
بسم الله الرحمن الرحيم
وَ رَدَّ اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيراً وَ كَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ وَ كانَ اللَّهُ قَوِياًّ عَزِيزاً * الاحزاب: 25
او الله هغه وگړي له خپلو غصو (ډكو زړونو) سره په شا وتمبول چي كفر ئې كړى وو په داسي حال كي چي په هيڅ خير او ښېگڼي نه وو نائل شوي، او الله د دې جنگ په اړه مؤمنانو ته كافي شو، او الله عزتمن ځواكمن دئ.
گرانو هېوادوالو!
خداى پالو مجاهدينو!
زما د ايمان او عقيدې وروڼو او خويندو!
السلام عليكم و رحمة الله و بركاته
څوارلس كاله وړاندي د ميزان په پنځلسمه؛ امريكايي ځواكونو زموږ پر هېواد بريد وكړ، په دې بريد كي اته څلوېښتو هېوادو د دوى ملتيا وكړه، د ناټو ستر نظامي پكت د دې بريد محور وو، په ملي او بين المللي كچه د اسلام كورنيو او بهرنيو دښمنانو په يوې او بلي بڼي كي د دې يرغل ملگرتيا وكړه، زموږ گاونډيان ورسره يو ځاى شول، په دوى پوري تړلي ناافغانان او وطن پلوران د يرغلگرو تر امر لاندي جگړي ته چمتو شول، د طالبانو هغه حكومت ئې نسكور كړ چي غربي رسنيو د تحريك د زېږېدو له لومړۍ ورځي تر ډېرو كلونو پوري هغوى او د هغوى كړني ستايلې، د دوى عربي ملگرو په رسميت پېژندلى وو او مرستي ئې ورسره كولې، يرغلگرو كابل هغو وطن پلورو اجيرو جنگاليو ته په لاس وركړ چي د دوى تر قومندې لاندي او د دوى د زمكنيو ځواكونو په توگه وجنگېدل، له پاسه هغوى له بي 52 او ايف 16بمونه ورول او دغو وطن پلورو ته ئې لار پرانيستله، تر هغه چي ارگ ته ئې ورسول، په بن كي ئې خپل لاس پوڅي راغونډ كړل، وزارتونه ئې د هغو هېوادو پر مزدورانو ووېشل چي په دې يرغل كي ئې برخه واخيسته، له هغوى ئې كابينه جوړه كړه او په امريكايي طيارې كي ئې كابل ته انتقال او د ارگ پر گدۍ ئې يو بل شاه شجاع او ببرك كارمل كښېناوو او دې خندوونكې او مسخره لوبي ته ئې د ديموكراسۍ پلي كولو نوم وركړ، څو ځلي ئې غولوونكي انتخابات ترسره كړل، او خپل لاس پوڅي ئې د منتخبو څېرو په نامه ونومول. نن د دې اوږدې جگړي او دې خونړۍ لوبي څوارلس كاله بشپړ شول، په دې مودې كي نږدې دوه لكه پنځوس زره افغانان ووژل شول، په ښارونو، كليو، كورونو، جوماتونو او مدرسو بمونه وورېدل، چاودني وشوې، مظلوم او بې گناه افغانان په خپلو وينو كي ورغړول شول، د باعزته افغانانو كورونه ولټول شول، لوټ او غارت شول، په زرگونو بي گناه افغانان له مجاهدينو سره د ملگرتيا په تور ونيول شول، گوانتانامو او په بگرام، كندهار، پنجشير او د امريكايانو په نورو اډو كي د دوى زندانونو ته انتقال او په بې رحمانه او وحشيانه توگه تعذيب شول، ځيني د تحقيقاتو په دوران كي په شهادت ورسېدل او ځيني دومره وربړول شول چي يا ئې اعصاب له لاسه وركړل يا په روغو پښو زندان ته بېول شوي ول خو په فلج پښو ترې ووتل، او د ډېرو نورو لاتراوسه برخليك معلوم نه دئ. دا هغه سوغاتونه وو چي د صليبي ځواكونو خونړۍ نظامي ديموكراسۍ زموږ مظلوم او بې وزلي ولس ته ډالۍ كړل!!
