حقیقي دونيا

 
څومــره د مینې او صفــا دونیا ده
بې سالوسۍ چــې د هرچا دونیا ده
 
تل به اخلاص او محبت کــې پایې
په هغه زړه کې چې رښتیا دونیا ده
 
چې بل تــه شر ځانلـه ارام لټوي
د داسې خلکو نــا روا دونیا ده
 
 
په ځان مغروره بې خبر دي له دې
چې دا نیمګړې بې بقا دونیا ده
 
 
دلته فــرصت لا د ښېګڼو کــم دی
نه د کینې، بخل او جفــا دونیا ده
 
 
یو خوږ خبر به چیرته کله واورې 
هلته ته چې حرص او د دونیا دونیا ده
 
 
ژوند د اخلاص اوورور ګلوي ښکلی دی
د کوم ماحول چې بې ریا دونیا ده
 
چې انسانیت پــه نوم رسیږي بل ته
دا حقیقي د رب رضــا دونیا ده
 
سمیع الدین افغاني 
۸ -۱۰ - ۲۰۱۵ 
م ۰ کال