
د انسان دهغوځانګړتياووڅخه، چې اللهجوركړي دي يوه هم دفكر كولو ځواك دی كه انسان دا صفت په ښه توګه په كار واچوي، نو دبرياليتوب په زينه دپورته تګ وړكېدای شي اوكه له دې صلاحيت څخهيېګټه وانه خيستله ګويا ځان ته يې د نا كامۍ لاملونه برابركړل ويلای شو، چې كله ژوند د تفكر څخه خالي شي بیا پکې برياليتوب ناشونی شي.
ډیری پوهانو انسان ته د متفکر حیوان لقب ورکړی دی او تفکر ته د انسان او حیوان تر منځ د بیلتون د کرښې او موضوع په سترګه ګوري د ګڼو ستونزوحل لپاره د انسان فعالیت ته د تفکر سره اړیکه ورکوي. په ځینو علمي اثارو کې تفکر د معرفت د عالي بڼې او نغښتې یا پټ کلام نوم هم ورکړل شوی دی. د منطق له نظره فکر کول د معلومو چارو روزنه ده چې د مجهول د تر لاسه کولو لپاره ترسره کیږي. د عمل او غبرګون تر مینځ ځنډ ته هم تفکر ویل کیږي.
تفکر یو ذهني فعالیت دی چې د مسئلې (ستونزې) د حل لپاره د مخکینیو تجربو پر مټ د هماغه مسلې د حل په لاره کې فعالیږي.هر کله چې د یوې داسې موضوع په اړه چې پایله یې مثبته وي او زموږ په تجربو کې نوی زیاتونې ولري سوچ او تفکر وکړو، نو دغه تفکر د فعال تفکرپه نامه یادیږي، خو که چیرته زموږ له فکر نه د موضوع په اړه هیڅ کومه علمي او منطقي پایله تر لاسه نه شي ( یوازې ذهني او خیالي بڼه به ولري ) نو دغه تفکر منفعل تفکر (غیر فعال) بلل کیږي. فعال تفکر چې ځینې وخت د مولد تفکر په نامه هم یادیږي د انسان د مهمو خصوصیاتو او ځانګړنو څخه شمیرل کیږي او په حقیقت کې د بشري ټولنو فنون تمدن او ټول فرهنګي ارزښتونه بشر ته د همدغه ډول خدایج ورکړي تفکر محصول وي.
د مسئلې (ستونزې )حل او نوښت دفکر کولو دوه اصلي جریانونه دي مسئله د یوه موقعیت او تکلیف نه عبارت دی، چې موږ یې د خپلو شته تجربو پر مټ په حل کې پاتې راغلې یو، خو لاره باید ورته پیدا کړو.
د مسئلې حل په ټولنه کې د هغه تازه تجربې یو ډول دی، چې د یوې ستونزې سره د یو کس د مخامخ کیدو په پایله کې د مختلفو حل لارو له منځه نیول کیږي نوښت هم د تازه موقعیت د حل لپاره د حل لارې د پیدا کیدو څخه عبارت دی.
د مسئلې د حل او نوښت تر منځ توپیر په دې کې دی، چې د مسلې په حل کې موقعیت او یا پرابلم مخکې ایجاد شوی وي، ولې په نوښت کې موقعیت او د هغه د حل لاره دواړه د متفکر شخص لخوا ایجادیږي.
د پورتنیو جملو په منلو سره دا باید د یو واقعیت په توګه ومنل شي، چې د مسئلې تشخیض هم اسانه کار نه دی په ورځني ژوند کې د انسان زیات وخت په دې مصرفیږي، چې د عمل څخه مخکې د مشکلاتو د حل او فصل لپاره لومړی د موانعو تشخیص وشي، هغه کسان چې د مشکلاتو او موانعو تشخیص نشي کولای معمولا په خپلوچارو کې نا خوښ وي.
