د سياسي زعيم په توګه دحافظ رحمت خان ځانګړنې

که د نړۍ تاريخ ته وکتل شي، زياتره لويو امپراتورانو او واکمنانو د واکمنۍ ځانګړی شوق او تلوسه درلودل او ځينو يې بيا د واک د لاسته راوړو لپاره اخلاقي او انساني اصول او معيارونه هم تر پښو لاندې کړي او په هره روا يا ناروا لاره يې د هغې ساتنه کړې، دا چې دوی بيا کومې وړتياوې درلودې او کومې کارنامې يې ترسره کړي هغه بيا بله خبره ده، ځکه چې تاريخ زياتره د واکمنانو او سياسي زعيمانو پر عملي کارونواو لاسته راوړنو قضاوت کوي. مانا دا چې په تاريخ کې داسې سياستمدران او واکمنان چې اخلاقي اصول او ضوابط يې په کلکه ساتلي او پاللي وي ډېر نه دي، خو هغه زعيمان چې هم يې په ځواک سره واک ترلاسه کړی اوساتلی وي او هم يې اخلاقي ضوابط له عدل او انصاف سره ښه پاللي وي، په تاريخ کې ځانګړی مقام او محبوبيت لري.
نواب حافظ رحمت خان د هند په تاريخ کې هغه پياوړی واکمن دی، چې د سردارۍ، واکمنۍ او سياسي زعامت د غوره وړتياوو تر څنګ يې، له سياسي بوالهوسۍ، چل او حيلو څخه په کلکه ډډه کړې او هېڅکله يې د واکمنۍ د حصول لپاره خپل اصول نه دي مات کړي، بلکې دی له هغو استثنايي واکمنانو څخه دی، چې خپلو اخلاقو او معنوي فضايلو واکمنۍ ته رسولی او د هرچا دلعزيز يې ګرځولی، او په همدې دلايلو ده د نواب علي محمد خان، صفدر جنګ، احمد شاه بابا او نورو نوابانو په زړه کې ځای درلود.
نواب حافظ رحمت خان په څلورکلنۍ کې د پلار له سيوري څخه بې برخې شو، خو بيا يې هم په کورني چاپېريال کې ډېره ښه پالنه وشوه او تر دولس کلنۍ پورې يې ټول قرآن کريم له حفظ څخه زده کړ.
که څه هم حافظ رحمت خان په ځوانۍ کې هند ته د آسانو د تجارت په موخه راغی، خو دلته يې د نواب علي محمد خان له خوا  ډېر ښه هر کلی وشو او وروسته چې نواب دده لوړ اخلاقي شخصيت وليد نو هڅه يې وکړه، چې دی له ځان سره وساتي او د بېرته ستنېدو مخه يې ونيسي. څرنګه چې نواب علي محمد د داودخان متبنی زوی و، نو ده د پښتنو د ملاتړ لپاره هم د حافظ رحمت خان ملتيا ته اړتيا درلوده.
له نواب سره يوازې يوه انديښنه وه، چې مه کړه حافظ د خپل پلار کسات له ده څخه وانخلي نو يې يوه ورځ حافظ رحمت خان راوغوښت او موضوع يې داسې ورسره مطرح کړه، چې:  که څه هم زه د داودخان اصلي زوی نه يم، خو د زوی په څېر يې پاللی يم مګر د شاه عالم خان په وژنه کې لاس نه لرم، نواوس په آخرت کې د داود خان د ژغورنې په موخه له تاڅخه هيله لرم چې، په دريو خبرو کې به يوه راسره منې :
۱ـ که بدل اخلې، نو دا زه او دا ته او دا توره «اينک من و اينک تو و اينک شمشير».
۲ـ که خون بها غواړې د څو زرو روپيوهميانۍ حاضرې دي، قبولې يې کړه.
۳ـ اويا يې خون وبخښه.
