
د مسعود عسکر د مزاري د عسکرو له خوا وژل کېده (شهید) و، د مسعود بمبار د ګلبدین بړیڅي وژل (شهیدان) وو، د دوستم پوځي، تود سنګر کې ګرمې مرمۍ وواژه (شهید) و، د سیاف شیوخو شفیع بدماش وواژه (شهید) و، مزاري یې په چورلکه کې خوړین کړ د (شهادت) جام یې نوش کړ، طالب له مسعودیانو سره په جګړه کې سپېرې تلې را واوښت (پاک شهید) و، القایدې مسعود جغزۍ جغزۍ کړ، قاتلین او مقتولین ټول (سپيڅلي شهیدان) و، طالب څڼیور د کرزي پر عسکر را برګ شو خپل ځان یې پرې سوری سوری کړ (پاک شهید) و، رباني یې د پټکي له وله مړ کړ د شهداوو علمبردار شو، عسکر د طالب پر وړاندې په جګړه کې ووژل شو (شهید) اوروح یې ژوندی ده، (شهید) پروره طالب د داعش مرۍ پرې کړه داعش (شهید) او له حورو سره چکر وهي، داعش چې، طالب جان مرګ ته ورټېله کړ یو بختور (شهید) او اروايي بې له ځنډه اسماني شوه، طالب چي طالب وواژه نو یو غازي او بل شهید شو، ځانمرګي، هم خپل ځان خراب کړ هم نور، ټول (پاک شهدا) او لوړې رتبې یې وګټلې.
زه نه وايم چې دغه ټول شهیدان دي، دا علما ی کرام وايي، زموږ امامان یې وايي ښه په جره او ښه په نره یې وايي، د هدیرې تر غاړې او د (شهید) سر ته ولاړ په چیغو او نارو یې وايي، د جومې په لمانځه یې وايي په لاسپیکر کې یې وايي په راډیو او ټلویزیون یې وايي او وايي یو (شهید) د خپلو ۷۰ خپلوانو او ملګرو شفاعت کوي.
په دې ۲۰ کلونو کې تر ۳ لکو ډېر افغانان شهیدان شوي نو چې په ۷۰ کې یې ضرب کړې ۱۴۰ میلییونه کیږي، افغانان خو په تضمین ټول جنت کې دي بیا حق قریب لره دی نو نوبت کې ګاونډیان راځي، اولاً للقریب ، ثم للبعید، نو پاکستانیان او ایرانیان هم په سرو سترګو جنتیان دي ځکه خو دوی افغانستان کې کراري نه غواړي چې یوازې له همدې لارې د جنت تر دروازو رسیدلی شي.
د دنیا پر مخ د شهیدانو دومره ستر انبار هیڅوک نشي موندلی، د شهیدانو بل داسې ټاټوبی د ځمکې پر مخ نشته، دا د شهیدانو زانګو ده، د اد میړنیو ټبر او د غازیانو ډګر دی، دا د زلزلو وطن او زمریانو دیار دی، د وینو بهیدو ځمکه او دښمن د ماتیدو ټاټوبی دی، دې ملک کې میندې د شهادت لپاره اولادونه زیږوي لویوي یې بیا چې شهادت ته ورټیله شي ځان د ملا او بل صاحب و بادار په همدې خبره بسیا کړي چې وايي خوشاله اوسه د شهادت لوړ مقام یې وګاټه او ته د یوه پاک شهید مور یې موږ غوندې بد بخته نه یې چې نه موږ شهیدان شوو او نه مو اولادونه.
د صاحبانو اولادونه نه شهیدانیږي، د هغوی برخه د شهادت په دغه ستر ازمییښت کې نشته، د هغوی درک یوازې د اماراتو، ممبيي، لندن، واشنټن، سویس، جرمني او.... شنو پارکونو کې لګولی شئ، د دوی څرک د نړۍ په مشهورو پوهنتونونو کې لګیدلی شي، دوی په نایټ کلبوونو او ډیسکوګانو کې خمار او زنګیدلي موندلی شئ دوی په دنیا د حورو په غیږو کې پیدا کولی شئ.