ژوند د پوهانو له انده!

 
شکسپیر:
د ژوند کړاو هیر کړه او په پرانيسته غيږ يې هرکلی وکړه.
 
ولټر:
تر هغو چې کولای شې په ژوند کې خوښ اوسه د نهيلۍ او بي ګټې فکرونه له سره وباسه.
 
بالزاک:
تل خپل ژوند کې فرصت پيژندونکی اوسه او له فرصتونو په غوره ډول ګټه پورته کړه.
 
ویکتور هوګو:
د بي ګټې ژوند څخه مړه کيدل تر ټولو ښکلی څیز دی.
 
لامارټين:
د ژوندي پاتې کيدو لپاره انسان چمتو دی چې اوږد مهال لپاره تر ټولو ستونزمن کار وګالي.
 
برنارد شاو:
ټول ژوند کوي او غواړي چې ښه خوراک او ښه څښاک وکړي خو زه خوراک کوم تر څو ژوندی پاتې شم.
 
برتراند راسل:
ژوند تل د تا په خوښه نه ده یوازې د زغم او صبر ده چې کولای شې پر ستونزو بری ومومې.
 
وينه:
تل هغه کسان له ژوند څخه سر ټکوي چې په سر کې داسې هیلې ګرځوي چې رسیدل يې ورته ناشونی وي.
 
ډيل کارنګي:
ژوند لپاره فکر وکړه او پلان جوړ کړه، غوصه مه کوه.
 
پاسکال:
ژوند يوازې او يوازې هیله ده او بس.
 
شانینګ:
په ژوند کې تر ټولو غوره موخه پر بديو او شرارتونو برلاسي ده.
 
هولارډ:
لنډه ژوند وکړه خو ښايسته.
 
اریستیپو س:
په ژوند کې داسې څيز ته ارزښت ورکړه چې له هغه پرته هم ژوند ته ادامه ورکول شونی وي.
 
آناټول فرانس:
د ژوند په مبارزه کې تر ټولو ښه وسله خندا ده.
 
ناپلیون:
حقیقي زړورتیا  د ژوند پر سختیو برلاسي کيدل دي.