ځوانان ولې دهیوادپرېښودوته اړ کیږي؟

 
افغان ولس دخپل اقتصاد دپياوړتيا له کبله بهرنيوهيوادونو ته سفرکوي، ځکه افغانستان د تيرو لسيزو، جنګونواوجګړو له کبله اقتصادي توان له لاسه ورکړي ، ډېري افغانان يې فقر اوبېچارګۍ په ډګر پريښوول، چې دلته په هيوادکې هم دکارکولواود اقتصادي ځواکمنتيا له پاره يي کومه سرچينه نه درلوده،  له دې امله بهرته مهاجر كيدل چې اکثره پاکستان، ايران، عربي متحدو هيوادونو اوډيرکم اروپايي اونوروهېوادونوته  دکارکولولپاره تلل، خو کله چې په افغانستان کې نوي حکومت رامنځته شو،د خلکولپاره د کارکولو، زده کړو او ځينې نورې چارې برابرې شوې. د پاکستان او ايران هيوادونو څخه افغان کډوال دهيواد په لور راکډه شول او په هيوادکې يې دنوروافغانانو په څيرکارونه پيل کړل،خوبد بختانه ويلاي شو،چې د نوي حکومت په يوه لسيزه کې دناامنيواو دکارکولو زمينې سستې او د افغانانو اقتصاد دسترګوپه ليد کمزوري شو، نوله دې امله دوي يوځل بيا په دې فکر اوسوچ کې شول، چې څنګه  د هيواد څخه بهر ولاړشي اودنفقې دپيداکولولپاره هلې ځلې وکړي. کله چې دجرمني حکومت د۸۰۰ زرو افغان کډوالو لپاره اعلان وکړ، چې دوي ته داوسيدو ځاي برابر او په اسانۍ توګه دقبوليت امکانات په لاس کې ورکوي له دې کبله اوسمهال ډيري تنکي ځوانان دجرمني هيواد په لورې تګ ته د ډيرو پيسو په مقابل کې زړونه ښه کوي او ورځي. ځيني خپلوموخوته رسيږي اوځينې بيا په لارو او نوروهيوادونوکې پاتې کېږي اوداسې ويل کيږي، چې ډير کډه شوي افغانان بيا د بحر په اوبو کې لاهو شوي دي. زياتره افغانان ددې ناقانونه تګ پړه پردولت اچوي،ځکه  دوي وايي : چې بايد دولت په هيوادکې دناامنيو مخه ونيسي، خلکوته دکارکولواو دزده کړو زمينه برابره کړي اوکله چې هغه زده کړيالان له تحصيلي موسسو څخه فارغيږي په دولتي ادارو کې ورته دکارکولو موقع برابره کړي. نو ددې سره به بهرنيوهيوادونوته دتگ مخه ونيول شي. که چيرته دغه آسانتياوو ته هيوادوال لاسرسي پيدا نه کړي، نو دوي اړ دي، چې دخپل ژوند پرمخ بيولواوخوندي کولولپاره هيواد پريږدي اوبهرته ستانه شي.  دهيواد رغاونه اوجوړونه دنوې نسل لپاره اړينه ده، چې دوي په خپل هيوادکې وروزل شي، د ملي،افغاني اووطنپالني روحيي سره دهيواد ملي چارې دوي ته ور وسپارل شي اودخپل هيواد په غيږه کې دخلکودچوپړجوګه وګرځي، نه داچې دغه اوسني تنکي ځوانان بهر ته کډه شي اوبيا مونږ دهغوي څخه کومه تمه ولرو، چې دهيواد په آبادۍ لپاره کاروکړي، نو بيا دافغاني ملي کلتور هرڅه ورڅخه هيريږي اوسم دهماغه هيواد په فرهنګ ځان برابره وي اود هغو هيواد والو په څیر چي پخوا بهرنيو هيوادونو ته تللي او هلته اوسيدلي دي دخپل هيوادپروا نه لري، صرف يودافغان نوم باندې وياړي، نور دي خداي وبښي، دهيوادساتلو، جوړولواو اقتصادي پياوړتيا لپاره هيڅ کوم پلان اوپروگرام هم نه لري. نو دمګړۍ هغه نوي اوکوم کسان چې تللي او روان دي هم د دوي په شان پاتې کيږي اوبيا مونږ دچا نه هيله ولرو، چې وطن مو دسوکالۍ لورې ته سوق کړي. دولت بايد په جدي توګه دهيواد دامنيت خونديتوب لپاره، چې په امنيت راوستوکې هرڅه ترسره کيداي شي، لازم تدابير اوځانګړي پلان جوړکړي، بهرته د تللوافغانانومخه ونيسي ، بنسټيز کارونه ورته په لار واچوي له يوي خوابه  د دوي  د اقتصاد په لوړتيا کې مرسته وکړي اوله بل پلوه د وطن په پرمختګ کې ګټور کار شميرل دي.
شیرمحمدامیني ستانکزی