د سيداباد د پېښې او نورو جنګي جنايتونو پر وړاندې ملي غبرګون

 
هره ورځ يو نوی جنګي جنايت، نوی وير او نوې غميزه!!!
دا ځل د سيداباد بېګناه وګړي د جنګي جنايت قرباني شول او ټول هېواد يې د وير په ټغر کښېناوه. ولس نوره د ويرونو له نمانځلوستړی شوی او د زغم کيسه نوره پايته رسېدلې. د جنګي جنايتونو لمن نوره بايد ټوله شي او د جنګي مجرمينو لاسونه لنډ شي. په همدې موخه يو شمېر ملي خوځښتونو، مدني ټولنو او قومي شوراګانو پرېکړه کړې، چې راتلونکې پنجشنبه د يوه ملي غبرګون او پراخ لاريون په ترڅ کې د سيداباد پېښه وغندي او د ټولو جنګي مجرمينو پر وړاندې د پرېکنده عمل غوښتنه وکړي.
له ټولو هېوادوالو هيله کوو، چې له موږ سره پدې ملي غبرګون کې ملتيا وکړي او د نورو جنايتونو په مخنيوي کې له موږ سره يو موټی شي.
په درنښت
د ملي غبرګون د انسجام کمېټه
 
وخت: پنجشنبه، د لېندۍ ۱۹، سهار ۹:۳۰ بجې
د راټولېدو ځای: له ميرويس ميدان سره څېرمه د ده بوري چوک
د لاريون لوری: د بشري حقونو کميسون
د اړيکو شمېرې: ۰۷۰۰۶۷۰۵۵۲، ۰۷۴۷۰۴۳۸۸۶