
کابو یو نیم کال وړاندې تر کړکېچنو ټاکنو وروسته د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ د یوه تفاهم لیک پر بنسټ د ملي یووالي حکومت را منځته شو. که څه هم له یوې خوا نومړی حکومت د خلکو له غوښتنو سره په ټکر کې رامنځته شو، خو له بلې خوا یې د ولس ملاتړ له لاسه ورکړ او ولس ورځ تر بلې پر حکومت بې باوره کېدو چې دا لړۍ لا هم دوام لري.
اوس پوښتنه دا ده چې افغان ولس ولې ولس پر حکومت بې باوره شو او ولې حکومت په دې ونه توانید څو د ولس باور او ملاتړ له ځان سره وساتي؟؟
دا چې ولې حکومت د ولس ملاتړ او باور له لاسه ورکړ، غواړم په لنډو کې یې داسې بیان کړم:
لومړی دا چې دواړو رهبرانو په ټاکنیز نظام کې له ولس سره بېلابېلې ژمنې وکړې چې د دوی دې ژمنو ولس له خوبه را ویښ او خلک یې د یوې ښې راتلوونکي په تمه کړل. په ټاکنیز نظام کې دوی له خلکو سره زیاتې ژمنې وکړې. مثلا دوی وېل چې موږ به په هېواد کې امنیت خوندي کوو، سوله به راځي، عدالت به راځی، د خلکو ژوند به سمیږي، اقتصاد به پیاوړی کیږي، ځوانانو ته به د کارکولو زمینه برابریږي، کار به اهل کار ته سپارل کیږي او داسې نور....
خو کله چې دوی واک ته ورسېدل، نو دې ټولو ژمنو سرچپه بڼه غوره کړه. امنیت تر پخوا دری برابره خراب شوی، د سولې نندارې یې ټول ولس ولیدي چې له پاکستان سره یې څه ډول تګلاره غوره کړې وه، عدالت داسې تامین شو چې یو ځل غل ونیول شي بیا بېرته د حقوقي سلاکار او ځانګړي نماینده له لوري خوشي کیږي، بیا له سره بل قراردار ورسره لاسلیک کیږي، د خلکو ژوند تر پخوا لس برابره خراب شو، اقتصاد؛ هغه ژمنه چې ولس ورته زیاته تمه درلوده ولې متاسفانه چې پانګوال له هېواده وتښتېدل، پانګونې له سقوط سره مخ شوې افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې لس سلنه ارزښت له لاسه ورکړ، د خوراکي توکو بیه تر پخوا لوړه شوه، ځوانانو ته د دې پر ځای چې د کار کولو زمینه برابره شي بلکې په کار شوي ځوانان له دندو ګوښه شول او بلاخره دې ته اړ شول چې د اروپایي هېوادو پر لور کش وکړي، کار یې اهل کار ته سپارلو، په داسې حال کې چې داسې ونه شول، د کار خلک له دندو وشړل شول او پر ځای یې بې سواده کسان په دندو وګمارل شول....
دویمه لویه تېروتنه د دوی دواړو دا وه چې دوی ځانته ډېر نیږدې کسان له لاسه ورکړل. د بېلګې په ډول: هغه کسان چې له دوی سره په ټاکنیز کمپاین کې اوږه په اوږه ولاړ وو، له دوی څخه لاس په سر شول، ځکه کومې غوښتنې چې هغوی درلودې او یا هم د کومو څوکیو ژمنې چې ورسره شوې وې، عملي نه شوې چې بلاخره هغه کسان بېرته د دوی په خلاف را پورته او د دوی تخریب یې پیل کړ.
اوس دا چې حکومت ته څه په کار دي څو وکولی شي بېرته د خلکو اعتماد تر لاسه کړي لاندې کوټلي ګامونه دې اوچت کړي:
ــ د ولس لومړنۍ غوښتنه امنیت دی، حکومت دې د امنیت په ټینګښت کې کوټلي ګامونه اوچت کړي.
ــ دویمه مسئله د بې کارۍ مسئله ده، حکومت دې هڅه وکړي څو وکولی شي ځوانانو ته د کار کولو هر اړخیزه زمینه برابره کړي.
ــ درېیمه مسئله د ولس غوښتنې منل دي، که حکومت غواړي ځان ولس ته نیږدې کړي باید د ولس مشروع غوښتنې ومنل او د دوی ستونزو ته رسیده ګي وشي.
ــ څلورمه مسئله د فقر مسئله ده، افغان ولس تل د فقر قرباني دی، حکومت دې هڅه وکړي څو د وزیرانو، ریئسانو، والیانو او نورو دولتي چارواکو میاشتني معاشونه کم او پر ځای یې له هغو بې وزلو سره مرسته وشي چې په خېمو کې ژوند کوي.
ــ پنځمه مسئله کار اهل کار ته سپارل دي، حکومت دې هغه بې سواده او چورواکي چې په فساد او غلا ښکېل دي له دندو ګوښه او پر ځای یې دې نور وړ کسان وټاکي.
ــ حکومت ته په کار ده څو د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د اساسي قانون ساتنه وکړي او هېچا ته د قانون ماتولو اجازه ورنه کړي.
ــ حکومت دې په خپل بهرني ساست کې بدلون راولي، دوست او دښمن دې وپېژني له دوست سره دې دوستي او له دښمن سره دې اړیکې پرې کړي.
ــ حکومت دې په دې هڅه کې شي څو افغان ځواکونو ته د تجهیز زمینه برابره کړي، ځکه راتلونکی کال به یو خطرناک کال وي.
ــ رهبران دې په خپلو کې د څوکیو پر سر یو له بل سره چنې نه وهي، کار دې اهل کار ته وسپاري او پاتې وخت دې د هېواد ملي ګټو ته ځانګړی کړي.
که چېرې حکومت د دې نیمایي هم عملي کړي لرې نه ده، کوم واټن چې د دوی او ولس تر منځ، رامنځته شوی له منځه لاړ شي. که چېرې دې ټکو ته پاملرنه ونه کړي دا به هم لرې نه وي چې راتلوونکی کال به د ملي وحدت حکومت سر په پښو شي.
په پوره درنښت....