
د اکتوبر دوهمه نيټه چې د عدم تشدد نړيوالې ورځې سره برابره وه، د ځينې ملګرو سره ننګرهار ته د انسانیت ستر سفير فخرې افغان پاچا خان(رح) مزار ته تللي وم.
څو ورځې وروسته يو ملګري راته د ګيلې په شان وويل چې جلال اباد ته تللى وې،خو زموږ سره د هغې ... ولايت کلنۍ مشاعرې ته نه لاړې.
ملګری ته مې وويل چې سمه ده زه به لږه ډيره شاعري کوم خودا په دې مانا نه ده، چې زه دې هر ځای کې شعر ووایم او یا دې، هرې مشاعرې ته د شعر اوریدلو لپاره ځان ورسوم .
ماته له هر څه وخت مهم دى زه نه غواړم چې خپل وخت په داسې مشاعره کې مصرف کړم چې سبا پرې پېښمانه وم.
موږ باید خپل وخت په داسې څه ضایع کړو چې موږ ته په رښتيا ارزښت ولري زه که د اکتوبر په دوهمه ننګرهار ته د بابا مزار ته لاړم او خپل وخت مې ور ضايع کړو ماته يې ډير منعوي ارزښت درلود.
داسې هم نه ده چې شعر اوريدل او يا ليکل ماته ارزښت نه لري خو بايد په يوه خبره ځانونه پوه کړو موږ بايد په هغه څه خپل قېمتي وخت ضایع کړو چې موږ ته په رښتيا ارزښت ولري.
هو ماته د ښه شعر اوريدل ډير ارزښت لري او ډير خوند هم ترې اخلم زه ځکه هغه مشاعرې ته نه تللم چې هلته شعر نه ويل کيدو د شعر په چوکاټ کې يې جنګ ته لمن واهله ماته چې کوم شعر ارزښت لرى هغه کې بايد خلک ژوند او محبت ته هڅول شوي وي.
لکه د اکرام الله ګران بابا دا بيتونه
هغه دهقان يم که دلوږ مر مه
بېغر له مينې مې بل کر نه لګي
څوک مې چې وژني لاس يې هم نه نسم
زما په يو حالات کې شر نه لګي
خو که مطيغ الله تراب درته په دريځ ولاړ وي او ته خپل با ارزښت وخت ور مصرف کړى وي او داسې شعرونه درته وايي.
ګريوان مې پريږده که په ځان دې خپل ګريوان لوريږي
. دومره مې وواهه چې څومره دې په ځان لوريږي
نو بايد په داسې چټیاتو خپل قیمتي وخت مصرف نه کړو موږ بايد په هغه څه خپل وختونه ضايع کړو چې لږ تر لږه سبا ته په خپل تير شوي وخت پيښمانه نشوو او بيا په خپل تير شوي وخت پسې لاسونه ونه سولوو....!