د ترکيې او روسيې ترينګلې اړيکې به څه ښې شي؟

 
له هغې ورځې را وروسته چې روسۍ الوتکو په سوريه کې  د اسلامي دولت مرکزونه په نښه کړي، د لويديځ ټلوالې له خوا وخت نا وخت داسې ادعاوې شوې چې ګواکې روسيه يوازې له اسلامي دولت پر وړاندې مبارزه نه کوي، بلکې دوى غواړي چې د بشارالاسد واکمني هم وساتي.
د همدې شکونو او ادعاوو په لړ کې تېره ورځ د ترکيې او سوريې په پوله ترکي الوتکې هغه روسۍ الوتکه وويشتله چې غوښتل يې په سوريه کې بمبار وکړي.
که څه هم په لومړۍ ورځ ترکيې له خپل حريم څخه د دفاع او روسيې د شا له خوا د خنجر ګزار خبرې کولې، اوس داسې ښکاري چې دواړه غاړې په دې يو څه قانع شوي چې ستونزه دې د خبرو له لارې حل شي.
د روسې ولسمشر له ترکيې غوښتي چې بايد رسمي بخښنه وغواړي او په راتلونکي کې دې د داسې تيري د نه کولو ژمنه وکړي، خو د ترکيې ولسمشر وايي چې دوى داسې کومه نيمګړتيا نه احساسوي چې په اساس يې بخښنه وغواړي، ځکه دا الوتکه د دوى فضايي حريم ته داخله شوې وه، سره د خبرداريو بيا يې هم خپل مسير نه و بدل کړى، له بلې خوا ترکي فضا ساتونکو دا پېژندلې هم نه وه چې روسۍ الوتکه ده، که پېژندل شوې واى دوى به بل ډول خبردارۍ ورته مخابره کړى واى ترڅو د دې ناوړه پېښې مخه نيول شوې واى.
خو د روسيې ولسمشر وايي چې د دوى الوتکې لوى نښې لري، د هغو نښو په اساس له ډېرې لرې فاصلې هم پېژندل کېږي، بله خوا هغه پيلوټ چې د الوتکې له لوېدو وروسته ژوندى پاتې شوى ادا کوي چې دوى ته د ترکيې دولت له خوا کوم خبردارى يا سګنال نه دوى مخابره شوى؛ سر بيره پر دې روسيه په دې هم ډېره په غصه ده چې وروسته له هغې چې روسۍ سوخوي ٢٦ ډوله جنګي الوتکه د ترکي اف ١٦ ډوله جنګي الوتکې له خوا په شاتنۍ برخه وويشتل شوه، خو پيلوټانو يې پراشوټونه خلاص کړل، د ترکي سرتيرو له خوا په پيلوټانو هم ډزې وشوې چې په پايله کې يې يو پيلوټ هم ووژل شو.
که څه هم ترکيه کوښښ کوي چې په پېښه شوې موضوع اوبه وبهوي، خو روسيه داسې احساس کوي چې دا کار د دوى پر وړاندې يو قصدي او پلان شوى عمل دى، ځکه ترکيه د امريکا متحده ده، د امريکا او روسيې تر منځ د بشارالاسد د واکمنۍ پر سر اختلافات شته، او روسيه ادعا هم کوي چې دوى د خپلو الوتنو پلان له امريکا سره چې، د ترکيې متحد دى او په داسې حالاتو کې په خپلو کې مشورې کوي، شريک کړى.
وروسته له هغې چې ترکيې روسۍ الوتکه په نښه کړه امريکا ترکيې ته د روحيې ورکولو په نيت وويل چې د ناټو په هر غړي هېواد بريد به داسې مانا ولري لکه په امريکا چې بريد شوى وي.
ترکيه سره د دې چې د ناټو غړيتوب لري او کېداى شي د روسيې د نظامي اقدام پر وړاندې يوازې پاتې نه شي، خو علت څه دى چې د موضوع د سوله ييز حل لپاره ليوالتيا لري؟
دا ځکه چې روسيې اعلان وکړ چې دوى به له ترکيې سره اقتصادي اړيکې پرې کړي او وار د مخه يې خپل سيالانيان له ترکيې راګرځولي دي.
روسيه د ترکيې دويم لوى اقتصادي ملګرى دى او ترکيې ته هر کال بې شمېره روسيي سيلانيان سفر کوي، که چېرې روسيه خپل اقتصادي بنديزونه په ترکيه پلي کړي نوى په اقتصادي لحاظ به ترکيه ډېره اغېزمنه شي، ځکه روسيه نيت لري چې په خپلو بازارونو کې د ترکيي خوراکي توکو پلور او پير بند کړي او سيلانيانو ته اجازه ورنه کړي چې ترکيې ته لاړ شي.
په لومړي سر کې کېداى شي ترکيې په دې اقدام سره خپله ملګري امريکا خوشاله کړې وي، خو پايله يې دا شوه چې لوى اقتصادي ملګرى او يو پرفروشه بازار يې له لاسه په وتو دى، په همدې وجه ترکيه مجبوره ده چې له روسيې سره د خپلو اړيکو د ساتلو لپاره د غرور ډېرې پولې ماتې کړي، ځکه ترکيه دوه انتخابه لري، يا په اقتصادي برخه کې د روسيې په څېر يوه اغېزمن ملګري بايلي او يا هم په لوى لاس خپله تېر وتنه به مني او د رسمي بخښنې په غوښتلو به خپله پښېماني ښکاره کوي.  
سپين روان نورزى