حافظ رحمت خان په ډېره حوصله او سنجيده ګۍ ځواب ورکړ  : « ستا او د داود خان ترمنځ کوم قرابت نشته، نو ځکه قصاص نه شي جايز کيدای، خون بها اخيستل د عالي همتو او عالي نظرو لپاره بې ارزښته دی، د خان شهادت نشان د قتل موأخذه له تا څخه اخيستل د شرعې او عرف له پلوه جواز نه لري، که به داسې وای نو به مې له تاسره په راڼه وچولي، خندا او په ښه زړه ملاقات نه کاوه، زما د پلټنې له مخې د شاه عالم خان د قتل په پېښه کې ته لاس نه لرې او زه له ولايته هندوستان ته ستا د ليدو لپاره راغلی يم، زه له څه غرض پرته، خاص د خدای لپاره ستا د خاطر او ډاډ لپاره دا خون بخښم».
د حافظ رحمت خان دا خبرې کوم چل يا فريب نه و، بلکې د ژوند تر پايه په خپلو خبرو ودريد اوکه څه هم وار په وار ده ته دا موقع لاسته ورغله، چې له نواب علي محمد او يا يې له او لادې څخه کسات واخلي خو ده برعکس تل هڅه کوله د خپل محسن نيکۍ ور وګرځوي.
که څه هم حافظ رحمت خان په دې پوهېدو، چې د نواب علی محمد خان تر څنګ به ډېره وده وکړي او عملاً يې دده مرسيتالۍ ته ځان رسولی و او ښې پيسې يې ترلاسه کولې، خو بيا هم ده غوښتل بېرته خپل وطن ته ستون شي. نواب علی محمد دده پر پاتې کېدو دومره ټينګار وکړ، چې آخر حافظ رحمت خان مجبور شو د بېرته راتګ ژمنه ورسره وکړي. حافظ رحمت خان چې بېرته هېواد ته ستون شو، نو هلته يې واده وکړ، خو نواب پرله پسې دومره ليکونه ورولېږل، چې اخر حافظ خپلې کړې ژمنې اړ کړ څو بيا د (کټهېر) ملک ته راشي. دا ځل نواب د دايمي استوګنې لپاره هيله ترې وکړه چې خپله کورنۍ او نور متعلقات هم دلې راولي او دی به جاګير ورکړي خو حافظ خپل شرطونه وړاندې کړل :
۱ـ ستا اولاد، خپلوان، عزيزان او نور افغانان چې ستا څه ډول خوشامد کوي، ددغسې چلند توقع به له ما څخه نه کوئ.
۲ـ زه ستا د نورو نوکرو او چاکرو په شان رفتار نه خوښوم او نه ستا دفتر ته ځان درښکاره کوم.
۳ـ ما سره به په سخته ژبه خبرې نه کوې، زه د سختو او زشتو خبرو برداشت نه لرم.*
او د سيد الطاف علی بريلوي (حيات حافظ رحمت خان) په قول حافظ رحمت خان د نواب د غوښتنې په ځواب کې ويلي و،  چې : « له څو نسلونو څخه موږ د چا نوکري نه ده کړې او نه  مو خپلې لوڼې له خپل قام پرته بل چاته ورکړي، نو په دغو خبرو بايد موږ مجبور نه شو او له موږ سره دې داسې سلوک وشي لکه اوس چې کېږي نو موږ ستا حکم منلی شو.*
حافظ رحمت خان د دې پر ځای چې سمدلاسه د نواب غوښتنه ومني او يا داسې فکر وکړي چې راځه يو ځل ځان ځای کړه وروسته به بيا خپل کار کوې، د دې برعکس يې نواب ته داسې شرطونه وړاندې کړل چې هغه يې په دې پوه کړو، چې دی داصولو او ضوابطو سړی دی نه د واک او ځواک غلام! ده نواب ته د چلند په اړه بريد وټاکه او پر نواب يې دا ومنله، چې ده ته به د کوم غلام په سترګه نه ګوري،بلکې له ده سره به د يوه سيال پښتون په توګه چلند کوي.
