ډاکتر عبدالصمد حامد

خوشال روهي
د افغانستان يو رښتينی بچی او  وتلی ملي شخصيت ډاکتر عبدالصمد حامد د خپلې څلوراتيايمې کليزې په درشل کې له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې او ابدي سفر ته يې مخه کړه، انا لله و انا اليه راجعون.  
د افغانستان په معاصر تاريخ کې ښايي ډېر خلک د ارواښاد حامد صيب په څېر لوړو څوکيو ته رسېدلي وي، بلکې تر ده يې هم په ډېرو او لوړو پوستونو کې دنده ترسره کړي وي، خو دا د ډاکتر صيب حامد دولتي چوکۍ نه وې چې ده ته يې ارزښت او شهرت ورکړی و، بلکې دا د ده ملي وقار، تشخص او تقوا وه. ما د ډېرو خلکو په اړه د ملي شخصيت اصطلاح اورېدلې ده او ښايي داکثرو په اړه به يې صدق هم لرلی وي، خو کله مې چې ډاکتر صيب حامد لېده نو د ملي شخصيت مفهوم مې په ټوله مانا احساساوه. که څه هم زه ډېر ځله د ډاکتر صيب حامد په ليدو مشرف شوی يم، خو هر څومره چې فکر کوم له ده نه مې هېڅکله د افغانستان د ملي مسايلو په اړه بې مسووليته او ناسنجول شوې خبره نه ده اورېدلې. د ده په خبرو او دريځ کې يو ډېر ژور تفکر او تحليل موجود و او کومې وړاندوينې چې ده کولې اکثراً سمې راوتلې او ښايي همدغه ژور تحليل به د افغانستان په وروستيو سياسي لوبو کې د ده  د فعالې ونډې مخه نيولې وي. پر حامد صيب يوازنۍ نيوکه دا ده چې ولې يې په سياسي ډګر کې فعال رول نه لوباوه او ده په خپله هم دا خبره منله. يوه ورځ چې زه له دوه درې تنو مشرانو سره د حامد صيب پوښتنې ته ورغلی وم، ده له موږ پوښتنه وکړه چې تاسې پوهېږئ ولې خلک په ماپسې ډېرې خبرې نه کوي؟ ده زياته کړه دا ځکه چې زه خوځېږم نه! زما لپاره همدا خبره اوس د يوې وجيزې حيثيت لري، مانا  دا چې که څوک خوځېږي خبرې به مخامخا ورپسې کېږي.
خبره دا نه وه چې ده خپل مسووليت نه پېژانده، بلکې د لويې لوبې د دسيسو له امله له هغو ملي مسووليتونو وېرېده چې ښايي پر ده ورتپل شوي وای او له همدې امله يې انزوا ته مخه کړه. د جهاد په ټوله دوره کې د ډاکتر نجيب ترنسکورېدو پورې ډاکتر صيب حامد نسبتاً فعال رول درلود، خو کله چې له ډاکتر نجيب څخه د واک د سوله ييز لېږد په اړه د محمود مستېري په مشرۍ د ملګرو ملتو پروګرام د نړيوالې او سيمه ييزې دسيسې قرباني شو او افغانستان د کورنۍ جګړې په سره تبۍ واوښت، ډاکتر صيب ناهيلی شو او انزوا يې غوره کړه. په هغه نا پيېلې ډله کې چې ښايي له ډاکتر نجيب څخه واک ورته انتقال شوی وای، ډاکتر صيب حامد مهم رول درلود. وروسته دی په ډېرې سختۍ مرکو او غونډو ته حاضرېده. په ۱۹۹۹ کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې په جرمني کې د افغانستان د خپلواکۍ اتيايمه کليزه لمانځله. ما له ده څخه هيله وکړه چې په دغه کليزه کې برخه واخلي او مقاله واوروي. ده ډېر استدلال وکړ چې ځان راڅخه خلاص کړي. د ده يو دليل دا و، چې زموږ کورنۍ د غازي امان الله خان په واکمنۍ کې ډېره زيانمنه شوې ده، که چېرې ځينې خبرې چې زه يې بايد وکړم په مقاله کې راوړم نو ښايي خلک فکر وکړي چې زه شخصي عقده لرم او که نه يې وايم زما وجدان به نا آرام وي. زما له ډېر ټينګار سره حامد صيب د اوږدې مودې روژه ماته کړه او په ياده کلیزه کې يې ګډون وکړ او يوه ډېره ژوره وينا يې واوروله. د خپلواکۍ په کليزه کې د لومړي ځل لپاره د غازی امان الله خان زوی (شاهزاده احسان الله د افغانستان) او لوريې (شاهزادګۍ هنديه د افغانستان) هم ګډون کړی وو. په خصوصي خبرو کې چې حامد صيب د افغانستان د استقلال په اړه کومې خبرې له موږ سره شريکولې ډېرې په زړه پورې او نوې وې، خو له هغو يې په مقاله کې ډډه کړې وه. حامد صيب ويل چې د افغانستان استقلال يو آمر لري، يو عالم لري او يو عامل لري. د ده په وينا غازي امان الله خان  د افغانستان د استقلال آمر و، يعنې د استقلال د حصول امر يې ورکړ، عالم يې علامه محمد طرزي و چې دا مفکوره يې راپورته کړه  او عامل يې سپه سالار نادرخان و، چې د جګړې په ډګر کې يې استقلال ترلاسه کړ.
