د بهرنۍ پانګونې اغېزې


د نصیر کوټوال ژباړه او زیاتونه
لومړۍ برخه
په یو مخ پر ودې هېواد کې د بهرنیو شرکتونو او هېوادونو د پانګونې د پایلو او اغېزو اړوند متفاوت اندونه شتون لري. نوموړي ټول نظرونه په دریو برخو کې په لاندې ډول وېشو او بحث پرې کوو.
لومړی -  د بهرنۍ پانګونې موافق اندونه
په دغه لیدلوري کې بهرنۍ پانګونه د یو مخ پر ودې هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مثبته ارزول کیږي. د نوموړې نظریې پلویان استدلال کوي چې د درېیمې نړۍ د هېوادونو د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ او ننګونه د پانګې او د تولیدي ټکنالوژۍ کمښت دی چې د بهرنۍ پانګونې په راتګ سره د مخ پر ودې هېوادونه دغه نیمګړتیا پوره کیږي. د دې تر څنګ بهرنۍ کمپنۍ له ځانه سره د صنعت او تولید د مدیریت نوې لارې چارې له ځان سره مخ پر ودې هېوادونو ته رالیږدوي او له دې لارې هم د مخ پر ودې هېوادونو د مولدیت کچه لوړیږي. همدارنګه د بهرنیو شرکتونو په راتګ سره د کورنیو تولیدوونکو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ سیالي رامینځته کیږي چې له امله یې کورني شرکتونه کوښښ کوي خپل فعالیتونه چټک کړي او له دې لارې د تولید کچه لوړیږي، د بازار په چارو کې ښه والی رامینځته کیږي او په ټوله کې د یو هېواد د اقتصادي سوکالۍ لامل کیږي.
دویم – د بهرنۍ پانګونې مخالف اندونه
نوموړې نظریه پر بهرنۍ پانګونې د رد په ترڅ کې هغه ناوړه پایلو او ستونزو ته اشاره کوي چې د بهرنۍ پانګونې له امله د درېیمې نړۍ په هېوادونو کې رامنځته کیږي. د نوموړي لیدلوري پلویان ادعا کوي چې د بهرنۍ پانګونې له امله نور هېوادونه د یو وروسته پاتې هېواد اقتصادي منابع په خپله ولکه او کنټرول کې اخلي او هڅه کوي چې یو وروسته پاتې هېواد لا هم له اقتصادي پلوه په خپل ځان پورې منحصر او وتړي. د نوموړې نظریې د پلویانو ځینې اندونه په لاندې ډول دي.
الف – هغه پانګه چې د بهرنیو پانګونو او شرکتونو په وسیله د درېیمې نړۍ یو هېواد ته رالیږدول کیږي د هغه ګټې او پانګې په پرتله ډېره کمه ده کومه چې بیرته له کوربه هېواد څخه نوموړو هېوادونو ته انتقالیږي. نوموړي هېوادونو د خپلې لومړنۍ ډېرې کمې پانګونې په وسیله د بېلابېلو لارو لکه د کوربه هېواد له پورونو او اعتباراتو څخه په ګټه اخیستنې، د شته شرکتونو په مالي برخه کې نوې پانګونې او باالاخره د کوربه هېواد څخه د خالصې ګټې په ویستلو سره لویه ګټه کوي.همدارنګه بهرني څو ملیتیز شرکتونه د بېلابېلو لارو چارو په کار اچولو سره د مالیې له ورکړې څخه تښتي او یا هم د پانګونې د امتیاز په توګه ورته د درېیمې نړۍ د هېوادونو له لوري مالیات بښل کیږي، چې دا چاره زموږ په هېواد کې ډېرو شرکتونو تر سره کړې او د مالیې له وزارت څخه یې د مالیاتي معافیت اسناد تر لاسه کړي دي.
ب – بهرنۍ پانګونې زیاتره هغه چینلونو ته سوق کیږي چې د یو مخ پر ودې هېواد په اقتصادي پرمختګ او سوکالۍ کې چندان ونډه نه لري. د ښکېلاک پر مهال د بهرنیو پانګونو لویه برخه د مستعمره هېوادونو د کانونو د را ایستلو او کرنې په برخه کې یوازې د نوموړو هېوادونو د طبیعي منابعو د استثمار لپاره تر سره کېده. په دا وروستیو کې چې بهرنیو هېوادونو یا څو ملتیزه شرکتونو په مخ پر ودې هیوادونو کې د صنعت په برخه کې هم پانګونه کړې، لامل یې هم دا دی چې نوموړي هېوادونه ممکن موخه بازار یا Target Market ته نږدې وي. له بله اړخه؛ د یو توکي د تولید ټول پړاوونه په یو هېواد کې نه تر سره کیږي بلکې بېلابېلې پرزې یې په بېلابېلو مخ پر ودې هېوادونو کې جوړیږي او بیا یې د یو ځای کولو یا Assembly لپاره خپل او یا هم کوم بل هېواد ته لیږدوي.
ج -  د بهرنیو هېوادونو او څو ملتیزه شرکتونو د پانګونې یو بل ناوړه اغېز په کوربه مخ پر ودې هېواد کې د داخلي صنعت ځپل دي. د بهرنۍ پانګونې د موافقینو د نظر خلاف ډېری وختونه بهرنۍ پانګونه د دې پر ځای چې داخلي شرکتونه د سیالۍ له امله غښتلي کړي د هغوی د له منځه وړلو لامل کیږي، ځکه کورني شرکتونه د تولید د عنعنوي مېتود څخه کار اخلي او په لنډ مهال کې نشي کولای چې هغه پرمختللې ټیکنالوجي را خپله کړي له کومې څخه چې بهرني شرکتونه کار اخلي.
نور بیا...
 
ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.