هم دا راز ده د خپل ناموس په اړه هم ځان مطمئن کړ او د نورو تر غوږ يې ورتېره کړه، چې دده له حريم څخه به سترګې لرې ساتي. پورتني شرطونه د حافظ رحمت خان د لوړ همت او استغنا ډېره ښه ښکارندويي کوي.
د حافظ د شرطونو په وړاندې نواب علی محمد خان وويل : ( څرنګه چې ستا زړه يې غواړي له موږ سره همغسې واوسه، ستا بېلتون زموږ لپاره په هېڅ صورت د زغملو نه دی).
تر هغې وروسته حافظ رحمت خان خپله کورنۍ هم راوسته او اتلس کاله يې د نواب علی محمد تر څنګ په ډېرې بهادرۍ او مېړانۍ خدمت وکړ، د کټهېر د ملک اکثره سيمې دده پر مټ او مېړانه فتح شوې. حافظ رحمت خان کله چې د راجه هرنند پنځوس زره لښکر ته چې د ډهلي بادشاه محمد شاه ملاتړ هم ورسره و ماته ورکړه نو د کټهېر ټول توابع  لاس ته ورغلل او تردې وروسته د کټهېر نوم په روهيلکهنډ واوښت. حافظ رحمت خان د زړورتيا تر څنګ ډېر باتدبيره سړی هم و او د ده په راتګ سره د روهيلکهنډ په پښتنو کې نوی روح را بيدار شو او داسې ښکاريده چې دی يوازې د پښتنو د وقار او عزت لپاره مبارزه کوي.
کله چې محمد شاه بادشاه له يو لک لښکر سره پرروهيلکنهډ بريد وکړ او نواب علی محمد خان يې له دوو زامنو سره ونيوه، نو حافظ رحمت خان لومړی د نواب آل او عيال خوندي ځای ته ورسول او بيا يې د نواب د خلاصون لپاره د لښکر په ټولولو پېل وکړ. څرنګه چې د ديني عالمانو دفتوی او تبليغ له امله د ډهلي له بادشاه سره جګړه ناروابلل کېده، نو حافظ رحمت خان په ډېرو خواريو د افغانستان اوه زره پښتانه راټول کړل، خو د دې پر ځای چې د ځان لپاره روهيلکهنډ او يا کومه بله سيمه ونيسي پړاو په پړاو يې ځان ډهلي ته ورساوه، او ډهلي ته نږدې له خپل پوځ سر ديره شو او له محمد شاه بادشاه څخه يې د نواب علي محمد خان د خلاصون غوښتنه وکړه. تصادفاً دا مهال ډهلي له پوځ څخه تش و او بادشاه د خپل وزير قمر الدين په منځګړتوب نواب خوشې کړ، دده منصب او القاب يې بېرته ورکړل او سرهنديې ورته وسپاره.
دلته تاسو د حافظ رحمت خان مېړانه، وفاداري او همت ته وګورﺉ، هم د نواب ټوله کورنۍ په ډېر عزت سره خوندي کوي او هم د خپل سر په بيه ډهلی ته ځي او خپل محسن ژغوري، که نه له اوه زره پوځ سره ډهلی ته تګ او د بادشاه ګواښل له سرسره د لوبې په مانا و. همدا سرښندنې وې، چې نواب علی محمد خان ده ته( ازجان عزيز تر) وويل .
