
په افغانستان کې ډېر داسې نوم ورکي خلک شته چې د خپل ویده ولس د ویښتیا لپاره یې هڅې کړې دي، خو تر اوسه نه کوم ښوونځی، نه کوم سرک او نه هم کوم بل ښه ځای یې په نوم شوی.
که د جنګسالارانو پر ځای دغه خیرمن خلک یاد شوي وای او د خلکو پر ذهنونو ناست وای، اوس به ډېرو ځوانانو له هغو څخه په الهام د خیر کارونو ته مټې نغښتې وای. دا واقیعت دی، چې موږ خپل ډېر رښتیني خدمتګاران له یاده ویستي او پر ځای مو جنګسالاران اتلان کړي دي.
په هغو نوم ورکو کسانو کې چې موږ هېر کړي، یو هم مامور صاحب الدین ډاډوال دی چې شاوخوا اتیا کاله مخکې یې په لومړي ځل په خوست کې ښوونځی جوړ کړ.
هغه وخت چې جهل زموږ د ولس پر ذهنونو حکومت کاوه، له ښوونځي یې کرکه کوله او هغه یې د کفر ځاله بلله، د یوه ښوونځي جوړول او بیا د ډېر وخت لپاره په کې درس ورکول ستر کار دی.
هغه وخت خلک په دې عقیده و، چې که خپل ماشوم ښوونځي ته ولېږي، عقیده یې خرابیږي او بې لارې کېږي. په همدغسې وخت کې مامور صاحب الدین ډاډوال را پاڅېد، د کلي د یوې ونې لاندې یې زده کوونکو ته درس پیل کړ، چې وروسته یې بیا له حکومت څخه په ۱۳۱۴ هجري شمسي کال د یوه ابتدایه ښوونځي امر هم واخیست. دغه ښوونځی اوس د څړبن عالي لیسې په نوم یادېږي.
تر دې دمه د مامور صاحب الدین په هڅو له جوړ شوي ښوونځي څخه په زرګونو کسان فارغ شوي او په زرګونو زده کوونکي په کې زده کړې کوي.
هغه وخت ډېرو خلکو د مامور صاحب الدین له دې کار سره مخالفت وکړ، خو نوموړی په شا نه شو او د ډېرو مخالفتونو باوجود یې خپل ښوونځی بند نه کړ.
اوس که څوک په خپله سیمه کې یو ښوونځی جوړوي، ښه خبره ده، خو په هغه وخت کې د ښوونځي جوړول بیخي ستر کار و، چې داسې خلک باید اتلان وبولو نو په دې اساس مامور صاحب الدین ډاډوال په رښتیا یو اتل دی چې خیر یې تر اوسه خلکو ته رسېږي.