د روسانو د نيواک
او د ببرک کارمل د بلواکۍ پر مهال د لوړو زده کړو په وزارت کې د مغولستان یا
منګوليا د انقلاب کاليزه نمانځل کېده. د نمانځنې په مراسمو کې د منګوليا يوه
چارواکي هم ګډون کړی و او د غونډې ګډونوالو ته يې د منګوليا د انقلاب په اړه وينا
کوله. د وينا په پای کې د غونډې يوه ګډون کوونکي له منګوليايي چارواکي څخه وپوښتل،
چې آيا اوس هم شوروي ځواکونه په منکوليا کې شته؟ چارواکي اوږده کيسه راواخېسته او
ويې ويل، چې په پلاني کال کې شوروي ځواکونو غوښتل له منګوليا څخه ووځي، خو
اشرارو شر جوړ کړ او دوی اړ شول چې پاتې
شي، په پلاني کال کې بيا شوروي ځواکونو غوښتل چې ووځي، خو.... پدې توګه چاوراکي څو
بېلګې راوړې، خو د پوښتونکي حوصېله تمامه شوه او ويې پوښتل چې بالاخره څنګه شوه
اوس هم ځواکونه شته او که نه؟ منګوليايي چارواکي ځواب ورکړ، چې هو اوس هم شته!
ولسمشر کرزي
مشورتي لويې جرګې ته په پرانيستونې وينا کې په زړه پورې خبره وکړه، ده وويل چې له
دولس کلنې تجربې څخه يې دا زده کړي چې د افغانستان د سولې کيلي له امريکايانو سره
ده!
زما په اند دا
کومه ساده خبره نه ده، مانا دا چې امريکايان سوله راوستی شي، خو نه يې راولي، ولې؟
ځکه چې دوی غواړي په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره پلمه ولري. مانا دا چې د
افغانستان جګړه په سيمه کې د امريکې د ستراتيژيکو ګټو د ساتنې لپاره يوه جوړه شوې
ډرامه ده او تر هغو پورې به دوام کوي، څو امريکا ورته اړتيا ولري.
دا لومړی ځل نه
دی، چې ما له کرزي څخه د امریکې په اړه دا ډول خبرې اورېدلي. شاوخوا درې کاله
وړاندې چې د يوې ملي اړتيا له مخې زه له يو شمېر فرهنګيانو سره ولسمشر کرزي ته
ورغلی وم، هلته د ښوونځيو د سوځولو خبره راپورته شوه او دېته ګوته ونيول شوه چې تر
شا يې د پاکستان او اېران لاس دی. کرزي د
ايران د لاس لرلو خبره کلکه رد کړه، خو ويې ويل چې امريکايان يې سوځوي.
کله چې د روان کال
په پيل کې زه په کانکور کې د پراخو درغليو پر وړاندې د اعتراض په لړ کې له يو شمېر
ځوانانو سره ورغلی وم، هلته کرزي وويل چې دی سخت شکمن دی چې امريکې به د کانکور په
پايلو کې لاسوهنه کړې وي. ده ويل، چې کېدای شي امریکايانو د کانکور په ډېټابېس کې لاسوهنه
کړې وي، څو يوه لويه بلوا رامنځته کړي.
کرزي مشورتي لويې
جرګې ته هم په خپله وينا کې وويل، چې دی پر امريکايانو بې باوره دی او د همدې بې
باورۍ له امله يې د تړون لاسليک کول، تر ټاکنې وروسته نېټې ته وځڼډول څو امريکايان
په ټاکنو کې کومه ګډوډي جوړه نه کړي!؟
دا ټولې خبرې يوه
مانا لري او هغه دا چې افغانان د يوې امريکايي ډرامې قربانيان دي.
