وایی یوه ورځ شمعې پلتې ته وویل: له تا ویره لرم، ته زما وژونکی یې؛ ته هغه څه یې چې زما ژوند ته اور اچوې، ته زما د ورکې لامل کېږې او ... په همدې ډول یې دوام ورکړ؛ پلتې وخندل او ويې ویل، له مانه مه وېرېږه زه تا نه وژنم که زما له اور نه یو بڅرکی هم واخلې، لږ به وسوزې ته له هغې پلتې (تار) وډاره شه چې ستا په وجود کې ده؛ هغه تا تر پایه سوزوي .
که چېرې هغه نه وی، زما اور به هیڅکله هم ته له مینځه نه وې وړې .
په دې ټولو ښه پوهېږم که چېرته هغه تار دشمع په میځ کې هغه وای هیڅکله به هم پلتې شمع تر اخره نه وه سوزولې. پلته خو هسې په تیزی سره ولګي اوبیرته مړه شي اوچندانې اغېز په شمع باندې نه لري.
هغه څه چې دانسانانو د ورکې اوبېلوالي لامل ګرځي؛ منفي فکرونه دي چې موږ په خپلو زړونو، ځان، روح اومغزو کې ځای ورکړی؛ کنه بهرني عوامل زموږ پر وړاندې دومره قدرت نلري.
د بېلګې په توګه: زموږ اوستاسو یودوست زموږ په اړه بده خبره کړې وي.
ایا هغه خبره کولای شي زموږ اوستاسو ژوند راخراب کړي؟
حتما به ځواب منفي وي، یواځې هغه وخت تاثیر کولای شي چې موږ اوتاسو په خپل زړه کې ځای ورکړو؛ تل په دې اړه فکر کوو اوپه اخر کې هغه ومنو.
هغه منفي فکرونه چې موږ یې په خپل ذهن کې روزو؛ دهمغې شمعې په شان په وخت سره موږ په داخل کې سوزوي او دا زموږ د ذهن انرژي له مینځه وړي.
تر هغو پورې چې په خپل وجود کې نا هیلیتوب ته ځای ورنه کړو زموږ بریاوې به رابرسېره نه شي.
ددې لپاره چې بیروني بریاوو ته ورسېږو؛ لومړی باید هغه منفي او د ناهېلی پلته له خپله ځانه لرې او مثبته انرژۍ ته ځای ورکړو.
راځي له دې وروسته خپل ځان ته ژمن ووسو چې دبل منفي خبره پر موږ منفي اغېز ونکړي تل انرژي بښونکي فکرونه په خپل ذهن کې ځای پرځای کړو.
خپله ورځ په خوشحالی اونېکمرغی سره پیل کړی اود ژوند په هره شېبه کې مسکا وکړی
وروستي