
ولټر:
د کتاب پاڼې د هغو وزرونو په څير دي چې زمونږ روح د نور او رڼا نړۍ ته اوچتوي.
ویکتور هوګو
هر هغه څوک چې کتاب او یا کتاب پورې تړلي ملګرو ته لاسرسی ولري نو تر ټولو نیکمرغه دی.
ډيکارټ:
له کتاب پرته خونه د بي روح وجود په څير ده.
منټسکیو:
هيڅ کله نشو کولای د تیر عمر یوه شیبه هم بیرته راوګرځوو خو د یو يا څو ټوکه کتابونو پيرلو او لوستلو سره کولای شو د تيرو زمانو د پوهانو تجربې خپلې کړو.
پټراک:
يو شمير يو رنګه او دایمي ملګري لرم چې خپل شپه او ورځ ورسره تیروم او هيڅ کله ورڅخه نه ستړی کيږم، دا ملګري زما کتابونه دي.
ابراهم لینکن:
له حکومت پرته ژوند کیدلای شي خو له کتاب او مطبوعاتو پرته هيڅکله.
اسمایلز:
کتاب روحاني او تلپاتې نړۍ ده چې په هغې کې مونږ د لوستونکي په توګه ريښتينې نيکمرغۍ ته رسیږو.
جرج برنارد شاو:
یو زده کونکی باید ښه او له محتوا ډک کتابونه مطالعه کړي خو يو ليکوال باید آن بی محتوان او ګنګ کتابونه هم مطالعه کړي. زه خپله د يو ليکوال په توګه تر ټولو ناکاره او بی محتوا کتابونه هم مطالعه کوم، سره له دې چې پوهيږم قیمتي دانې بايد په خزانه کې ولټوم خو ځينې وخت بيا په کنډوالو کې هم داسې ګنج پيدا کيږي چې د انسان ژوند بدلوي.