
ژباړه: محمدیونس
هوښیاره بوډۍ یوه ورځ د پیسو ډک بیګ سره د کاناډا ستر بانک ته ورغله. یو میلیون ډالر یې بانک ته تحویل کړل او بیا یې د نماینده ګۍ ریس ته وویل، چې د بانک له اجراییوي ریس سره ځینې خبرې لرم، باید ور سره شریکې یې کړم، ځکه مې له ده سره لیدنه حتمي ده. دا دې لپاره چې هغې ډېرې پیسې راوړي وي نو خبره یې هم ومنل شوه. د بوډۍ سره د اجرییوي ریس د لیدنې وخت وټاکل شو. بوډۍ په ټاکلي ورځ د بانک مرکزي څانګې ته لاړه او د اجرییوي ریس د دفتر لارښوونه ورته وشوه. اجراییوي ریس یې تود هرکلی وکړو او سمدستي یې ترې د دومره ډېرو پیسو په اړه وپوښتل؟ بوډۍ وویل، ما د ځان لپاره اسانه کار (شرط تړل) غوره کړی او دا پیسې مې هم د شرط تړلو له لارې لاسته راوړي. بوډۍ زیاته کړه، دا چې شرط تړل مې عادت ګرځیدلی نو تیاره یم، چې له تاسو سره هم په دې اړه شرط وتړم، چې ستاسو ګېډه (خیټه) راوتلي ده.
د بانک اجرییوي ریس چې دومره چاغ نه و او خراب اندام یې درلوده، دا دې خبرې په اوریدو په خندا شو او و یې ویل، په څومره پیسو غواړي شرط وتړي. بوډۍ وویل: شل زره ډالرو باندي شرط تړو. سبا سهار لس بجې به زه د خپل وکیل سره ستاسو دفتر ته راځم، تر څو د هغه پر وړاندې شرط وتړو، چې څوک بریالی کېږي. د بانک ریس ور سره ومنله.
په سبا لس بجې بوډۍ او وکیل دواړه د اجراییه ریس دفتر ته راغلل. بوډۍ د بانک له اجراییوي ریس احترامانه غوښتنه وکړه، چې که امکان لري، کالي دې وباسي. د بانک ریس هیجاني و، چې وګوري لوبه څه ډول پرمخ ځي. په خندا یې کالي وویستل. دا دې صحنې په لیدو له بوډۍ سره راغلی وکیل ور خطا شو او سخته غوسه یې وکړه. ریس له بوډۍ څخه دا ده د پریشانۍ علت وپوښته. بوډۍ ځواب ورکړو: ما له دغه سړي سره سل زره ډالر شرط تړلی و، چې د کانانډا تر ټولو ستر بانک اجراییه ریس به زموږ د سترګو پر وړاندي خپلې جامې کاږي.