کله چې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د هوتکي پاڅون درې سومه کليزه د يوه علمي سيمينار په ترڅ کې لمانځله، موږ بيا د ګډون هيله ترې وکړه، خو دا ځل يې صحت په دريځ کې د درېدو اجازه نه ورکوله او له همدې امله مو د ده وينا په ويډيو کې ثبت کړه او د سيمينار ګډونوالو ته مو واوروله. له هوتکي پاڅون او د ميرويس نيکه له شخصيت سره حامد صيب ځانګړې مينه او دلچسپي لرله او دغه پاڅون يې له يوې بلې او نوې زوايې ارزواوه. ده ژمنه وکړه، چې په دې اړه به وروسته يوه مفصله ليکنه کوي. شاوخوا پنځوس مخه ليکنه يې وکړه او ما ټوله ټيپ کړه، خو لکه څرنګه چې حامد صيب په ورځنيو ملی مسايلو کې له ډېر دقت او احتياط څخه کار اخېست، په ملي تاريخي مسايلو کې ډېر غور او دقت هم د ده د ډېرو ليکنو مخه نيوله. څو ځلې يې په ليکنه کې بدلون راوست او  وروسته يې ژمنه وکړه چې پر ليکنه به له سره غور کوي او بيا به يې راسپاري، خو زه افغانستان ته لاړم او ګومان کوم ده يې هم تر ليکلو نه ليکلو ته ترجيح ورکړه او يا ښايي صحت به يې اجازه نه ورکوله، هغسې ليکنه وکړي چې د ده زړه غوښتل.
ماته د د خپلواکۍ د اتيايمي کليزې او د هوتکي پاڅون د درې سومې کليزې پر مهال دا څرګنده شوه، چې حامد صيب يوازې حقوقپوه او سياستپوه نه دی، بلکې يو ډېر ژور تاريخي تحليل او مطالعه هم لري. د افغانستان د قوانينو، لویو جرګو او ولسي جرګو په اړه هم ده ډېر په زړه پورې مالومات درلودل. له ما او انځور صيب سره يې ژمنه کړې وه، چې د لويو جرګو او ولسي جرګو پر بهير به يوه ښه مقدمه ليکي او په همدې برخه کې به هغه اسناد چې ورسره دي، موږ ته راکوي چې د ده له مقدمې سره يې چاپ کړو، وروسته  که څه هم انځور صيب دا کار ډېر تعقيب کړ، خو يوازې د اسنادو په ترلاسه کولو بریالی شو، چې انشا الله په نږدې ورځو کې به له چاپه راوځي.
تر کومې اندازې چې ماته مالومه ده، حامد صيب په افغانستان کې د رسمي دندو پر مهال د معاصر ملت ـ دولت جوړونې او دموکراسۍ په تعميم کې فعاله ونډه درلوده او په دې برخه کې هم عالم و او هم عامل. حامد صيب چې په اساسي حقوقوکې دوکتورا درلوده، د ۱۳۴۳ اساسي قانون په جوړولو کې کليدي رول لرلی دی. دې قانون په افغانستان کې د دموکراسۍ بنسټ کېښود او اوسنی اساسي قانون هم د هماغه قانون پر بنسټ جوړ شوی دی. حامد صيب نه يوازې د دموکراسۍ لپاره قانوني بنسټ جوړولو، بلکې د هغې لپاره يې تنويري چارې هم پر مخ وړلې او زياتره يې د ځوانو روڼ اندو ملاتړ ترلاسه کولو. د کابل پوهنتون زياتره حقوقي بنسټ هم د ده په وخت کې اېښودل شوی دی. د کابل پوهنتون پخوانی استاد پوهاند صيب محمد قاسم جمدر وايي، چې په کابل پوهنتون کې  اکثريت قوانين او اداري لايحې د ده په وخت کې جوړې شوې او تر ده پخوا په دې برخه کې ډېر کم کار شوی و.
