
ډیر ظلمونه، استـــبداد او نا کــــردېپه ما وکـــول نامـــردې زمــــــــانې
په غمونو کې پیدا سختو کې لوی شـومپه زحمت کې تـــیروم لا ورځـې، شپې
په سړو او په ګرمو او شکــنجو کـــیفلک وکړې په ما ډیرې تجـــــــربې
لا هــــنوز که د ثبات امــتحان اخلی؟ور پــه ګـوته بـه کـــړم نورې نــښا نې
پریږده پریږده چی ارمان ئی پاته نشیهــره خـوا دې را تـــه بلې کــړي لمبې
زه به خپل د هدف لوری ته لار باسم څوک چی څه کوی هغه د کړی نخری!
خیر که ته ئی رانه بیله زې تنها کړم
را ســره دی ســتا د مینی خاطـرې
5.06.1982
بلغاریاــ صوفیه