
پند
په تن غټ په څیره ښايسته، په اندام زورور او په قیمتي جامو پټ ځوان د ورځې آخرین ماډل موټر کې سپور په خورا تیزۍ سره روان وه له هرځایه به چې تیريده د موټر دوړو به يې لارويان ورک کړل.
د یو لیونتون مخ ته موټر يې پنچر شو کله چې ټایر يې وربدل کړ د ټایر درې نټونه ترې وغړيدل او بیرته يې ونه موندل، حیران پاتې شو چې څه وکړي د لیونتون يوې کړ کۍ څخه چا ورته غږ وکړ چې ولې حیران ولاړ يې؟؟؟
ځوان خپله ستونزه ورته وويلې، لیوني مشوره ورکړه چې له نورو ټایرو یو یو نټ خلاص کړه او دا ټیر پرې وتړه بیانو ځان مستري ته ورسوه.
ځوان له دې مشورې خورا خوښ شو او پوه شو چې د حل لار همدا ده خو د سړي له هوښيارۍ ډکې مشورې ځوان ځان پورې حیران کړی وه نو په حیرانتیا يې هغه سړی وپوښته چې ته دلته څه کوې؟؟؟
سړي ځواب ورکړ "زه خو لیونی یم خو احمق نه یم"