خو امريكايان له دې ټولو جناياتو سره سره نه يوازي خپلو موخو ته ونه رسېدل بلكي نن اعتراف كوي چي د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته افغان امنيتي ځواكونه د امنيت تأمينولو توان نه لري!! دا په داسي حال كي چي د دوى په لاس د روزل شوو امنيتي ځواكونو شمېر درې نيمو لكو ته ورسېدو. له دې روزل شوو اجيرو جنگياليو هره مياشت تر پنځو زرو زيات تښتي. امريكايان نه په دې وتوانېدل چي د مقاومت د ورځ په ورځ پراخېدا او مضبوطېدا مخه ونيسي، نه په دې چي امنيت تأمين كړي او نه په دې چي يوه ډاډمنه او پر اوضاع مسلطه او افغانانو ته د منلو وړ اداره جوړه كړي، قدرت ئې غلو، ملي خائنينو او جنگي جنايتكارانو ته سپارلى، نن په خپله اعتراف كوي چي د كابل امريكايي حكومت د نړۍ تر ټولو زيات مفسد، ناكام، بدنام او منفور حكومت دئ، لوړپوړي چارواكي ئې جنگي جنايتكاران او د مخدره موادو قاچاقچيان گڼي او د امنيت وضعه داسي چي حتى په كابل كي او د ارگ خوا ته هم نه د دوى ژوند خوندي دئ او نه د نورو خلكو سر، مال او عزت، د ولس امنيت تأمينول خو پرېږدئ خپل امنيت هم نشي ساتلى، نن د مقاومت لمن له بدخشان تر نيمروز او له بادغيس تر نورستان پوري غزېدلې، ولس له بهرنيو ځواكونو او د دوى له مزدور حكومت كركه لري او د مجاهدينو ملاتړ كوي.
وروڼو خويندو!
دا يو مسلم حقيقت دئ چي ناټو په افغانستان كي ماته خوړلې، له وتلو پرته بله چاره نه لري، د كابل حكومت شړېدلى، د بهرنيو ځواكونو له وتلو سره سم او له كوم ځنډ پرته به نسكورېږي، امريكايان نشي كولى دې منفور او مفسد نظام ته كوم بديل وزېږوي، نه د مسخره انتخاباتو له لاري او نه له بلي لاري.
وروڼو خويندو!
اشغالگران او لاسپوڅي ئې دا تبليغات كوي چي مجاهدين د جنگ پر دوام ټينگار كوي او د روغي جوړي له هڅو سره موافق نه دي، په داسي حال كي چي مجاهدين د بهرني يرغل په ضد جنگېږي، په هغه تپل شوي جنگ كي ښكېل شوي چي لومړى شوروي اتحاد او بيا امريكا د دوى پر هېواد تحميل كړ، كه اشغال پاى ته ورسېږي او اشغالگر ځواكونه زموږ له هېواد ووځي، او افغانان پرېږدي چي د خپلي خوښي منتخب اسلامي حكومت جوړ كړي؛ مجاهدين به له ځنډ پرته له سنگرونو راكوزېږي او جگړه به پاى ته رسوي. مجاهدين همدا غواړي او همدا ئې شرائط دي. كه اشغالگرانو او د دوى چاكرانو د جگړي پاى، افغانانو ته د منلو وړ حل او زموږ له هېواد عزتمن وتل غوښتى نو د حزب اسلامي له جامع طرحي سره به ئې توافق كړى وو، خو هغوى د جگړي پر دوام ټينگار كوي او مجاهدينو ته د جهاد له دوام پرته بل بديل او انتخاب نه پرېږدي.
وروڼو خويندو!