پوښتنه دا ده چې
له دومره ژورې بې باورۍ سره موږ ولې له امريکايانو سره امنتي تړون کوو او څنګه کېدای شي د امنيتي تړون پر ګټو ډاډمن
اوسو؟ آيا په راتلونکو لسو کلو کې به دا ډرامه پايته ورسېږي او که بيا به هم د
منګوليا په څېر د امريکايانو پاتې کېدو ته
اړتيا وي؟
په نوييمو کلونو
کې چې د منځنۍ آسيا هېوادونه د روسيې له ژغ څخه په نسبي ډول آزاد شوي وو، د امريکې
د کانګرس يوه پلاوي منځنۍ آسيا ته تر سفر وروسته د امريکې پر حکومت نيوکه وکړه چې
ولې يې د منځنۍ آسيا په څېر مهمه ستراتيژيکه سيمه له پامه غورځولې ده. پلاوي
ټينګار کړی و، چې دا سيمه به په يوويشتمه پېړۍ کې ډېره مهمه وي. اوس چې ګورو په
ټوله سيمه کې امريکا له افغانستان پرته بل د پښو اېښودو ځای نه لري. افغانستان له
بده مرغه په داسې ځای کې پروت دی، چې د امريکې ټول لوی او واړه سيالان يې شاوخوا
ته راټول شوي. چين، روسيه، ايران، د شانګهای تړون نور هېوادونه او همداراز هند او
پاکستان. آيا امريکا به په دومره آسانۍ سره د افغانستان په څېر مهم او ستراتيژيک
هېواد پرېږدي؟
کله چې په ۲۰۰۱ کې
امريکايي ځواکونو پر افغانستان يرغل وکړ، نو په افغانستان کې يې د ملت جوړونې، دموکراسۍ
او مارشال پلان خبرې کولې او ويل به يې چې دوی به بيا دا تېروتنه تکرار نه کړي چې
افغانستان يوازې پرېږدي. خو ها بله ورځ سپينې ماڼۍ ګواښ وکړ، چې که امنيتي تړون
لاسليک نه شي، نو دوی به خپلې سياسي او مالي مرستې بندې کړي. دا څه مانا لري؟ مانا
دا چې د تړون تر شا نورې خبرې شته!
رابه شو د امنيتي
همکارۍ موافقې ته! د موافقې مهم ټکي دا دي: افغانستان به امريکايي ځواکونو ته په
خپله خاوره کې نهه ځايه پوځي اډې ورکوي، له امريکايي ځواکونو به هېڅ ډول ماليه نه
اخېستل کېږي، دوی به افغانستان ته د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او وېزې ته اړتيانه
لري، د افغانستان په خاوره کې به له وسلو او يونيفورم سره آزاد ګرځېدای شي او که
کوم جرم يې وکړ نو افغان چارواکي يې د نيولو او محکمې حق نه لري، بلکې امریکايي
لوري ته به سمدستي خبر ورکوي، د تړون موده لس کاله ده خو ور ها خوا هم اوږدېدای
شي.
د امريکا ژمنې بيا
دا دي، چې له افغانستان سره به مرسته کوي چې د ترهګرۍ او بهرنيو تېريو پر وړاندې
يې پياوړتيا زياته شي، او که له بهرني تېري سره مخ شي نو دواړه لوري به سلا مشوره
کوي او د اړينو تدابيرو يو لېست به چمتو کوي. نور نه د مرستو ډول او اندازه ټاکل
شوې او نه هم د بهرني تېري پر وړاندې د امريکې ځانګړی غبرګون. يوازې دومره راغلي
چې دواړه لوري بهرني تېري ته د جدي اندېښنې په سترګه ګوري!؟ د افغانستان ډېره مهمه
اړتیا چې سوله ده، پدې اړه هم هېڅ عملي ميکانېزم نشته. په موافقه کې عمدتاً د
افغانستان مکلفيتونه او د امريکايي پوځيانو د پاتې کېدو حقوقي وضعيت مشخص شوی، چې
دېته د (سوفا) موافقتنامه وايي او له کانګرس څخه تصويب ته هم اړتيا نه لري.
زما په اند د تړون
يوازنۍ ګټه دا ده، چې د امريکايي ځواکونو په شتون کې به اوسنی نظام د نسکورېدو له
ګواښ څخه خوندي وي. خو که امريکې غوښتلای، نو افغانستان به اوس په خپلو پښو درېدلی
وای. افغان حکومت په وار وار د وسلو له اړخه شکايت کړی، چې امريکا دوی ته سمه او
درنده وسله نه ورکوي، دهوايي ځواک د جوړېدو مخه يې نيسي او هغه درنې وسلې چې له
امريکايي ځواکونو سره دي، د کباړ په بیه خرڅېږي خو افغانانو ته نه ورکول کېږي. دا
ځکه چې بيا به د امريکايي ځواکونو د شتون اړتيا نه وي.
ښه! زما په فکر،
که افغانان وغواړي یا نه امريکايان هسې هم
پاتې کېږي، يوازې له موږ څخه د خپلو راتلونکو جنايتونو لپاره لايسنس غواړي او د
سيمې زبر ځواکونو ته دا پلمه جوړوي چې افغانان مو وتلو ته نه پرېږدي. که د مشورتي
لويې جرګې د رابلل کېدو ميکانېزم ته هم وګورو، په څرګند ډول هغه خلک رابلل شوي چې
د واکمن حکومت د خوښې وو، يو نيم چې د مخالفت غږ پورته کاوه د امنيتي مسوولينو له
خوا له خپلو ګروپونو وشړل شول. حتی رسنيو ته اجازه نه وه چې د هغوی خبرې واخلي. بس
کرزی او امریکا به سپين چرګان وي او ټول مسووليت به د لويې جرګې او ولس پر غاړه
وي.
