د خوست ولایت د پاورلفټنګ لوبډله پکتیا ولایت ته د لوبو په موخه ولاړه

 
د خوست ولایت دپاورلفټینګ رشتې شپاړس کسیزه لوبډله د خوست ولایت له ورزشي ادارې څخه دیوې غونډې په ترڅ کې پکتیا ولایت ته رخصت شوه .
یاده لوبډله ،چې مشري یې دهمدې رشتې مسؤول فیض محمد ګلابدوست پرغاړه لري دخوست کلید راډیو له لوري ورته ټول امکانات برابري شوي او دبریا له پاره دپکتیا ولایت ته ولاړه .
هغه مراسم، چې په همدې موخه دخوست ولایت په ورزشي ادراه کې نیول شوي وو پرانسته دخوست ورزشي مدیر عزیزالرحمن ملنګ دقرانکریم په مبارکو ایتونو سره وکړه ، له تلاوت وروسته ملنګ پرانستونکې وینا وکړه .
نوموړي وویل ،چې موږ تل هڅه کوو پیاوړي لوبغاړي پیدا او دهېواد ملي لوبډلې ته یې وروپیژنو او دهېواد بیرغ مو په نړۍ کې اوچت وساتي.
نوموړي زیاته کړه ،چې موږ ته هغه څوک دستایلو وړ دي ،چې لوبغاړي راته نازوي او دوی ته دمسابقاتو په برخه لازم امکانات برابروي او دلوبډلو مالي ملاتړ کوي .
له ملنګ وروسته دخوست ولایت دکلید راډیو مسؤول نوراجان بهیر خبرې وکړې ،نوموړي وویل ،چې موږ تل له وروزشکارانو سره په مختلفو برخو کې مرسته کوو ،څو دوی په ځان بسیا شي او خوست ولایت ته قهرمانۍ راوړي .
له بهیر وروسته دپاورلفټینګ رشتې مسؤول فیض محمد ګلابدوست خبرې پیل کړې او دې سیالیو ته یې دپوره چمتوالي وویل او له کلید راډیو یې هم مننه وکړه ،چې ورسره یې ترخپله وسه همکاري کړې .
دپروګرام په وروستیو کې د دعایې په ویلو سره لوبډله دپکتیا په لور رخصت شوه .