کله چې وزير قمرالدين له احمد شاه بابا سره د جګړې په ترڅ کې وژل کېږي او صفدر جنګ د وزارت لپاره د نواب علي محمد خان مرسته غواړي، نواب د ناروغۍ له امله په خپله نه ورځي او حافظ رحمت خان د مرستې لپاره ورلېږي او د يوه ليک په ترڅ کې صفدرجنګ ته داسې ليکي : « خان عالی شان سموالمکان بردار صاحب ګرامی قدر بهتر از جان حافظ رحمت خان بهادر کو جوفی الحقيقيت ميری بجای هی ايک هزار سوار کی همراه روانۀ خدمت کرتا هون . . .»(حيات حافظ رحمت خان، ص ۶۸).
د حافظ رحمت خان په مرسته صفدرجنګ د وزارت مقام ترلاسه کوي او مغلي بادشاه احمد شاه ده ته د «نواب مکرام الدوله حافظ الملک بهادر نصير جنګ» لقب ورکوي.
کله چې نواب علی محمد خان د مرګ په درشل کې پښه ږدي، نو خپل از جان عزيز تر حافظ الملک خپل ځای ناستی ټاکي، خو حافظ الملک بيا د واک له کرسۍ مخ اړوي او اخلاقي مسؤوليت ته تر سياست ترجيح ورکوي او وايي، تا چې مسؤوليت ماته راوسپاره نو زه ستا له دغه ماشوم زوی ( سعدالله خان) څخه نواب جوړوم او تر پايه به دده مرستيال وم او رښتيا هم حافظ رحمت خان تر پايه په خپلو خبرو ودرېده او له سعدالله خان سره يې تل د مينې اومهربانۍ چلند وکړ. په حيات حافظ رحمت خان کې راغلي، چې  « نواب سعدالله خان د حافظ الملک ډېر درناوی او لحاظ کاوه او پر هغې باندې هم له زړه څخه ګران و، نو ځکه کله چې د هغه له ځوانمرګۍ څخه خبر شو نو لويه صدمه ورته ورسېده . . .» (ص۱۴۳) نواب سعدالله خان د سل او ناروغۍ له امله د اوه ويشت کلو په عمر مړ شو.
پرده سربېره حافظ الملک د نواب علی محمد خان د هغو دوو زامنو د خلاصون لپاره، چې له احمد شاه بابا سره بنديان وو، هم ډېرې هڅې وکړې او د مکررو ليکونو په ترڅ کې يې د عبدالله خان او فيض الله خان دخوشې کېدو غوښتنه کوله، او کله چې راخلاص شول دوی ته يې په روهيلکهنډ کې مساوې برخه ورکړه . که څه هم عبدالله خان د حسادت له مخې څو ځلې د حافظ الملک د وژنې هڅه وکړه خو حافظ الملک يوازې ده ته له روهيلکنهډ څخه د وتو وويل، چې وروسته يې بيا د نواب احمد خان بنګښ په منځګړتوب وبخښلو.
له دې ټولو خبرو څخه مې مقصد دا و، چې حافظ الملک دډېرو لوړو اخلاقو، استغنا، سياسي تقوا، پر ژمنو کلک ولاړ او ډېر احسان منونکی شخصيت و او هېڅکله يې د واکمنۍ لپاره خپل اصول، اخلاقي ارزښتونه مات نه کړل.
