې په لاره كې ودريده، يو کوچنی، چې وينې ترې بهيږي لهځان سره اوچت كړو كوچني ته ښه په ځير شو ويې پېژنده، چېزوی يې دی بې درنګه يې دډريور په وهلو پيل وكړ، فكر يې كاوه، چې همده په موټر وهلی دی، مګر وروسته څرګنده شوه ،چې بل موټر وهلی او ډريوريې تښتيدلی وو او دې ډريور ورسره دژغورنې مرسته كړې وه.
د يوشيپه اړوند د تفكر لا ملونه:
هلته ډير پنځيز، شخصې، خارجې او لاس ته را وړي لاملونه شته، چې د هغه شي په اړوند چې د فكر موضوع ده د تصور او تفكردمقدار ټاكنه كوي، چې مهم يې دادي:
1. عقل او د هغه ځواك او برلاستيا:دخلكو تر منځ د عقلي ځواك په هكله ډير توپير شته چې دا توپير داصلي زېږيدنې او يا دعقل د روزنې اوصيقلولو له امله وي، ځينې خلك ډير تيز، غښتلی او ځلانده فكر لري، چې دشي حقيقت ته په لږه اشاره رسيږي، او ځينې نور لټان بيا دڅرګندحقيقت په پوهيدوكې هم ستونزه لري، ددوی تر منځ ډير زيات توپير او تفاوت وجودلري.
2. دپينځه ګونې حواسو ځواك او سلامتيا: ځكه حواس دعقل او د هغه شي ترمنځ، چې دفكر موضوع ده واسطه ګڼل كيږي كله، چې حواس سم نه وي د عقل څخه نقل شوي معلومات هم ناسم اونيمګړي وي.
د خلكو تر مينځ د حواسو په هكله هم ډير توپير وي، چې له دې امله ديوشي په تصور كې هم توپير رامنځته كېږي.
3. ژبني معلومات: ځكه دژبې په توسعه د شي ستاينه صورت نيسي كله، چې ژبني ادب او تعبير كې مهارت زيات ولري په هماغه اندازه كولای شي، چې دشي ښه تعريف، ستاينه او هر اړخيز معلومات په ښه توګه څرګند كړي.
4. دانسان عقايد او ارزښتونه په فكر او تصور كې سترنقش لري: چې په عقايدو كې په غيبیاتو ايمان لرل، ملې منسوبيت، په چاپيريال كې دشيانو په حقيقت ايمان او همدارنګه دانسان په وسايلو ايمان او دهغه په ځواك او وړتيا او دهغه دنقش په حقيقت او دندې ايمان لرل دي.
5. هغه شی چې دفكر موضوع ده او دحقيقت په هكله يې تصور كوي اوڅلور خواوې يې ټاكي په هغه ښه پوهيدل، تر كومې اندازې، چې دهغه په هكله ژوراو دقيق علم ولري په هماغه اندازه يې تصور هم سم لاس ته راوړای شي .
دفكر په وړاندي ستونزې:
1. په خيالونو چرتونو او بې ګټې وهمونوكې اوسيدل او دواقيعتونو څخه سترګې پټول: دانسان چرت وهل هله ګټور وي، چې دواقيعت دانكشاف ترقۍ او نوښت لپاره په معقوله اندازه وكارول شي هسي نه، چې كار پريږدي دناشونو په دريابي خيالونو كې دواقعيتونو څخه لري لاهو شي، دا دانسان دفكر لپاره وژونكې ناروغي او خطرناك رنځ ګڼل كېږي.
2. دكمزورۍ او عاجزۍ په پلمه هرڅه پريښودل ـ پدې ګومان، چې هيڅ نه شي كولای، ګواكې دغه ډول انسان په خپله خوښه خپل عقل او فكر بيكاره او معطل كړـ زياراوباسه، چې دښمن ته دداسې وړيا ډالۍ چې شيطان ته يې وړاندی كوي دبري چانس ورنه كړي.
3. دډيروفكرونواو فرصتونو په وخت ديو انتخاب په هكله مناسب اقدام نه كول ان تردې، چې دتشويشاوبي زړه توب له امله ټول فرصتونه دلاسه وركړي.
4. په پټو سترګودنورو تقليداو پيښې كول، په بل پسې بې تفكيره تلل، ځان په لټۍ او بيكارۍ روږدې كول، دفكري خپلواكۍ اونوښت څخه ويره لرل.
5. له بيكاره او بې هدفه خلكوسره ملګرتوب كول، ځكه كله، چې انسان دروڼ اندواونيكو خلكو سره ناسته ولاړه ولري هرومروترې متاثره كيږي، دښوصفاتو دخپلولو حس ورسره پيداكيږي، او همدارنګه لټان او بيكاران هم په خپلو ملګرو اغيزه لري.