موږ يو ځل بيا دا خبره ټولو خواوو ته اعلانوو چي د روان بحران د حل يوازينۍ لار دا ده چي ټول بهرني ځواكونه له هېواده ووځي، افغانانو ته د خپل برخليك ټاكلو موقع وركړى شي، له خپلواكۍ وروسته په آزاد او خپلواك افغانستان كي شفاف او عادلانه انتخابات ترسره او د ملت د خوښي اسلامي حكومت قائم شي. تر څو چي بهرني ځواكونه وي، زموږ په كورنيو چارو كي بهرنۍ لاسوهني وي، قدرت په پرديو پوري د تړلو مفسدينو، ملي خائنانو او جنايتكارانو په لاس كي وي، د افغانانو پر سر د پرديو جنگي جهازونه گرځي او په افغانستان كي د پرديو بيرغونه رپېږي، نو جنگ به ادامه مومي، نه به بهرني ځواكونه يوه شېبه آرامه تېره كړى شي او نه د دوى لاسپوڅي.
زړه ورو مجاهدينو!
لا د ښارونو د آزادولو وخت نه دئ رارسېدلى، دا كار بايد په خپل مناسب وخت كي ترسره شي، دا ستره غلطي ده چي د تبليغاتي موخو لپاره ښارونه ونيول شي او بيا بېرته تخليه شي، دا كار له يوې خوا مفسدينو او لوټمارانو ته د غارت فرصت په لاس وركوي او له بلي خوا دولتي ځواكونو او د دوى وحشي حاميانو ته له عام ولس د غچ اخيستلو فرصت، د كندز وروستيو خونړيو پېښو همدا حقيقت ثابت كړ، په كندز كي د شمالي ټلوالي اوباشانو تر دې وړاندي هم او په دې څو ورځو کی هم دومره جنايات كړي چي چنگېزيانو نه وو كړي، امريكايي ځواكونو داسي وحشيانه بم ورونې وكړې چي مثال ئې لږ ليدل شوى. څه چي دوى دواړو د كابل د نيولو په وخت كي كړي ول اوس ئې د كندز په نيولو كي تكرار كړل، امريكايي جهازونو دوه ځلي پر يوه روغتون گڼ شمېر بمونه او راكټونه وورول، هر ځل ئې نږدې نيم ساعت بمونه او راكټونه ورول، د مرگ ژوبلي شمېر تر شپېتو واوښت، په دې كي د روغتون دولس ډاكټران او نرسان، نه (9) بيماران وژل شوي او په لسگونو عام وگړي، مريضان او د روغتون كار كوونكي په وينو كي رغړول شوي، دولتي دفترونه او تأسيسات هم د دوى له بمونو او راكټونو خوندي پاته نه شول، هر خوځېدونكى موټر ئې په نښه كاوو او پر هري غونډي ئې بمونه ورول. دولتي ځواكونه له مقاومت پرته له كندز وتښتېدل او بيا د امريكايي جنگي جهازونو تر وزر لاندي او هغه مهال كندز ته ننوتل چي امريكايي جهازونو په خپلو بم ورونو سره لار ورته پرانيستله او د مخكي تگ قومنده ئې وركوله. له ننوتلو سره سم ئې په غارت او لوټمار لاس پوري كړ، د مخالفينو د تعقيب ترنامه لاندي او له خپلو رقيبانو د انتقام او لوټ په موخه كورونو ته ننوتل، ډېرو بې وزلو كندزيانو ته ئې بې عزتي او سپكاوى واړولو، بانكونه او دكانونه ئې غارت كړل، گڼ شمېر مظلوم او بې دفاع ښاريان ئې په وينو كي ورغړول، مزدورو رسنيو په ډېر غرور او مستي سره دا راپورونه نشر كړل چي د كندز كوڅې او سړكونه د مخالفينو له مړو ډك دي او ځواكونه كور په كور په تلاشي بوخت دي!!
