د کورنیو محصولاتو کارونه، ملي دنده

 
د کورنیو تولیداتو کارونه لومړی  او تر ټولو اسانه ګام دی چې د اقتصادي خودکفایۍ لپاره پورته کېدای شي. ولسمشر اشرف غني هم په خپلو ویناوو کې  دې مهمې موضوع ته اشاره کړې او ټينکار یې کړى دى چې خپلې ورځنۍ اړتیاوې باید له کورنیو تولیداتو پوره کړو.
افغانستان چې تر اوسه یې د کرنې بڼه سنتي ده کرنیز تولیدات یې د کیفیت او خوند له اړخه کمساري دي؛ خو له دې سره سره لا هم یو شمېر کرنیز توکي له بهره ورادوي چې د ولسمشر غني د معلوماتو له مخې په کال کې د کرنیزو توکو د وارداتو ارزښت څلور میلیارده ډالرو ته رسېږي.
څلور میلیارده ډالره د افغانستان لپاره چې د سړي سر کلنۍ عاید په کې تر شپږو سوو ډالرو نه اوړي ډېرې پیسې دي. دا سمه چې افغانستان لا هم د صنعتي هېواد نه دی او په دې برخه کې موږ د بهرنیو توکو وارداتو ته اړتیا لرو، خو د کرنیزو توکو په برخه کې واردات بیا له افغان اقتصاد سره جفا ده.
که هر افغان د کرنیزو توکو اړوندې خپلې اړتیاوې له کورنیو محصولاتو پوره کړي، په ورو ورو به بهرنیو کرنیزو توکو ته رقابت ګران شي او په دې ډول به لږ تر لږه له دې اړخه د خودکفایۍ پر لور ولاړ شو.
له کورنیو کرنیزو محصولاتو کار اخیستنه که له یوه لوري افغانانو ته د کار د زمینې د برابرولو او د بزګرو د ګټې لامل کېږي، له بل لوري بزګرو ته فرصت برابروي چې خپل محصولات نور هم معیاري او تر دې حده ورسوي چې بهر ته یې صادر کړي.
په نوره نړۍ کې هم د هر هېواد  خلک زیار باسي، چې خپل اقتصاد تقویه کړي او له خپلو هېوادونیو محصولاتو استفاده کوي. موږ ته یې لنډ مثالونه زموږ دوه ګاونډي هیوادونه ایران او پاکستان دي چې دواړه نږدې اقتصادي خودکفایۍ ته رسېدلي دي. دغه هېوادونه سره له دې چی خلک یی د خپل هېواد جوړ شوي توکی او محصولات کاروي دولتونه یی هم زیار باسي چې د بهرنیو توکو او محصولاتو د واردولو مخه ونیسي څو د هېواد اقتصاد یې تقویه شي.
یو څه چی دولت ته راجع کیږي هغه د ملي اقتصاد او کورنیو محصولاتو وده ده چې پام باید ورته وشي او له کیفي پلوه له بهرنیو محصولاتو څخه په لوړه کچه تولید شي. دغه راز دولت دنده لري چی د هغو توکو د واردولو مخه هم ونیسي چې په افغانستان کې موندل کیږي. د بیلګې په ډول تازه مېوه لکه مڼې، ناک، شفتالو او نور دغه راز لبنیات لکه پنیر، مستې ، شيدې او کوچ  زموږ په هیواد کي هم په ښه کیفیت او پراخه کچه موندل کیږي خو یو شمېر سوداګر بیا همدغه توکي هم له بهره لکه له چین، پاکستان او ایران  څخه واردوي چې مخه یې باید ونیول شي.
دغه راز په نور و برخو لکه په صنعتي برخو کي هم کورنیو تولیداتو ته پاملرنه وشي او خلک وهڅول شي چې د خپل هېواد جوړ شوي توکی وپیري. داسې هم نه ده چې زموږ هېواد په دې برخه کې څه نشي کولاي ،همدا اوس  د بېلګې په ډول زموږ په هېواد کې په ډېر ښه کیفیت  بوټونه ټولیدېږي چې هم په موډ او هم په کلکوالي کې تر ډېرو بهرنیو هغو ډېر ښه دي.  دغه راز غوړي ، ساختماني ډبرې، پلاستیکي توکي، خوراکي توکي، د پخلي وسایل لکه د بخاردیګونه او المونیمي دیګونه او نورلوښي.  بېلابېل مشروبات، فرنیچر او نور د لرګیو څخه جوړ شوي توکي لکه المارۍ مېزونه، د آشپزخانې وسایل، اوسپنیز توکي  ... او ګڼ نور کورني تولیدات هغه څه دي چې موږ یې د هېوادني مسؤلیت په توګه پېرلی شو او په دې توګه د خپل هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې برخه اخیستلی شو.