6. عقل او فكر پداسې څه كې لګول، چې دهغه لپاره پيداشوي نه وياوهمدارنګه فكر نه كول هم دعقل ضياع او دلوی نعمت ناشكري ګڼل كيږي.
عقل دځواك او اختصاص له جمبې څخه بهركارول بې ګټې او بې معنا زياردی، لكه دالله تعالي دصفاتو په كيفيت، تقديراتو اوداخرت په غيبياتو كې فكركول، ځكه داهغه څه دي چې الله تعالي انسان ورڅخه عاجز كړی دی او يواځې په خپل علم پوری يې محدودكړي دي.
7. بيكاري او په ګټوركارځان نه مصروفول، فكرګرځنده او متحرك دی كه په سم او ګټوركار دې مصروف نه كړ، خامخادې په باطل او ناروا مصروفوې.
8. په خپل كار او دنده بسنه نه لرل، داړتيا، ريا، يادنورو په خاطر كاركول، دنه قناعت سره سره خپل ځان دهغه په هكله فكر كولو ته مجبورول، پدې حالت كې هيڅكله ژور فكر صورت نه نيسي، كاربه دترقۍ او نوښت څخه پرته په عادي ډول په ټيټه درجه كې روان وي.
9. طفيلي عادت، يا په نورو بشپړه اتكاكول ان تردې، چې په ځانګړو چاروكې هم دنورو څخه دا هيله لري، چې دهغه پرځاى فكر وكړي عقل او فكر يې جامد شي او لكه طفيلې نبات دنورو په مرسته او څانګو پورته ځي كله، چې هغه څانګې وچې شي، ددې ژوند ورسره هم پای ته ورسيږي، مګر د نوروسره مشوره يا په ښه كار كې ترينه ګټه كول نه يواځې داچې ناوړه خبره نه ده بلكې دعقل غوښتنه ده.
10. دحواسو لټي، ځكه حواس دفكر كړكۍ او دعقل لاره ده، لكه سترګې، غوږونه، لاسونه، ژبه اوپوزه (باصره – سامعه – لامسه- ذائقه – اوشامه) هر كله، چې انسان خپل حواس په ګړندې كاركولواواحساس روږديكړي تل ترينه ښه ګټه اخيستلاي شي اوچې كله يې په لټۍ اوبيكارۍ عادت كړي له كاره ولويږي اوحال يې داسې شي لكه چې اللهج تعالي فرمايې (وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِنَ الْجِنِّ وَالإنْسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لا يَسْمَعُونَ بِهَا أُولَئِكَ كَالأنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُولَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ (د الاعراف سورت، ۱۷۹اّيت.
ژباړه: دوزخ ته مو ډير انسانان او پيريان پيداكړي دي ځكه دوۍ په زړونو پوهه نه كوي، په ستر ګو ليدل نه كوي، او په غوږونو اوريدل نه كوي، دوی لكه دڅارويوپه څير بلكې له هغوی څخه هم ډير بې لارې دي، هغوی غافلان اوناپوهه دي.
11. دجدال او ځان ښودنې په ازميښت كې واقع كيدل، ځكه داناوړه صفت انسان په مقابل لوري دبري لپاره دباطل پلوۍته هڅوې، چې دخلكو ترمنځ دكينې او دښمنۍ سبب ګرځي، يووالي اواتحاد ته زيان رسوې، دانسان فكر اوشخصيت ته بې ګټې مصروفيت اوتشويش پيداكوي، د نوښت مخنيوى كوي.
په اسلامي نړۍ لید کې د فکر رول
اسلامي نړۍ لید فکر د انسان تر ټولو ستره شتمني بولي او انسان ته یې د همدې شتمنۍ د درلودلو په خاطر ډیر ستر مقام ورکړی دی او خپلو لارویانو ته یې همیشه (افلاتعقلون )، (افلا تتفکرون) او (افلا تتدبرون) ویلی دي، ترڅو له معقولیت، تفکیر، تدبیر او هوښیارۍ څخه په کار اخستنه او حقیقتونو ته د رسیدوپه موخه د انساني عقل په ملتیا له دغه شتمنۍ څخه کار واخلي.
مګر دا نړۍ لید پوهیږي چې د انسان عقل هغه د امام شافعي په خبره چي د انسان فکر تر یوې پولي ( سرحده ) کار کوي او هلته یې دنده پای ته رسیږي او له هغه څخه یو قدم ها خوا کار نه کوي او نه یې کولای شي، نو پدې خاطر بیا یوه بله پدیده موږ ته راښي، چې هغه د وحې پدیده ده.
مومن انسان همیشه حقایق په دقیقه توګه مطالعه کوي او خپل ایمان د هغه سره مطابق جوړه وي.
