
عامه خبره خو دا کیږي چې د انفلاسیون د رامنځته کېدو لوی لامل د پیسو د عرضې او مقدار زیاتوالی دی. په دې معنا کله چې د اجناسو او چوپړتیاوو پر وړاندې د پیسو اندازه زیاته شي، نو د توکو او چوپړتیاوو قیمتونه ورسره لوړیږي، خو په دې لیکنه کې د پیسو د عرضې او انفلاسیون اړیکه او ځینې هغه موارد تر څېړنې لاندې نیسو چې په کې د پیسو د عرضې زیاتوالی د انفلاسیون لامل نه کیږي.
لومړی د یو هېواد حقیقي محصول Real Output په پام کې نیسو، فرض کړئ چې د پیسو ټولیزه عرضه پنځه سلنه زیاتیږي، طبعاً دا چاره د ټولیزې تقاضا د زیاتوالي لامل کیږي یعنې ټولیزه تقاضا هم څلور سلنه زیاتیږي، دغه مهال که چېرې د یو هېواد تولیدي ظرفیت ثابت پاتې شي، نو د تولید په کچه کې کوم زیاتوالی نه راځي، ځکه خو دلته د پیسو د عرضې د زیاتوالي پایله د انفلاسیون پرته بل څه نه ده. خو که چېرې د پیسو د عرضې د زیاتوالي سره تولید هم په متناسب ډول زیات شي نو په دې صورت کې د انفلاسیون شونتیا نه وي او یوازې د یو هېواد حقیقي تولید زیاتوالی کوي او د پیسو اضافه عرضه په دې برخه کې جذبیږي.
د دې لپاره چې د قیمتونو کچه ثابته وساتل شي، نو حقیقي تولید باید د پیسو د عرضې سره په متناسب ډول زیات شي، خو که د تولید کچه د پیسو د عرضې سره په انډول کې نه وي نو د پیسو پړسوب یا انفلاسیون حتمي دی.
د پیسو د عرضې دقیقه اندازه معلومول ستونزمن کار دی، که په جریان کې نه وي پیسې عرضه شي خو د وګړو د پیسو ساتلو بڼه تغیر وکړي نو دا چاره هم د انفلاسیون په رامنځته کېدو کې رول لري، د بېلګې په ډول که جریان ته نوې عرضه شوې پیسې د وګړو له لوري راټولې او پس انداز شي نو په داسې حالت کې انفلاسیون نه رامنځته کیږي، خو که چېرې نوموړې پیسې جریان ته لاره پیدا کړي نو پایله به یې د پیسو پړسوب وي.
د پیسو د مقداري تیورۍ معادله وایي چې د پیسو زیاتوالی د قیمتونو د زیاتوالي لامل کیږي، دغه معاله په لاندې ډول ده:
MV = PY
په پورتنۍ رابطه کې M د پیسو عرضه، V د پیسو د دوران چټکتیا، P د قیمتونو کچه او Y د یو هېواد ټولیز محصول دی. په دغه رابطه کې د پیسو دوران او د محصول کچه ثابته نیول شوي، دا په داسې حال کې چې ممکن د پیسو د زیاتوالي سره لکه مخکې مو چې وویل د محصول کچه زیاته شي او یا هم د پیسو دوران یا له یو لاس څخه بل لاس ته د پیسو تګ زیات شي کوم چې د انفلاسیون په مخنیوي کې مرسته کولای شي.
د مشهور اقتصاد پوه کینز په اند، د اقتصادي ځوړتیا پر مهال په اقتصادي جریان کې یو په کار نه وړل شوی ظرفیت شتون لري، ځکه خو د پیسو اضافي عرضه د همدغه ظرفیت څخه د کار اخیستلو سره مرسته کوي او په دې برخه کې د هغه اقتصادي سرچینې په کار اچوي چې لا تر اوسه استخدام شوي نه وي. د کینز په اند دا چاره د دې لامل ده چې د اقتصادي ځوړتیا پر مهال د پیسو اضافه عرضه د انفلاسیون لامل نه شي. خو د اقتصادي رکود یا ځوړتیا حالت یو استثنایي حالت دی چې ممکن د اضافه پیسو عرضه پکې د انفلاسیون ستونزه رامینځته نه کړي. له اقتصادي ځوړتیا پرته هم ځینې داسې حالتونه رامینځته کېدای شي چې د اضافه پیسو عرضه په کې اړینه وي، په دغسې حالاتو کې به د پورتنیو لاملونو له تحقق پرته د پیسو عرضه د انفلاسیوني حالت د رامینځته کیدلو سبب شي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.