يو شمېر کسان
استدلال کوي، چې امريکا د نړۍ له شاوخوا پنځوسو نورو هېوادونو سره هم ورته تړونونه لري، خو هغوی د سرلوړو هېوادونو
په توګه ژوند کوي.
په دې اړه زه دومره وايم، چې په دغو هېوادونو کې
امريکايي اډې د سيمه ييزې اړتيا او د سيمه ييزو ګډو ګواښونو پر وړاندې جوړې شوي.
په دغو هېوادونو کې جګړه نشته او هلته امريکايي ځواکونه د دوی په کلي او کورونو کې
عملیات نه کوي او هلته د رابرټ بېلز په څېر ځناور پر بېګناه کليوالو ناتار نه
جوړوي. دلته خو له يوې خوا بارک اوباما کرزي ته ليکلی ډاډ ورکوي، چې نور به له
استثنايي!؟ حالاتو پرته د خلکو پر کورونو عمليات نه کېږي او له بلې خوا يوازې يوه
شپه وروسته امريکايي ځواکونه په بټي کوټ کې عمليات کوي او د يوه کور دوه وروڼه
وژني.
ښه چاره څه ده،
آيا کومه بله لاره هم شته؟
له عملي اړخه خو
بله لار نشته، تړون درباندې مني او لس
کاله نور به هم د افغانستان راتلونکې له يوه مبهم برخليک سره مخ وي.
خو که امریکا او
نړيواله ټولنه په رښتيا د حل لاره لټوي نو بيا چاره دومره سخته نه ده. زه وايم، چې
امريکايي ځواکونه دې ووځي خو په مسووليت سره. مانا دا چې، زه هم نه غواړم چې
امريکايان دې د روسانو په څېر په بې مسووليتۍ سره خپلې پښې سپکې کړي او افغانستان
دې بهرنيو او کورنيو داړه مارانو ته ورخوشې کړي. د حل لاره خو يوازې دا نه ده، چې
يا اډې راکړئ او يا سمدستي وځم او ټولې مرستې هم درباندې بندوم! زما په فکر د حل
لاره دا ده چې د امريکايي ځواکونو وتل، د افغان وسله والو ځواکونو پياوړتيا او د
سولې بهير له يوه بل سره د تړلو او متممو پروسو په توګه په موازي او تدريجي توګه
پلي شي. دا چارې باید د یوې جامع طرحې له مخې ترسره شي، چې نړيوال او سيمه ييز
ضمانتونه ورسره مله وي. د امنيتي تشې د مخنيوي لپاره د ملګرو ملتو او د اسلامي
هېوادونو د کنفرانس تر سرپرستۍ لاندې د ناټو پر ځای د ناپييلو اسلامي هېوادونو
(مصر، اندونيزيا، ماليزيا، ترکيه، بنګلادېش،...) پوځيان ځای پر ځای شي، د سولې
خبرې اترې ترسره شي او د سراسري، رڼو او عادلانه ټاکنو لاره اواره شي (په دې اړه
زه تفصيلي طرحه وړاندې کولای شم، چې دا ليکنه يې ځای نه دی).
دويمه خبره دا ده،
چې زما په اند د اوسني نظام پر وړاندې د طالبانو د ګواښ په پرتله د جنګسالارانو او
تنظيمي ټېکه دارانو ګواښ جدي دی. که چېرې افغان حکومت د جنګسالارانو ګواښ له منځه
يوسي او وسله وال ملي ځواکونه د تنظيمي زورواکو او قومي ټېکه دارانو له نفوذ څخه
خوندي کړي، زه ډاډه يم چې همدا وسله وال ځواکونه د ټولو ګواښونو د مقابلې وس لري.
خو له بده مرغه په تېرو دولسو کلونو کې د کرزي دوکتورين دا و، چې جنګسالاران او
قومي ټېکه داران د ملي ګټو په بيه خوشال وساتي. په خواشينۍ سره همدا اوس قومندان
عطا، دوستم او مارشال فهيم په ګډون د نظار شورا زورواکي د بهرنیو ځواکونو په تشه
کې د نظام بالقوه دښمنان دي.
درېيمه خبره چې زه
يې هر وخت کوم، هغه دا ده چې د خدای په پار نور سره منظم شئ! که همدا موجوده ډلې، ګوندونه،
شوراګانې او ټولنې چې دوطن درد ورسره دی لاسونه سره يو کړي، تاسو باور وکړئ چې د
ډېرو ستونزو حل به ترلاسه شي. خو زموږ عادت دی، چې یوازې شکايت وکړو.
وماعلينا الا لبلاغ
وروستي