د دې تر څنګ چې حافظ الملک د پښتنو د مشرۍ ټولې دوديزې وړيتاوې او يا د خوشال بابا په اصطلاح د دستار سړي ټول صفات او شرايط پوره کړي وو، ده د نننۍ ورځې د برياليو او پياوړو سياستوالو ځانګړنې او وړتياوې هم درلودې. حافظ الملک د يو شمېر لنډپارو سياستوالو په څېر يوازې خپلو پښو ته نه کتل، بلکې ده د وړاند ليدنې حس درلود او د ځانګړې سياسي، اقتصادي او ټولنيزې ستراتيژۍ خاوند و. د سياست په ډګر کې حافظ الملک د هندوستان په کچه د افغانانو يووالی او په ټوليزه توګه د مسلمانانو د حکومت ټينګښت او دوام غوښت. حافظ الملک کله هم د خپل افغان ورور پر جاګير يا سيمه بريد نه دی کړی، مګر دا چې پرده بريد شوی وي، حافظ الملک نه يوا زې په خپله له افغانانو سره له جګړې ډډه کوله بلکې د دوی ترمنځ يې د ډېرو جګړو مخه هم نيولې او په ډېرو شخړو کې يې د سولې منځګړتوب کړی. همدا راز ده هڅه کوله چې دوخت له مسلمان خليفه سره هم ښکيل نه شي، بلکې د اړتيا په وخت کې يې مرستې ته هم وردانګلي دي. همدا لامل دی، چې دده واکمني د ده د ځواک په کچه پراخه نه وه او کله يې هم د ډهلي د نيولو فکر په سر کې نه درلود. له بده مرغه حافظ الملک د خپلو افغانانو او مسلمانو نوابانو له لاسه له پښو وغورځېد، غواړم د پورتينو خبرو په اړه يو دوه بېلګې وړاندې کړم :
که څه هم د مغولي دربار وزير صفدر جنګ د حافظ الملک په مرسته وزارت ترلاسه کړ، خو هغه ډېر ژر دده ښېګڼې هېرې کړې او د روهيلکهنډ د نيولو فکر يې په ماغزو کې وګرځېد، لومړی يې قطب الدين خان ته د روهيلکهنډ سند ورکړ، خو هغه پر روهيلکهنډ باندې د بريد په ترڅ کې ووژل شو، بيا يې د فرخ آباد  والي نواب قايم خان بنګښ ته د روهيلکهنډ سند ورکړ او په دې توګه يې دوه پښتانه پخپلو کې سره واچول، ځکه د هر يوه ماته د صفدر جنګ لپاره برياوه، که څه هم حافظ الملک ډېره هڅه وکړه چې نواب قايم خان له جګړې منصرف کړي او د سولې لپاره يې مشهور ولي او پير شاه جی بابا ورولېږه.خو قايم خان ځوان و، بريد يې وکړ او په جګړه کې د بخشي سردار خان په لاس ووژل شو. د زين خان او شاغران خان په نامه دوو تنو د قايم خان مړی له فيل څخه کښته وغورځاوه سر يې ترې پرې کړ، جواهرات يې پټ کړل او سر يې هم ښخ کړ.کله چې حافظ الملک د قايم خان سر پرې کړی بدن وليد ډېر خفه شو او د سر پيدا کولو امر يې وکړ،زين خان او شاغران خان د جواهراتو تر معافۍ وروسته سر ورته راوړ. حافظ الملک سر له بدن سره يو ځای کړ او د قايم خان مور ته يې له يو ليک سره د خپلو خاصو ملازمينو په لاس واستاوه او د ليک په ترڅ کې يې د ډېرې تسلۍ تر څنګ د قايم خان مور ته ډاډ ورکړ چې د دوی پر ځمکه، مال او حکمرانۍ به هېڅ کار نه لري او دوی دې په ډاډ سره خپله واکمني کوي. ده ليکلي و، چې ما د سولې ډېره هڅه وکړه، ځکه حديث شريف وايي ، چې الصلح خير، خو قايم خان خپل ټول اختيار فتنه پرست محمودعليخان اپريدي ته سپارلی و. حافظ الملک د ليک په پای کې ليکلی و، چې په هره چار کې ما خپل همدرد او مرستيال وګڼه او خپل حالات راته وليکه.
