
افغان ولس له پیړیو راهیسې خپل دین او ملت ته وفادار پاتې شوی، تل یې له خپلو معتقداتو او ارزښتونو په میړانه دفاع کړې، هیڅکله یې پردي متجاوز قوت ته په خپل هیواد کې د پاتې کیدو فرصت ندی ورکړی...نړیوال دا غیرتي ولس په میړانې، سرښندنې او ټینګ عزم درلودلو پیژني.
د نړۍ ډیرو سترو قدرتونو په دې هیواد یرغل وکړ خو ټول ترې ناکامه او په شکست سره ووتل، له نن څخه ۱۴ کاله مخکې امریکا او ورسره ملګرو یې هم ددې هیواد په مظلوم او جګړه ځپلي ولس وحشیانه یرغل راوړ، لا یې هغه ژور ټپونه -چې د روسي ښکیلاک په ترڅ کی یې خوړلې وو- جوړ نه وو چې غربي ښکیلاک پرې لکه د وحشي ښامار یرغل راوړ او دلته یې د جګړې او ناامنیو یو بل پړاو پرانیست.
په تیرو ۱۴ کلونو کې زمونږ ملت هیڅ ښه ورځ ونه لیده، کوم حکومتونه چې د یاد یرغل په مټ رامنځته شوي وو هیڅ کومه لاسته راوړنه یې نه درلوده، خلاصه دا چې دا هرڅه د افغان ولس په بدبختیو او ناخوالو تمام شول...
اوس چې وخت رارسیدلی وو اشغال ته د پاې ټکی کیښودل شي او افغانان خپل ژوند او برخلیک ټاکنې ته پریښودل شي دادی یوځل بیا د امریکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د پاتې کیدو پریکړې کوي.
مونږ د هیواد د لر او بر او په بهر کې د ټولو با احساسه محصلینو په نماینده ګۍ د اوباما دا استعماري پریکړه په کلکو ټکو سره غندو او د هیواد له ټولو با احساسه مخورو، مشرانو او مسؤولینو غواړو ددې پریکړې پرضد د افغان ولس ترڅنګ ودریږي او خپله اسلامي او ملي دنده په میړانې او سرښندنې سره ترسره کړي ترڅو خپل ملت له دې روان ناورین څخه وژغوري.
د افغانستان با احساسه محصلين
۷/۱/۱۴۳۷ هـ ق
۲۸/۷/۱۳۹۴ هـ ش
۲۰/۱۰/۲۰۱۵م