
سرچينه: ډيلي ميل
فوربیس مجلې د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتین يې د ۲۰۱۵ کال د نړۍ تر ټولو ځواکمنه څيره اعلان کړه. په هغه نوملړ کې چې فوربیس مجلې له خوا خپور شوی د جرمنې لمړۍ وزيرې انګلا مرکل دوهم ځای او د امريکې ولسمشر بارک اوباما درېيم ځای خپل کړی دی. د مایکروسافټ بنسټ ایښودونکی بیل ګيټس، د بریتانيې لمړی وزير ډيويډ کامرون او د هند لمړی وزير نرندرا مودي د یاد درې اويا کسیز نوملړ لمړيو لسو کسانو په مينځ کې دي.
د تیرو اوو کلونو په ترڅ کې چې فوربیس مجله هر کال د نړۍ تر ټولو ځواکمنو څيرو نوملړ خپروي دا لمړی ځل ده چې د امريکې ولسمشر له لمړي او دوهم ځای څخه درېيم ځای خپلوي . یاد نوملړ کې ۷۳ تنو څخه د نړۍ تر ټولو ځواکمنو څیرو په توګه يادونه شوې ده.
پاپ فرانسيس، او د چين ولسمشر شي جين پينګ څلورم او پينځم ځايونه نيولي. خو د جاپان لمړی وزير شینزو ابې چې تير کال يې د فوربیس مجلې د ځواکمنو څيرو په لیست کې ۴۹ ځای درلود سږ کال ۲۲ ځای خپل کړی.
د متحده ایالاتو د ټاکنو احتمالي نومانده هیلري کلینټن هم دغه نوملړ کې شامله دې او اته پنڅوسم ځای يې خپل کړی دی.
فوربیس مجله وايي هغه اندازه پيسې چې دغه کسان يې کنټرولوي، هغه شمير خلکو باندې چې اغيزه لري او دا چې په اغیزمنه توګه خپل واک کارونه هغه فکټورونه دي چې له مخې يې یادې څيرې د ۲۰۱۵ کال د نړۍ ځواکمنو څيرو په توګه يې ونومول. د نړۍ ځواکمنو څیرو ۷۳ کسیز نوملړ کې ټولټال نهه تن ښځې شاملې دي.