په دغه جګړه کې د حافظ رحمت خان ځوانمردي، له خپلو افغانانو سره د سولې او ورورۍ چلند ډېر ښه څرګندېږي. حافظ الملک يوازې د تسلۍ او ځان ښوونې لپاره ليک نه و ليکلی، بلکې خپلې ټولې خبرې يې عملي کړې. همدې ليک د جګړې ټولې کينې ووينځلی او د فرخ آباد او روهيلکنهډ ترمنځ يې د ټينګې ملګرتيا او اتحاد بنسټ کېښود. ځکه کله چې صفدر جنګ له پلان سره سم پر فرخ آباد بريد کوي او تر لاسه  کوي يې او د قايم خان مور  هم بندي کوي، وروسته د قايم خان مور د يوه وفادار خادم په لاس خوشي کېږي او د قايم خان بل ورور احمد خان بنګښ له ډهلي څخه تښتي لښکر راټولوي او فرخ آباد بېرته لاسته راوړي. کله چې صفدرجنګ پر فرخ آباد بيا بريد کوي، نو نواب احمد خان د خپلې مور په مشوره له حافظ الملک څخه مرسته غواړي، حافظ الملک خپله ژمنه عملي کوي او له فرخ آباد څخه په کلکه دفاع کوي او د صفدر جنګ لښکرې ماته خوري.
که چيرې د حافظ الملک ليک د مرستې او ملګرتوب زمينه نه وای جوړه کړې، نو ښايي صفدرجنګ د فرخ آباد تر نيولو وروسته روهيلکهنډ هم لاندې کړی وای.
تر هغې وروسته چې نواب احمد خان ځان په فرخ آباد کې ټينګ کړ، صفدرجنګ د مرهټه و په مرسته ۱۳۰زره لښکر برابر کړ او پر فرخ آباد يې بيا بريد وکړ، نواب احمدخان روهيلکهنډ ته پناه يوړه او له هغه ځايه دواړه د کهيتل او چليکا ځنګلونو ته پناه يوړه، صفدرجنګ له اوږدې محاصرې وروسته له حافظ الملک سره د سولې تړون لاسليک کړ. صفدرجنګ په بېرته تګ کې حافظ الملک څو پړاوه له ځان سره وساته او په دې موده کې حافظ الملک دومره ورته ګران شو، چې د ورور خطاب يې ورته وکړ او د حافظ الملک په اړه يې داسې وويل : « ما د افغان ولايت په خلکو کې هېڅ څوک په دې پوهې او لياقت نه دی ليدلی».
همدارازکله چې احمد شاه بابا هند ته راغی نو حافظ الملک نه يوازې په خپله له احمد شاه بابا ملاتړ وکړ، بلکې شجاع الدوله او نواب احمدخان د ده په ترغيب له احمد شاه بابا سره يو ځای شول، ده د عمادالملک او شجاع الدوله د جګړې مخه ونيوله او د شجاع الدوله لپاره يې له احمد شاه بابا څخه د هغه پخوانی مقام ترلاسه کړ.
ده د پاني پټ په جګړه کې په ډېره مېړانه برخه واخيسته او احمد شاه بابا ته دومره ور نږدې شو چې په يوه دسترخوان به يې دده په خاصه خيمه کې ډوډۍ ورسره خوړه او دا اعزاز يوازې د احمد شاه بابا وزير شاه ولی خان ته حاصل و. حافظ الملک د پاني پت تر جګړې وروسته د شجاع الدوله، شاه عالم بادشاه او نجيب الدوله د جګړې مخه له نواب احمد خان سره هم ونيوله. مانا دا چې ده په هندوستان کې د افغانانو د پايښت لپاره منظمې او شعوري هڅې کولې او د دوی ترمنځ يې د يووالي او سولې لپاره په وار وار قربانۍ ورکړي.