کله چې زه په کور کې ناست یم د کور د وره زنګ ووهل شي، زما حس خپله دنده ترسره کوي او ماته خبر راکوي، چې د وره زنګ دی، نو د اوریدو حس خپله دنده ترسره کړي ده، مګر اوس دلیدو حس ناتوانه دی، لیدل نشي کولای، ځکه په وړاندې یې دیوال دی، ور دی، چې د ده مخه یې نولې ده، پدې وخت کې عقل ته رجوع کیږي، عقل موږ ته وایي، چې د وره زنګ به د پلاني سړي لخوا وهل شوی وي، اوس زه د عقل او ذهن په ملتیا دا پړیکړه کوم، چې د وره شاته خامخا څوک شته، خو فکر کوم، چې دا به څوک وي، ایا هغه نر دی او که ښځه ده؟ او یا هم کیدای شي یو داسې حیوان وي، چې زده کړه ورکړل شوې وي؟ دا خیالونه زه له ځان سره کوم، مګر حس ماته ځواب نه راکوي هغه خپله دنده ترسره کړه ، عقل وایي زه کار نه کوم، ځکه عقل خپل معلومات له حس څخه اخلي او دهغه معلوماتو سره سم کار کوي، چې عقل یې ورکوي، نو عقل هم ځواب نه راکوي.
اوس د ستونزې د حل لپاره یو لاره شته هغه دا ده، چې یو ماشوم کولای شي، چې دا ستونزه حل کړي. کوچنی ماشوم وره ته لیږم، چې وګوري څوک دی؟ کوچنی بیرته راځي او وایې چې فلانی کس څوک دی؟ یو داسې څوک دی، چې ما هیڅ فکر نه کاوه، چې هغه به زما کور ته راشي، مګر زه د دې په خاطر چې عقل او حس مې عاجزه شوی دیمجبوره یم، چې د کوچني ماشوم خبره ومنم.
ولې باید د ماشوم خبره ومنم؟ ځکه ماشوم هغه لیدلی دی احساس کړی یې دی او ما نه دی لیدلی، نو پدې اساس زه د هغه ماشوم خبرو ته تسلیمیږم او د وره په لور ځمګورم چې رښتیا هم هغه څوک دی کوم چې ماشوم ویلي وو.
اوس یو پوښتنه راته پیدا کیږي، چي ما ولې د ماشوم خبره ومنله ؟ او د عقل او حس څخه می ګټه وانه خسته؟ ما کوښښ وکړ مګر عقل او حس مې منفي ځواب راکړ او زه مجبور شوم چې د هغه ماشوم خبرو ته تسلیم شم.
زموږ خوږ او ستر نبي کریم حضرت محمد (ص) به همیشه په عقل باندې تاکید کړی.
کله چې انسان عقل ولري، نو هر څه لرياو عقل ونه لري هغه انسان نیمګړی دی د عقل په واسطه هره نیمګړې لاره تکمیلیږي د عقل په واسطه کولای شو، چې په هره لاره د تلو توان ولرو اوپه ښه توګه په خپل نفس باندېباور ولرو په دې نړۍ کې الله ج ټولو انسانانو ته په یوه اندازه عقل نه دی ورکړی. یو څوک ډیر عقل لري او بل څوک لږ عقل لري، خو بهتره انسان هغه دی، چې خپل عقل ته انکشاف او پرمختګ ورکوياو همیشه روښانه فکر ولري.
د معراج سفر لپاره جبرائیل ع پیغمبرص ته وفرمایل څرنګه چې سخت سفر لرې اللهج په دې سفر کې درې فرشته ګمارلي چې یوه باید انتخاب کړې.
د عقل پرښته ـ ایمان پرښته – حیا پرښته
نو په دې وخت کې پیغمبرصد عقل پرښته انتخاب کړه.
جبرائیلع ورڅخه وپوښتل څنګه دې د عقل پرښته انتخاب کړه؟
پیغمبرص وفرمایل :هر څوک چې عقل ولري ایمان او حیا هم لري.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اخځلیکونه:
۱ـ عظیمي، پوهیالی شرف الدین،۱۳۹۱ هـ ش، عمومي ارواپوهنه لکچر نوټ،ښوونې او روزنې پوهنتون ، ۲۷ مخ.
۲ـ القرني، دکتور عایض،(ژباړه: دکتور شفیق الله امین) تاند ویب پاڼه ، د بریالیتوب لار له کتاب څخه.
۳ـ داعي، پوهنیار عبدالظاهر(ژباړن: محمود مرهون) ،اسلامي نړي لید،اللزهر خپرندویه، کال ۱۳۸۹، مخ، ۱۲/۱۳.
۴ـ بيلا بېلېانټرنټي سرچینې.