دا د جناياتو يوه وړه برخه ده چي رسنيو په نه زړه او د مجبوريت له مخي خپره كړې، دا ځكه چي وران شوى روغتون د بې سرحده ډاكټرانو تر نامه لاندې په يوې فرانسوي مؤسسې پوري مربوط وو، څو بهرنيان په كي ووژل شول، د هغوى وينه قيمتي ده!! د مظلومو افغانانو د وينو په څېر بې ارزښته نه ده!! نو ځكه اوباما هم او د ملگرو ملتونو سرمنشي هم پر پېښي خپل تأسف څرگند كړ او پنتاگون د څېړلو پرېكړه وكړه، اما د زرگونو مظلومو افغانانو پر مرگ ژوبلي او د كندز پر ورانېدو او غارت كېدو د چا تندى هم تريو نشو!! په ټول يقين سره ويلى شو چي د كندز پېښه د استخباراتي كړيو له لوري پلان شوې پېښه وه، شمالي ټلوالي ته دنده سپارل شوې وه چي كندز له مقاومت پرته تخليه كړي، بيا له امريكايي ځواكونو وغواړي چي په بمونو او راكټونو سره د دوى مرسته وكړي چي كندز بېرته ونيسي، غلط كوردينات وركړي، پر روغتون، دولتي تأسيساتو او هري غونډي او تجمع بمونه ووروي، عبدالله په نيويارك او واشنگټن كي د همدې پېښي په استناد له امريكا وغواړي چي د خپلو ځواكونو د ايستلو پرېكړه بدله كړي، دا ځكه چي دولتي ځواكونه په يوازي سر د دفاع توان نه لري!!
كه له طالبانو پوښتنه وكړو چي د كندز د نيولو گټه څه وه؟ د دې پراخي مرگ ژوبلي او لوټمار مسئوليت د چا په غاړه دئ؟ څه ځواب به وركوي؟!! آيا طالب چارواكي خپله غلطي مني او په دې مسئوليت كي ځان شريك بولي؟!! رسول الله صلى الله عليه وسلم خو هغه مهال مكې ته ننوت او له جگړي او مقاومت پرته ئې فتح كړه چي د تل لپاره د مسلمانانو تر واك لاندي پاته شوه، د داسي وخت تر رارسېدو ئې صبر وكړ!! د رسول الله صلى الله عليه و سلم پر دې سنت د عمل كولو تقاضاء څه ده؟!!
له امريكايانو پوښتنه كوو: تاسو ولي څو كلونه نور په افغانستان كي پاته كېدا او د ډېرو نورو افغانانو وژل غواړئ؟ په دې سره به كومي ناولې موخي ترلاسه كړئ؟ په تېرو څوارلسو كلونو كي مو د خپلو فوځيانو له زرگونو تابوتونو او لسهاوو زرو ژوبلو پرته څه ترلاسه كړل؟ د عراق له جگړي مو څه ترلاسه كړل؟ كوم احمق انسان به ستاسو دا بې بنسټه ادعاء ومني چي د بې وزلو او مظلومو افغانانو له وران افغانستان څو زره ميله لري د اروپا او امريكا امنيت ته گواښ متوجه دئ او د دې گواښ د مخنيوي لپاره بايد ستاسو په زرگونو مسلح ځواكونه په افغانستان كي پاته وي!!
بايد پوه شئ چي په جنگونو سره خپل مخالفين نشئ ختمولى، تجربو وښوده چي هر جنگ ستاسو په ضد جنگېدونكي دوه برابره زيات كړي، په افغانستان كي هم او په نړۍ كي هم، په عراق بريد ستاسو مخالفين درې برابره او په پاكستان كي د بې پيلوټه طيارو بريدونو څلور برابره زيات كړل.
د افغاني فوځ او پوليس په زياتولو سره دا جنگ نشئ گټلى، ستاسو له وتلو سره سم به دا فوځ او پوليس متلاشي كېږي او وسلې به ئې ستاسو د مخالفينو په لاس كې پرېوځي. د كندز پېښي ئې څرگند ثبوت دئ.
نن امريكايان په خپلي ماتي اعتراف كوي خو پړه ئې په داخل كي پر خپل لاس پوڅي حكومت اچوي او هغه د ټولو ناخوالو باعث گڼي او چارواكي ئې په اختلاس، اداري فساد، بې كفايتۍ او نااهلي تورنوي او له بله پلوه پاكستان تورنوي چي د دوى له مخالفينو سره مرسته كوي!!