بل کار چې ده د سياست په ډګر کې وکړ دا و،چې که څه هم له هماغه لومړۍ ورځې څخه چې حافظ الملک کټهېر (وروسته روهيلکهنډ) ته راغی د پوره واک، ځواک او عزت څښتن و،خو ده هېڅکله د قدرت د شخصي کولو او  په هر څه خېټه اچولو هڅه ونه کړه. دنواب علي محمد خان تر مړينې وروسته چې دی عملاً د روهيلکهنډ واکمن و، ده خپله واکمني د نواب علی محمد خان د زامنو  اوخپلو مشهورو سردارانو لکه پاينده خان، ځونډی خان او بخشي سردار خان ترمنځ داسې ويشلې وه، چې هم يې دوی ته مسؤوليتونه ورسپارلي و او هم يې د ګډې واکمنۍ نه د دفاع لپاره هر ډول سرښندنې او ايثار ته چمتو ساتلي و. دغو سردارنو تر پايه د روهيلکهنډ د پايښت او ځواکمنۍ لپاره په ډېر اخلاص تورې ووهلې.
په ټولنيزه او اقتصادي برخه کې د حافظ الملک ستراتيژي په شمالي اروپا کې د نن ورځې په څېر د Common welfare  ماډل چې د اقتصادي سوکالۍ تر څنګ په ټولنيز عدالت او مساوات ولاړنظام دی، رامنځته کول هدف و او دی پر خپل هدف کې تر ډېره بريالی هم و. ځکه د حافظ الملک د واکمنۍ مهمې ځانګړتياوې د قضايي عدالت، ټولنيز مساوات تر څنګ اقتصادي سوکالي او علمي وده دي.
حافظ الملک په دې فکر کې و، چې څنګه له روهيلکهنډ څخه مدينه فاضله جوړه کړي، دی يوازې د واک د ساتلو يا پراخولو په فکر کې نه و، بلکې د آبادۍ، ترقي، ټولنيزې او اقتصادي سوکالۍ لپاره يې ژورې طرحې درلودې. د بېلګې په توګه د زراعت په برخه کې بزګرانو ته قرضه ورکول کېده او د کښت په وخت کې ځانګړې مرستې ورسره کېدې. تجارت په دغه پېر کې ډېر غوړېدلی و او په بازار کې پريماني او ارزاني ددې دورې ځانګړنه وه. په ۱۷۶۹کې حافظ الملک په روهيلکهنډ او توابعو کې په هر ډول صادراتو او وارداتو محصول معاف کړ، ډېرو سردارانو له دې انديښنې څخه چې خزانې ته به په لکونو روپۍ زيان ورسېږي او د پوځ په لګښتونو کې به کسر يا نيمګړتيا رامنځته شي، پر دغه طرحې اعتراض وکړ، خو حافظ الملک خپل حکم عملي کړ. له دې طرحې سره په لنډه موده کې د روهيلکهنډ په اقتصادي حالت کې غوره بدلون راغی، په بازار کې پريماني او خزانې ته اضافي عوايد راغلل.
د طبيعي پېښو او انساني غميزو پرمهال به هم له وګړو سره له توپېر پرته مرستې کيدې، د بيلګې په توګه د نواب سعدالله خان د مړېنې پر کال په روهيلکهنډ کې ډېره درنه زلزله او ورسره اور لګيدنه رامنځته شوه، زښت ډېر کورونه او ودانۍ تباه شوې، په دې وخت کې له حکومتي خزانې ټولو مصيبت ځپلو سره که مسلمان و يا هندو مرستې وشوې.
د هغو سرتيرو له کورنيو سره چې په جګړه کې وژل کېدل، هم منظمې مرستې کيدې او د هغوی کونډو ته تنخواه ټاکل کېده، حتی د مقابل لوري له کونډو سره چې سيمې به يې فتح کيدې، هم مرستې کيدې او له همدې امله يو شمېر بې وزلو ښځو به په دروغو د کونډتون تمثيل کاوه.