په هغه خلکو کې چې حوښ ځواک (IQ)لوړه کچه ولري د تفکر دا ډول طرز یې زیات دی په طبیعی کسانو کې هم کولی شو چې دا ډول طرز تفکر ته وده ورکړو بله مهمه خبره د ژبې او تفکر اړیکه ده ځیني ارواپوهان پدی اند دی چې فکر کول په حقیقت کې بې غږه خبري کول دی د تفکر په بحث کې د استدلال موضوع ډیره مهمه ده حتی ځینو، خو استدلال د تفکر له ډولونو څخه یو ډول ګڼلې دی کله، چې موږ د یوې ستونزې سره مخ کیږو، نو د هغه لپاره نوې لارې لټوو، نو زموږ ذهن په ځانګړو فعالیتونو باندی پیل کوي، چې ورستۍ موخه یې د ټاکلې مسئلې حل دی د دې برخې فعالیت ته تفکر ویل کیږي او دغه ذهین فعالیت ته استدلال ویل کیږي که موږ چیرته په خپل استدلال کې د جزی تجربې په تجزیې او تحلیل د یوه قانون یا کلي اصل په کشف بریالي شو، نو وایو، چې زموږ استدلال په استقرایي بڼه سرته رسیدلې او کله چې یوه کلې تجربه تجزیه او تحلیل کړو، نو جزي تجزیه او مفاهمو ته ورسیږي.
امرکایي فیلسوف جان دیوي د استدلال لپاره پنځه قدمه په مسلسل ډول د وړاندوینې په توګه راوړي دي چې عبارت دی له :
۱ـ له ستونزو خبرتیا.
۲ـ د هغو معلوماتو راټولول چې د ستونزو د حل لپاره لازم وي.
۳ـ د احتمالې حل لارو په نظر کې نیولو سره د فرضیی تشکیل.
۴ـ د پام وړ واقعاتو سره د فرضیی اندازه کول.
۵ـ د هغه لارې اثبات یا عمل ته را ایستل چې له نورو څخه زیاته احتمالې او حقیقت ته تر نورو نږدی په نظر راځي.
بیلګه: فرض کړئ چې تاسې د ننګرهار پر لور روان یئ موټرسایکل مو د خامې او ناهموارۍ لارې په اوږدو کې ستاسې د خوښې خلاف ودریږي پیاده کیږۍ او فکر کوئ، چې ولې داسې وشول ممکن د سون مواد یې خلاص شوي وي، خو ژر مو پام کیږي، چې سهار مو ښه تیل ورواچول ممکن د حرکتي وسایلو چیرې اړیکه پرې شوي وي.
کله یې چې وګورئ داسې هیڅ نښه به هم پکې پیدا نکړئ بلاخره مو فکر دې ته ور لویږي، چې د لاري په اوږدو کې له بندښتونو سره مخامخ شوي یاستۍ او ټانکۍ کیدای شي سورۍ شوي وي او تیل ترېبهیدلي وې او بیا، چې کله وګورئ رښتیا هم همداسې پیښه شوي وي دلته په نتیجه کې د حل لارې په پیدا کولو توانیږئ او په کامیابئ سره په ستونزو بریا پیدا کوئ.
تفكردمعلوماتو څخه دپايلولاس ته راوړولو نوم دی. زموږ په وړاندې څومره اوازونه شكلونه، چې دبهرنيو حواسو په توسعه يې محسوسوو او همدارنګه زموږ په دننه كې دذهن دلارې موجود تصورات دتفكر په توسعه را ټوليږي او پر تله تلل كيږي-البته دايمان، عقائدو او ارزښتونو په رڼا كې او په پايله كې د موخو په ټاكلو او په ژبني، سلوكي، رواني او په نورو غړو خپل اغيزغورځوې، يو انګليسي فيلسوف وائېځينې خلك په كال كې يواځې دوه يا درې ځلې فكر كوي، فكر ښه او ناوړه صفتونه لري، ددې لپاره چې انسان خپل فكر له ناوړو صفاتو څخه وژغورې او تل دښه او نيك فكر خاوند شي بايد دفكر ډولونه چې ښه او ناوړه دواړه پكې وي وپيژنو.
دفكرډولونه
۱. توليدي فكر چې اجتهادي هم ورته ويل كيږي: دا هغه فكر دی، چې نوښتونه اواختراعات كوي، په ژوندكې نوښت رامنځ كوي، بريالۍ پروژې طرحه كوي او په مناسب وخت كې مناسبې پريكړې كوي، دخاورو څخه زراود بحر څخه دملغلرودراويستلو وس او همت لري.
۲. انتقادي فكر: دا هغه فكر دی، چې په هر كار كې نيمګړتياوې اوتیروتنې په ګوته كولاي شي كه څه هم دسمون لپاره ورسره څه نوي.
