
وایي، څلور محصلين د ازموینې په شپه د درس ویلو پر ځای د تفریح لپاره چکر ته تللي وو، د ازموینې لپاره یې تیاری هم نه و نیولی.
د ازموینې په وخت د څه چاره کولو په فکر کې شول، په پلان یې کار کاوه، چې استاد به څه ډول غولوي، محصلینو خپل سر او مخ له زرورکو څخه ډک کړل، کالي یې هم کګر کړل، په پوهنتون کې د خپل استاد مخ کې ودرېدل.
استاد ته یې کېسه په دې ډول وکړه: تېره شپه د واده مراسمو ته د ښار نه بهر تللي وو، د بېرته راګرځېدو په وخت کې څه دا ډول پېښه رامنځ ته شوه، چې د موټر ټایر پنچر شو او په ډېر مشکل سره مو موټر ډیکه (ټیله) کړو، یو ځای ته مو ځانونه ورسول، چې و مو نه شو کولای د ازموینې لپاره امادګي ونیسو او ازموینې ته حاضر شو.
استاد پرېکړه وکړه، چې درې ورځې وروسته دې د ازموینې لپاره راشي، محصلين خوشال شول او درې ورځې یې ښه درس ولوستلو، د ازموینې په ورځ یې باور درلوده، چې پارچه به حلوي. ټولګي ته راغلل....
استاد هغوی ته وویل، چې هر یو باید په جلا جلا خونې کې ازموینه ورکړي، محصلینو، چې ښه درس یې لوستی و او د ازموینې لپاره یې ښه امادګي لرله؛ هر یو یې په خوښۍ جلا جلا خونو کې کېناستل؛ خو پارچه کې فقط دوه سواله راغلي و:
۱ـ د ناوې او زوم نوم او تخلص ولیکئ! (۶) نمرې
۲ـ د موټر کوم ټایر پنچر شوی و؟ (۱۴) نمرې