هلمند :د(نن) مجله چاپ شوه

په ډېري خوښۍ سره خبر دركوو چې دهلمند ولايت څخه دلومړي ځل لپاره د(نن) په نامه نا پېيلې ، ښوونيزه ،كلتوري اومالوماتي  مهالنۍ مجله چاپ شوه او په نژدې راتلونكې كې به دمينه والو لاسونو ته ورسېږي. نوموړې مجله چې دځوانو پوهيالانو له خوا پرمخ بېول كېږي تر ډېره بريده پورې غواړي چې ننني مسايل او پرمختللي مالومات لكه (كمپيوټر ،ګرځنده ټيليفون او نور) دټولو اغلو پښتنو لپاره په ځانګړي ډول وځوانانو ته برابر كړي .
د (نن) مجلې كارمندان ترخپلي وسي پوري هڅه كوي ترڅو  د (نــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــن) مجله ښايسته ، په زړه پوري او ښكلې كړي ولې په دې برخه كې دټولو ځوانانوڅخه دا غوښتنه ده چې دا مجله ستاسو دهاو خپلې نېكي مفكوري، تازه مالومات اوسالمي ګوتنيوني ددې  مجلې سره شريكي كړئ ترڅو دامجله  لاښكلې شي.
مننه