له یوه سره یو مساوي نه دی!

له یوه سره یو مساوي نه دی!
ښوونکي پر تخته ولیکل: له یوه سره یو مساوي دی.
یو زده کوونکی پاڅید، ویې ویل:
اجازه ده، له یوه سره یو مساوي نه دی.
په ښوونکي بده ولګیده ویې ویل:
راشه تختې ته، ثبوت یې کړه چې له یوه سره یو مساوي نه دی. که د ثبوت نه کړ د ټولګیوالو په مخ کې دې وهم (جزا درکوم).
زده کوونکی په لړزېدونکو پښو تختې ته ورغی، ویې ویل:
استاده! زه اته کلن یم. علي هم اته کلن دی.... دشپې چې د علي پلار کورته ځي له علي سره لوبې کوي خو زما پلار دشپې هر شپه ما وهي....
ولې هر وخت علي چې له ښوونځي څخه کورته ځي په کوڅه کې لوبې کوي او زه چې لاړ شم تله مې باید راواخلم او د پله پر سر کار وکړم....
احمد زما په شان اته کلن دی. ولې د احمد له کوره تل د وریجو بوی راوزي خو موږ هره شپه وږي ویده کیږو....
کریم هم زما په شان اته کلن دی. ولې په هرو درېوو میاشتو کې نوي بوټونه اخلي خو زه دا درې کاله دغه بوټونه پښو کوم....
حنیف هم زما په شان اته کلن دی. ولې تل له ښوونځي وروسته له خپلې مور سره پارک ته ځي خو زه مې باید د ناروغې مور پښې کیکاږم(چاپي کړم)....
ښوونکي خپلې اوښکې وچې کړې تختې ته ولاړ، تخته یې پاکه کړه او ویې لیکل...
له یوه سره یو مساوي نه دی.

ژباړن: نجیب الله ژمن