حامد صيب ملي يووالي ته له فکري او عملي اړخه معتقد او ژمن شخصيت و. زما هېڅکله نه په يادېږي، چې د افغانستان مسايلو ته يې له قومي زاويې کتلي وي او يا يې پر داسې قومي احساستو مطرح کړي وي لکه نن سبا چې له بده مرغه معمول ده. ده به تل ملي مسايل له يو پراخ ليدلوري مطرح کول او د افغانستان مسأله يې د ټول ملت په کچه او د سيمې په کچه څېړله. ما يوازې يو ځل يوه سپارښتنه له ده څخه واورېده، چې هغه هم په واقعيت کې قومي نه ده بلکې ملي ارزښت لري. حامد صيب پر موږ سپارښتنه کوله، چې افغانان بايد د بلوڅانو ملګرتيا ته ډېر ارزښت ورکړي، ځکه چې بلوڅان په سيمه کې د افغانانو ستراتيژيک ملګري دي او د دوی ملګرتيا به افغانستان تر سمندره ورسوي.
حامد صيب د  ملي تقوا تر څنګ  ژوره ديني تقوا هم درلوده، که څه هم ده په سويس کې لوړې زده کړې ترسره کړې خو له ده سره په څو ځل کښېناستو د ده ژوره ديني عقيده او تقوا درک کېدای شوه. د ده بحثونه او خبرې به يا پر موجوده ملي مسايلو څرخېدل، يا به تاريخي و، يا به ديني. خو ديني بحثونو يې ژور فلسفي اړخ درلود او داسې ټکو ته يې د سړي پام اړولو چې پخوا به يې کله ورته فکر نه و. که چېرې يې کله شخصي بحث هم کاوه، په هغه کې به هم د معاصر تاريخ چاشني پرته وه. حامد صيب د يوه رښتيني عالم په توګه د عمر تر پايه له مطالعې سره مينه لرله او تل به يې د نويو کتابونو پوښتنه کوله او په خبرو کې به يې د نويو مطالعو حواله هم ورکوله. مانا دا چې د مالوماتو اسناد به يې نوي کېدل او يوازې يې پر پخوانيو موادو اتکا نه کوله.

که څه هم حامد صيب په وروستيو کلو کې ناروغ او ډېر کمزوری و، خو هېڅکله يې له ناروغۍ شکايت نه کاوه او زه چې اوس فکر کوم واقعاً ډېر صبور انسان و. ما يوازې يو ځل له ده څخه د ټوکې په بڼه شکايت واورېده. کله چې يو ځل موږ له ده څخه د روغتيا پوښتنه کوله، ده په ټوکو وويل چې نوره ښه يم خو هر ځل چې تاسې راځئ زه ګورم چې تاسې تر پخوا لوړ شوي يئ. حامد صيب په وروستيو وختو کې په امسا او وروسته هم د يوې لاسي ګاډۍ په مټ درېده، خو په هماغه کمزوري حالت کې به يې هم مېلمانه تر دروازې پورې بدرګه کول.   
حامد صيب يو بې ريا انسان و او د ځان ښودنې او ځان مطرح کولو سره يې هېڅ لېوالتيا نه ښودله. انځور صيب او ما پرېکړه کړې وه، چې د ده د زوکړې اتيايمه کليزه د افغانستان د کلتورې ودې ټولنې له خوا په جرمني کې لمانځو. ما يې د زېږېدو دقيقې نېټې پوښتنه وکړه، خو دی سمدستي زموږ په مقصد پوه شو او ځان يې تېر کړ، وروسته چې ما ټينګار وکړ ټوکه يې وکړه چې هغه ورځ مې اوس نه يادېږي چې زه پيداکېدم. کله مو چې بیا خپل پروګرام ورسره شريک کړ، په کلکه يې منع وکړه.