 
دې ترڅنګ د هغه بې کچې مينې له امله چې حافظ الملک له علم او تعليم سره درلوده، دده په همت يو زيات شمېر مدرسې جوړې شوې او له دغو مدرسو سره به له خزانې څخه په سخاوت سره مرستې کيدې. دده په وخت کې پنځه زره ديني عالمان او استادان په جوماتونو او مدرسو کې په تدريس بوخت وو او هر چاته د هغو د علمي سويې سره سم معاش ورکول کېده. حافظ الملک مدرسو ته د لويو عالمانو په مشوره په خپله کتابونه چمتو کول، د طالب العلمانو د استوګنې او خوراک او څښاک د ټولو اسانتياوو ترڅنګ يې د کال هر طالب العلم ته سل روپۍ جيب خرڅ هم ورکاوه، کله چې طالب العلمان فارغيدل نو حافظ الملک به د لويې مېلمستيا په ترڅ کې په خپله دوی ته دستار ورتړلو او له همدې ورځې به يې تنخوا هم ورته ټاکله. حافظ الملک يوازې د نارينه د تعليم په فکر کې نه و، بلکې ده د نجونو تعليم ته هم ډېره توجه درلوده او د نجونو لپاره يې جلا مدرسې جوړې وې.
لکه مخکې مو چې وويل، د حافظ الملک په پېر کې ټولنيز نظام پر بشپړ عدالت او مساوات ولاړ و. د «حيات حافظ رحمت خان» اثر ليکونکی (سيد الطاف علي بريلوي) ليکي، چې : د حافظ الملک په نيمکرغه پېر کې رعيت او حکومت، دولت مند او بې وزله ګدا د ظلم او ستم نوم نه پېژانده ... دده د انصاف په محکمه کې د لوړ او ټېټ، لوی او کوچني، ادنی او اعلی له ټولو سره يو ډول چلند کېده او د قانون په پلي کولو کې هغه څه چې د اسلامي شريعت سره سم و عملی کېدل، مجرم ته د اعتدال له حد څخه زياته سزا نه ورکول کېده او د لويو لويو شخړو په وخت کې به هم انصاف له لاسه نه وته...».
دده په پېر کې له مسلمان او هندو سره يو ډول عدالت کېده او دده په دربار کې د وزارت تر کچې پورې هندو ملازمين ګومارل شوي وو، په همدې دليل د حافظ الملک په ټوله دوره کې د هندوانو د بغاوت يوه بيلګه هم نه ليدل کېږي. د هندوانو په ديني مراسمو
همدا راز د ښځو حقونو ته هم ځانګړې پاملرنه کېده، په محاکمو کې د ښځو پلوۍ ته ترجيح ورکول کېده او هغو سړو ته چې پر خپلو ښځو به يې ظلم زياتی کاوه سخته سزا ورکول کېده.
ددې ترڅنګ به له يو شمېر بې وزلو کورنيو سره چې د لوڼو جهيز او د واده لګښت نه شو پوره کولی له دولتي خزانې څخه پټه مرسته کېده. د جګړې پرمهال به پر لښکر ډېر ټينګار کېده، چې ښځو او ماشومانو سره کار ونه لري او حتی د دوی مال ته هم لاس ورنه وړي.
يوه بله خبره چې يادونه يې ضرور ده، هغه له ودانيو سره د حافظ الملک ډېره مينه ده او دده په وخت کې يو زيات شمېر ودانۍ جوړې شوي چې يو شمېر يې تاريخي ارزښت لري. له بده مرغه د هغه وخت ودانۍ زياتره  د يوې درنې زلزلې له امله او همدا راز د مرهټه او شجاع الدوله په لاس ونړيدې.
په لنډه توګه بايدووايم، چې حافظ الملک نواب حافظ رحمت خان يوازې يو جنګيالی او بهادر سردار نه و بلکې ديني عالم، اديب، فرهنګپال، ډېر دينداره او متقي، عادل حکمران او يو دقيق او دروند سياستوال هم و خوله بده مرغه دده شخصيت او کارنامې څومره چې ښايي په افغانستان کې نه دې پېژندل شوي، که نه زما په اند د نورو اتلانو په څېر بايد د حافظ الملک تاريخي څېره هم په ښه شان ځلول شوې وای.