یوه ورځ ملا نصرالدین دخپل ګاونډي نه یو دېګ په قرض راوړو څور ورځې وروسته یی دېګ له یوه بل وړوکي دېګ سره بېرته دګاونډي کره وروړ کله یې، چې همسایه د بل اضافي دېګ پوښتنه وکړه؟
ملا وویل: ستا دېګ زموږ په کور کې بل دېګ وزیږو.
څو ورځې وروسته ملا د دوهم ځل لپاره بیا دګاونډي کورته ورغی اوبیا یې د دېګ غوښتنه وکړه .
داځل ګاونډي لوی دېګ ورکړ اوفکر یې کاوو چې لوی دېګ به وزېږوي
څو ورځې د ملا حال معلوم نشو. ګاونډی دملا دکور دروازې ته ورغی اودخپل دېګ غوښتنه یې وکړه.
ملا وویل: ستا دېګ زموږ په کور کې مړ شو.
ګاونډي وویل: ایا دېګ هم مړ کیږي؟!
ملا وویل ولې کله چې ستا دېګ بل دېګ زېږولو و دې نه ویل، چې دېګ هم بل دیېګ زېږوي؟
نو کله،چې دېګ بل دېګ زېږوي مړ کیږي هم.
وروستي