
د طالبانو وروستي کالونه و پلار مې په خوست بازار کې دواخانه لرله هر سهار به بازار ته تللو ما به کله کله زاری ورته وکړې چې خیر دی لالا ما هم در سره بوځه.
هغه وخت مې په بازار کې دوه ځایونه ډیر خوښیدل یو هغه د پروژې پله ته نه رسیده ودانۍ وه چې هغه وخت ډیره ښکلی وه اوس هم شته خو تر ټولو بدرنګه پاتې ده.
اوبله مې هغه کوټه ډیره خوښیدله چې د مجاهد څلورلارې تر څنګ وه راکټ او یړکۍ یې پر رسم و.
طالبان چې له خوست ولاړل همدې حکومت هغه راکټ او زیړکۍ (پي که) په سپین رنګ پاک کړل هغه وخت مې سخت زړه پرې بد وو .
اوس هر وخت له ځان سره وایم چې ولې مې هغه وخت داسې وژونکي شیان خوښیدل؟.ولې مې هغه راکټ خوښیدو چې په افغانستان کې یې یوازې په لکونو خلک وژلي دي؟
ولې مې هغه( پي که )خوښیده چې یوازې یې په افغانستان کې لکونو پیغلې کونډې کړې؟
دا خبره نن په یوه زلمي پورې را په زړه شوه څنګ ته یې ټوپک اچولی عکس یې فسبوک ته پورته کړی و.
بې له شکه زموږ خلک له ټوپک سره خواره ډیره مینه لري ما داسې خلک لیدلي دي چې د ټوپک په خوله کې ګل کیدي دا په دې مانا چې له ټوپک سره له هر څه زیات مینه لرم موږ هغه چاته ګل ور کوو چې مینه ور سره ولرو یا د هغه چا په زلفو کې ګل کیدو چې ډیرپه موږ ګران وي.
زموږ پټانان د درې لسیزې جنګ او جکړې هم پوه نه کړل خو داسې هم نه ده چې افغانستان ته د ټوپک را تللو سره سم افغانان د یوبل په وژنه پیل وکړو له د نه مخکې هم افغانان په خپل منځ کې د یو بل سرونه په تیرو تورو پرې کړي دي.
ځکه مو د تاریخ له هر ټکي نه سرې وینې څاڅي تر اوسه چې په نړۍ کې هر رقم وسله جوړه شوي او زموږ وس ورته رسیدلی دی د خپل ورور وژلو لپاره مو پیسې پرې ور کړي هغه مو رانیولي ده.
جالبه خو دا ده چې هر کله موږ څوک په وسله ووژنو نو د مقابل لوري خلک قتل ته ښیراوي هم نه کوي پړه يې بیا هم په تور ټوپک اړوي
لکه:
توره ټوپکه خدای دې مات کړه
دا ګلالي په ټټر تا جوړو دا غونه