د پکتيا د زرمت ولسوالي امنيتي حالت ډير خراب دی، مرګ ژوبله هم شوې


د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې له ۴ ورځو راهیسې لوی ناورین دی خلک ټول په ویره کې دي.
د کولاګو په سیمه کې د امنیتي ځواکونو کمپ محاصره دی او جنګ پرې روان دی
لارې پر ماینونو پوښلي دي د زرمت ګردیز او زرمت غزني سړک ټول پر ماینونو پوښلی دی.
تګ راتګ بند دی. که څوک راووځي پر ماینونو وژل کیږي.
تر درې ورځو مخکې ۹ ملکیان د ښځو او ماشومانو په ګډون د ماینونو او توغندیو له امله وژل شوي وو او یوه ښځه ټپي وه نور لا نه دي معلوم....
ماینونو تر اوسه څو موټرونه او موټر سایکل الوزولي دي.
د جنګ د دواړو لورو مرګژوبله کره معلومه نه ده دوه ورځې مخکې امریکا غږ ویلي وو چې ۶۵ طالبان وژل شوي او څومره ټپیان... د امنیتي ځواکونو په اړه معلومات نشته.
مکتبونه بند دي د بازار له نږدې کورونه هم لا څوک نه ورځي.
د کولاګو ټول کورونه کډه شوي دي کورونه یې طالبانو مورچلې ګرځولې دي.
له ولسوالۍ پیاده امنیتي ځواکونه د کولاګو عسکرو ته د مرستې له پاره ورغلي دي چې په دې کې هم درې شپې ووتلې په موټر کې نه شي تلی ځکه ماینونه دي او هوایې مرسته نه ورسره کیږي.
پر ولسوالۍ هم ډزې کیږي بیګا شپه هم توغندي ور توغول شوي وو چې یو یې یوه کورته نږدې لګیدلی و، پرون غرمه هم پر ولسوالۍ د سپکو وسلو جنګ و.
د خلکو په منځ کې اوازه ده چې پر ولسوالۍ یو نیم زر (۱۵۰۰) طالبان برید کوي په ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو شمیر هم کم شوی دی ځکه ډېر یې د کولاګو جنګ ته تللي دي که پر ولسوالۍ داسې برید وشي ډېر خلک به ووژل شي، ولسوالي به د طالبانو لاس ته ورشي.
د ولسوالۍ شاوخوا کلي له دې په ویره کې دي که برید وشی نو دوی د دواړو لورو ترمنځ وژل کیږي. هر څوک په ویره کې دي چې څنګه ځان وژغوري او له سیمې څخه ووځي.
که دولت مرسته ونه کړي او همداسې بې پروا شي خدای مه کړه ډېر کسان به ووژل شي. لا تر اوسه خو بې پروا دی او هوایی یا بله داسې د پام وړ مرسته خو یې نه ده کړي چې عام خلک او امنیتي ځواکونه له وژلو وژغوري.
رسنۍ خو یې ځل هم نه پورته کوي.
دا لس (۱۰) کاله هره ورځ جنګ په کې کیږي او داسې ورځ نه وي چې څوک په کې و نه وژل شي خو څوک یې یادوي هم نه، نه څوک پرې خبریږي. په زرګونه کدرونو کې یې نه یو وکیل شته، نه کومه رسنۍ او نه کوم بل د خبرې سړی چې غږ یې پورته کړي.
دلته نور هیڅ هم نشته یوازي یو شی وحشت او ویره چې د ټولو خلکو زړونه یې نیولي دي.