د فرهنګ بیړۍ  به ډوبه شي!

                               
پرون بهیر ته روان وم،د پامیر سینما مخکې له موټره کوز شوم، د سینما په دیوال مې پر ځړیدلو نیمه بربنډوعکسونو سترګې خښې شوې؛ غټ یې پرې لیکلی و( پښتوفلم) او د سیمنا مخې ته ډیر ځوانان د ټیکټ اخیستولپاره په کتارونو کې انتظار ولاړ وو.
دا فلمونه په اصل کې دپښتنو د عزت د لوټولو لپاره دي، د دښمن لویه پروژه ده،نړیوالو ته د پښتنو سپیڅلی حجرې د شراب خانې، قمارخانې او ډمخانې په توګه معرفي کوي.
او پښتنې سپیڅلی حیاناکې پیغلې یې نڅاګرې، ډمې، بدعمله، فاحشې، نیمه لوڅې انځوروي. پښتانه زلمي ټوپکمار ،قاتلان،عیاش، شرابیان، غله، قماربازان، بدمعاشان او ظالمان نړۍ ته ښايي .
او بیا زموږ ځوانان نه پوهیږی او نه یې په دې سر خلاصیږی،چې دا فلمونه زموږ په ګټه دي که په تاوان په ټولنه کې مثبت تاثير کوي که منفي او بدې پايلې لري. دا فلمونه د ښار په پرتله په کلیو او بانډو کې ډیر لیدونکي لري .
په رښتیا چې دښمن مو ډیر زیرک دی،ځکه دښمن نه غواړي چې افغانان د خپل هیواد تلویزیونونه  وګوری ځکه په کلیو او بانډو کې دښمن تبلیغات کوي چې د تلویزیون لیدل ګناه ده، عجیبه خو دا ده چې د(سی ډي) لیدل نه ګناه بولی نه ثواب.
دلته مې لویه ګیله دې خپلو تلویزیونواو اطلاعاتو کلتور وزارت نه کیږي، که زموږ تلویزیون ښې ګټورې خپرونه لرلی ولې به مو نن داسې حال وای.
اوبله لویه بدمرغي دا ده، چې زموږ ځینې راډیوګانې او تلویزیونه د پردیو د لاس لاندې چلیږي کلتور او فرهنګ مو پایمال وي خو نه تر اوسه چا غږ پورته کړو نه دولت یوه پردی پاله رسنی جريمه او نه یې کومه سینماوتړله.
 
زما په نظر که دې فلمونه او د ځینو راډیوګانو تلویزنونه ژر تر ژره مخه ونه نیولی شي ډیرې بدې پیلې به ولري، او دې  فرهنګ بیړۍ به مو د سترګو پر وړاندې  ډوبه شي...!