
د پوهنې وزارت د تدريسي مرستيال په توګه ډاکتر ابراهيم شينواری وټاکل شو.
ډاکتر محمد ابراهیم شینواری په ۱۳۴۸ لمریز کې د کونړ په شیګل ولسوالۍ دشینکوړک په کلي کې زیږیدلی دی.لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې په کونړ، جلال اباد او کابل کې سرته رسولي دي، وروسته دکابل پوهنتون له طب پوهنځي فارغ شوی دی .د روغتیا په اداره کې یې ماستري او دنفوسو او انکشاف په برخه کې له یوه نړیوال پوهنتون څخه د پيژندنې سند اخستی دی.
له ۱۹۹۷ز راهسې دعامې روغتیا په برخه کې په بېلابېلو دولتي او نړیوالو نادولتي ادارو کې کار کړې دی.دخپل طبي مسلک سربېره له ټولنیزو، فرهنګي موضوعاتو سره لېوالتیا لري.
همدا راز ابراهیم شینواري په ۱۳۷۰ ز کې دښه ځوان لیکوال جایزه دافغانستان دلیکوالو ټولنې څخه تر لاسه کړې ده، په ۱۳۸۹ لمریز کې د فرهنګیانو لخوا د ښه فرهنګي فعال په توګه دسرو زرو مډال تر لاسه کړ یدی. پردې سربېره یې د تغذیې دښه ناظم مډال تر لاسه کړی دی.
د يادونې ده، چې نوموړی يو پياوړی لیکوال دی او په روهي ويبپاڼه کې يې ډير علمي او ټولنيزې ليکنې لوستئ شئ.د روهي ويبپاڼې اداره هم د نوموړي پر ټاکل کيدو خوښي څرګندوي، په دنده کې د برياليتوب تر څنګ ورته د زړه له کومي مبارکي وايي.
تر اوسه یې لاندې کتابونه چاپ شوي دي
- د داخله ناروغیواساسات( لیکنه)
- د لومړنیو روغتیايي څارنو اساسات (لیکنه- له ډاکتر محمد توفیق مشال سره په ګډه )
- د ژوند روغتیايي لارې ( پښتو)
- روش های صحي زندګی( دري)
- د ژوند لار ( ژباړه )
- د دوستۍ لار ( ژباړه)
-د ټولنیزو- فرهنګي مسایلو په اړه لیکنې او څیړنې.
ډاکتر شینواری د پښتو او دري سربېره روانه انګلیسي خبرې کولای شي.