پوښتنه كوو: د نړۍ څلوېښت هېوادونه د افغانستان په جگړي كي عملاً ښكېل دي او د امريكايانو ملگرتيا كوي، روسيه او ايران هم د دوى مرسته كوي او په دوى پوري تړلې ډلي د امريكايي افسرانو تر قومندې لاندي جنگېږي، پاكستان تر ټولو زيات او تر بل هر هېواد وړاندي د دوى مرسته كړې، دومره چي كه د پاكستان مرسته نه وى نو امريكايانو ته ممكنه نه وه تر ننه په افغانستان كي پاته شي، څنگه ومنو چي يو هېواد تر څلوېښتو مخكي شوى او له مجاهدينو سره ئې دومره مرسته كړې او هغوى ئې دومره پياوړي كړى چي پر ناټو برلاسي شي؟!!
له دې جگړي كه هر څومره اوږده هم شي او حتى ستاسو په زعم بريا هم ترلاسه كړئ؛ چي محال ده، امريكا او امريكايانو ته به ئې هيڅ گټه ونه رسېږي. د دې جگړي گټه يا د وسلو جوړولو كمپنيو ته رسېږي، يا هغو جنرالانو ته چي د نظامي بودجې لويه برخه د دوى او د دوى د غلو افغاني ملگرو په جيبونو كي لوېږي، يا روسيې او ايران ته، د جگړي قربانيان يا مظلوم افغانان دي يا هغه امريكايان چي د مور او پلار له رضايت پرته په يوه نامقدس جنگ كي د مرگ كومي ته لېږل كېږي. تاسو افغانستان د مسكو او تهران لپاره فتح كړى، نن د كابل حكومت د مسكو او ايران پلوه ډلو په لاس كي دئ. عراق مو هم كمونستو كردانو او ايران پلو شيعه ډلو ته سپارلى، دا دئ گورئ چي عراق په هغه ائتلاف كي شامل شو چي مشري ئې مسكو كوي او ايران، سوريه او عراق ئې غړي دي!!!
زه د افغان ولس په استازيتوب تاسو ته وايم: كه له افغانستان د باعزته وتلو لار لټوئ موږ مو مرسته كولى شو خو كه د جنگ په دوام ټينگار كوئ نو پوه شئ چي د افغانانو حوصلې اوچتي دي، په جنگونو او د مصيبتونو په گاللو كي پاخه شوي يو او اوږده جنگ ته چمتو يو، ښه پوه شئ چي له وتلو پرته بله د حل لار نشئ موندلى.
وروڼو خويندو!
ټول بايد په دې پوه وي چي إن شاء الله افغانان به خپلواكي او آزادي ترلاسه كوي، اسلامي انقلاب به راځي، اسلامي عدالت به قائمېږي، مظلومان به د ظالمانو له منگولو ژغورل كېږي، د دوى غصب شوي حقوق به د غارتگرانو له كومي ايستل كېږي، دا ځل به د تېر دور اشتباهات نه تكرارېږي، جنايتكاران، ملي خائنين، د پرديو جاسوسان، غله او غارتگران به په كلكه او د شريعت له غوښتنو سره سم محاكمه كېږي. افغان ولس او د دې هېواد په درد دردمن افغانان مصمم دي چي هېواد به د مفسدينو له ولكې باسي، هغه منفوري كړۍ به پر خپل ځاى كښېنوي چي افغانان سره جنگوي، قومي او ژبني تعصبات پاروي، د پرديو په اشاره او د دښمنانو په وينا د افغانانو د ملي وحدت په ضد توطئې كوي، اقليتونه د اكثريت په ضد او شيعه د سني په خلاف دښمنيو او جنگ ته هڅوي. په دې كي هيڅ شك نشته چي د افغانانو د ملي وحدت او يووالي دښمنان د پرديو لخوا گمارل شوي، نه كوم مذهب لري او نه له كوم قوم سره خواخوږي، د پرديو سپك او ذليل مزدوران دي، مأموريت ئې همدا دئ چي په افغانستان كي د جگړو اور ته لمن ووهي او افغانان سره وجنگوي. خو إن شاء الله د اسلام د دښمنانو دا ټولي توطئې به شنډېږي او په آزاد او خپلواك افغانستان كي به د مجاهدينو په لاس د ملت د خوښي اسلامي حكومت قائمېږي.
ژوندي دي وي مجاهدين- رپانده دي وي د اسلام شين بيرغ
مړه دي وي اشغالگران او د دوى ذليل مزدوران
حكمتيار
افغانستان
15/7/1394