
هغه وخت چې د جهل تیارو زموږ پر ولس حکومت کاوه، د ګوتو په شمېر یو څو داسې کسان پيدا شول، چې له دې تیارو څخه یې د ولس د ژغورلو هڅه وکړه، په دوی کې یو هم مامور صاحب الدین ډاډوال و، چې په لومړي ځل یې په خوست کې ښوونځی پرانیست.
الحاج مامور صاحب الدین ډاډوال د مولوي عمادالدین زوی په ۱۲۷۳ هـجري شمسي کال د خوست ولايت د اسماعیل خیل او مندوزیو ولسوالۍ د ډاډوالو د قوم د ملایانو په یوه روحاني کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. نوموړي خپلې دیني زده کړې له خپل پلار او ځینې نورو دیني عالمانو څخه وکړې.
مامور صاحب الدین لومړی واده په ۱۲۹۳ کال کې وکړ او دویم واده یې شل کاله وروسته د غازی ببرک خان له لور سره وکړ، چې له دواړو مېرمنو څخه یې پنځه لوڼې او درې زامن لرل.
نوموړى هغه څوک و، چې په خوست کې یې لومړنی ښوونځی جوړ کړ. ده په خپل کلي کې د یوې ونې لاندې یو ټولګی جوړ کړی و، چې هغه وخت په ټول خوست کې د ښوونځي نوم هم نه و. د سیمې ډېرو خلکو ورسره مخالفت وکړ، خو دی چې د کلک عزم خاوند و، خپل جد او جهد ته یې دوام ورکړ. هغه ښوونځی بند نه کړ او د خوست له مختلفو سیمو (اسماعیل خیلو، مندوزیو، تڼیو، ځدارڼو ...) څخه یې زده کوونکي خپل ښوونځي ته را وبلل. مامور صاحب الدین د هغه وخت سره سم ښوونځي ته ودانۍ ورغوله.
په پایله کې د مامور صاحب الدین هڅو رنګ راوړ او په ۱۳۱۴ کال کې یې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز څخه د څړبڼ په نامه د ابتدايه ښوونځی امر واخیست، چې اوس د څړبن د عالي لیسې په نوم یادیږي.
په یاد ښوونځي کې ډېرو نامتو شخیصتونو زده کړې کړي دي، چې د بېلګې په توګه اکاډميسین محمد صدیق روهي، سترجنرال شیرمحمد کریمي، میرزاعالم حمیدي، سیدعلي شاه فولاد، ډاکترعبدالکریم زرغون، او د داسې نورو نومونه یادولای شو.
مامور صاحب الدین ډاډوال د غازي ببرک خان ځدراڼ په مشرۍ د ټل محاذ مربوط د سپین وام په جبهه کې د انګریزي استعمار پر ضد د افغانستان د استقلال بیرته ګټلو لپاره د خپل ورور حاجې عبدالمالک او د نورو مجاهدینو سره په ۱۹۱۹کال کې د انګریزانو په تاڼو حملې پیل کړې، چې په پایله کې دوی او د افغانستان ټول مجاهدین په دې بریالي شو، چې خپل ګران وطن له انګریزي ښکیلاک څخه خلاص کړي.
مامور صاحب الدین په ۱۳۶۲ هـ ش کال کې له خپلې سیمې شمالي وزیرستان ته لاړ او د همدې کال د سنبلې میاشتې په ۲۵ نیټه یې د میرانشاه په ملکي روغتون کې له دې فانې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
د نوموړي جنازه د شمالي وزیرستان د میرانشاه بازار د شاکرین په لویه هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.
روح یې ښاد او یاد یې تلپاتی!
لیکوال: ابراهیم ایمان