۳. استيعابي او راټولونكې فكر: هغه دی، چې دنورو په نوښتونو اواختراعاتو ښه پوهيدای شي، ګټه ترې اخيستلای شي، خو پخپله دايجاد اواختراع ځواك نه لري.
۴. غامض او نامعلومه فكر: هغه فکر دی، چې دچارو ادراك په سم ډول نشي كولای هر څه ورته بدل او نا شونې ښكاري . ان تردې، چې دخپل چاپيريال په هكله هم د فكر كولو وس نه لري، كمزوری او بې هدفه ښكاري دزړه خواله هم نشي كولاي.
۵. شكي فكر: هغه فکر دی، چې هر څهاوهر كار ورته بلا او دسيسه ښكاري، پر هركار او هر شخص نيوكې كوي، دهيچاسره جوړه او انسجام نه لري، په هيڅ كار او زياركې ورته ګټه نه ښكاري.
۶. دمبالغې فكر: هغه فکر دی، چې هرڅه دخپل حقيقې وزن اوحجم څخه زيات او غټ وينې، په ښو او بدو دواړوكې يې مبالغه او زياتونه عادت وې، دډبرې نه غراو دميږي نه فيل جوړوي، هر څه يې حيرانونكې وي، مګركله چې حقيقت ښكاره شي هرڅه بل ډول وي.
۷. سرسري فكر: هغه فکر دی، چې يواځې ظاهري شيان ګوري دحقايقودلټولو كوښښ نه كوي، هرڅه ورته عادې ښكاري. لكه چې دچا په ظاهري لباس او موټر پريكړه وكړي پرته له دې چې دهغه ديانت، اخلاق، تعليم او هڅوب ورته معلوم شي.
۸. ځان پالونكی فكر: هغه فکر دی، چې هر څه خپل ځانته منسوبوي، دامې وكړه او دامې وكړه، سره له دې چې هيڅ به يې هم نه وي كړي، او نه يې كولاي شي تل په درواغو چليږي داسې درواغ، چې درښتيا يوه خبره هم پكې نه وي، دډيرو درواغو له امله له الله تعالې سره درواغجن وليكل شي، دا ډول خلك اكثره بيكاره دځان اونورو سره تل په چل كې وي، دډيرو درواغو نه ورته خپل درواغ رښتيا ښكاري.
۹. تحليلي فكر: هغه فکر دی، چې هر شی دغور لاندې نيسې له حقيقت، لاملونو، مقدماتو، پايلو او هدفونو څخه ځان خبروي، په مناسب وخت كې دهغه په هكله دمناسبي پريكړې كوښښ كوي او دخپل ځان د نقش په هكله هم سوچ او فكر كوي.
۹. تقديري فكر: هغهفکر دی، چې دهرڅه له مسئوليت څخه ځان ژغوري څه، چې وشي هغه په تقدير وراړوي اوهيڅكله ځان پړ نه ګڼي.
۱۱. جزوي فكر: هغه فکر دی، چې دواقعاتو يو اړخ ته ګوري په تفصيل او هر اړ خيزه توګه يې نه څيړي، چې له همدې كبله حقيقت ترينه پټ پاتې شي، پريكړې يې نيمګړې او د حقيقت خلاف وي.
۱۲. هراړخيزفكر: هغه فکر دی، چې چارې په بشپړه توګه نظرته راولي، هراړخيزفكر كوي، په ډيرو جزئياتو اوتفصيل پسې نه ګرځي.
پدې ټولو كې ښه او مثالي فكر كوم يو دي؟
لدې وروسته، چې په لنډه توګه مود فكر دځينو ډولونو يادونه وكړه غواړم، چې دهغې په رڼا كې داسې فكر انتخاب كړو، چې ښه او غوره فكر ورته ويلی شو.ښه او لوړفكر هغه دی، چې دڅو فكرونو ټولګه وي، د توليدي، انتقادي، تحليلي او هراړخيزفكر صفات پكې را ټول وي، خو له دې سره سره بايد ايمان ولرو، چې هرڅه دالله تعالی په تقدير كيږي، مګر دا د دې مانا نه لري، چې دلاملونو او وسایلو لټون ونه كړو، بلكې الله تعالې دلاملونو، وسائلو اوپايلوخالق او پيداكوونكې دي.
دویمه برخه بیا له ماخذونو سره !!!