تر دې دمه لاهم زموږ د اقتصاد ډېره برخې پر بهرنیو مرسته ولاړ ده  او کارېدونکي توکي هم له بهره واردوو، خو نور باید له دې مرحلې نه د وتو لاره غوره کړو او د خپلو کورنیو محصولاتو او تولیداتو په زیاتولو او کارولو سره پر ځان د متکي اقتصاد پړاو ته لاره لنډه کړو.
د هېواد چارواکي په خپلو څرګندونو کې وایي چې افغانستان کولای شي تر څو نورو کلونو پورې پر ځان متکي اقتصاد ولري چې ډېر ښه خبر دي خو یوازې په( ګوړه ګوړه ویلو خو له نه خوږیږي) باید عملاً هم  اړوندې برخې یو څه ترسره کړي او  په ریښتني توګه د خلکو اعتماد تر لاسه کړي.
په هېواد کې غټې ستونزې چې موږ د پرمختګ لور ته نه پریږدي هغه ناامنۍ،  سیاسي بې ثباتي او په دولتي اړخ کې پراخ اداري فساد دی.
یو څه چې دولتي څانګې یې باید په پام کې ونیسي هغه خپله د دولت پېرودنې دي چې باید له کورني بازار نه ترسره شي، په تېره بیا په امنیتی او پوځي برخه کې موږ ډېره لوړه بودجه کاروو، لازمه ده چې دغه برخې هم خپلې اړتیاوې تر ډېره بریده له کورني بازار څخه پوره کړي. که  زموږ د کورنیو تولیداتو کیفیت لوړ هم نه وي، خو د هڅونې لپاره لازمه ده چې موږ خپل کورني تولیدات وکاروو او ګټه ترې واخلو. نور هېوادونه د خپلو صادراتو او جنسونو د پلورلو لپاره اوږد مهاله او لنډمهاله پلانونه لري. هغوی سیمه مطالعه کوي او د خپلو توکو د صادرولو لپاره منظم تجویز ورته نیسي، چې یوه بېلګه یې چین دی. دغه هېواد پرله پسې مطالعه کوي او په سیمه او نړۍ کې د اړتیاوړ توکي په ارزانه بیه تولیدوي، چې خلک هغه وپیروي او په دې توګه خپل اقتصاد پیاوړی کړي. په زړه پورې دا ده چې د چین په نفوسو کې د مسلمانانو شمېر په ډیره کوچنۍ سلنه کې راځي خو خپله دغه د مسلمانانو د استعمال وړ توکي لکه خولۍ، جامې، جای نمازونه، قبله ښوونکي او نور په دغه هېواد کې تولیدیږي او بیا اسلامي هېوادونو ته لېږدول کیږي .
د کورنیو توکو کارونې ته د خلکو د هڅونې یوه لاره په بهرنیو محصولاتو د لوړوې مالیې تعینول دي چې له نیکه مرغه په دې وروستیو کې همداسې آوازه ده چې دغه کار به ترسره شي خو باید هغه توکو باندې لوړه مالیه تعیین شي چې خپله په هیواد کې دننه تولیدیږي او نور توکی چې موږ یې ورته بدیل نه لرو باید مالیه پرې لوړه نشی، چې زموږ بېوزله خلک له اقتصادي ستونزو سره مخامخ نه شی، خو که په هغو توکو چې په کور دننه یې موږ تولیدولای شو مالیه لوړیږی ښه کار دی او په دې سره خلک او اړوندې برخې دې ته هڅیږي چې کورني توکي وکاروي. په هرصورت خپله هیوادوال هم باید د یوې ملي غوښتنې او غریزې په توګه هغه محصولات چې په کور دننه یی موږ جوړولای شو باید وکاروي، سره له دې که کیفیت یې ټیټ هم وي خو باید دا کار ترسره کړو. په دې هیله چې یو وخت مو خپل هیواد پر ځان بسیا شي او داسې توکي موجود نه وي چې موږ یې له بهره وارد کړو.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.