د داسې شخصيتونو له ظرفيت څخه، چې د افغانستان غوندې بې وزله او په کړاوونو اخته هېواد کې د نادرو غميو په څېر دي، باید ډېره ګټه اخېستل شوې وای خو له بده مرغه په افغانستان کې نه داسې ملي حاکميت شته او نه ملي قوتونه او بنسټونه چې د حامد صيب په څېر د شخصيتونو په قدر پوه شي او يا يې له فيضه ګټه واخلي. سمه ده چې حامد صيب نور په سياسي ډګر کې له منډو لاس اخېستی و، خو داسې کېدای شول چې د افغانستان په ستراتيژيکو ملي مسايلو کې له ده څخه مشوره اخېستل شوې وای. د کرزي په ټوله يولس کلنه واکمنۍ کې يوازې يو ځل نوموړي په غير مستقيم ډول له حامد صيب څخه د مرستې غوښتنه وکړه. يو دوه کاله وړاندې چې د امريکايي کانګرس مينانو او د جرمني د يوه څېړنيز انستيتوت په نوښت د شمال ټلوالې څو تنه جنګسالاران جرمني ته دعوت شوي وو او دلته يې د افغانستان د راتلونکي نظام او په اغلب ګومان د فدرالي طرحې په اړه خبرې کولې، حامد کرزي له ارواښاد ډاکتر عبدالصمد حامد څخه غوښتنه وکړه، چې د جرمني پر حکومت فشار واچوي، خو حامد صيب په ډېر مؤدبانه ډول ځواب ورکړ او د خپلې ناروغۍ عذر يې وړاندې کړ.   
حامد صيب داسې يو شخصيت درلود، چې کله به سړي ورسره وکتل او د افغانستان د حالاتو په اړه به يې ورسره خبرې وکړې، که څه هم دغو خبرو به زموږ پر روانې غميزې کوم مستقيم اغېز نه درلود، خو د سړي د زړه بار به سپک شو. څو ورځې وړاندې چې زه بيا جرمني ته راغلی وم ما غوښتل بيا يې په زيارت مشرف شم، خو له بده مرغه چې په جنازه يې واوښتم. د حامد صيب کورنۍ هم د ده په څېر هېڅ هڅه ونه کړه چې د ده په جنازه کې ډېر تشريفات وشي او په ډېرې ملنګۍ يې غوښتل چې په خپله پلرنۍ هدېره کې يې خاورو ته وسپاري. موږ ګورو چې څنګه هره ورځ په افغانستان کې د جنګسالارانو او جنګي جنايتکارانو لمانځنې کېږي او نومونه يې پر ملي بسنټونو او ودانيو اېښودل کېږي. هيله ده چې يوه ورځ په افغانستان کې رښتيني ملي واکمني ټينګه شي او د هېواد د رښتينو بچيانو لمانځنه د دوی له شان سره سمه وشي.
 
لاندې هم کولای شئ د ارواښاد ډاکتر عبدالصمد حامد لنډ ژوند ليک ولولئ:
ډاکټر صاحب عبدالصمد حامد د ۱۹۲۹ ز كال د جنورۍ په ۸ مه نېټه د خوګیاڼو په ولسوالۍ كې د نایب الحکومه عبدالرزاق خان آغا کره زېږېدلې په خټه محمدزی دی.  لومړنۍ زده كړې یې د نجات په لېسه كې ترسره كړي، او د لوړو زده كړو لپاره سویس ته ولېږل شو.
ښاغلي ډاکټر صاحب حامد په ۱۹۵۷ ز كال سویس کې په قانونپوهنه كې دوكتورا ترلاسه كړه.  هېواد ته د راستنېدو سره یې د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي كې د ښوونكي په توګه، په دنده پیل وکړ، نوموړي په ډېرو رسمي او دولتي لوړو څوكیو کې كار كړې.  په ۱۹۶۴ ز كال کې د ډاکټر یوسف لخوا د اساسي قانون د تسوید په ډله کې شامل شو چې همدا مهال یې د ښوونې او روزنې په وزارت کې د منځنیو تدریساتو د ریس په توګه دنده ترسره کوله. پر دې سر بېره د دیموکراسۍ په
حکومتونو کې د پوهنتون ریس، د پروان والي، د نوراحمد اعتمادي په دوره کې د پلان وزیر او د ډاکټر ظاهر په دوره کې د صدارت مرستیال په دندو پاتې شوی دی.  نوموړي د ډاکټر ظاهر د حکومت پرمهال د بادغیس او د غور د والیانو د لیرې کولو پر سر خپله دنده پرېښوده او استعفا یې وکړه.
د غویي د اوښتون څخه وروسته په ۱۹۷۸ ز كال زندان ته واچول شو او په ۱۹۸۰ ز كال راخلاص شو او آلمان ته کډوال شو، چې د ډسمبر پر ۳۰ نېټه د سهار په پنځه نيمو بجو د جرمني د اېرکرات په ښار کې په حق ورسېد او جنازه يې د ننګرهار د خوګياڼيو په کږه بانډه کې خاورو ته وسپارل شوه.