
دشپې دولس بجې وې .دوه سا عته کیدل چې ګل ولي له خپلې دوهمې ښځې تا ج بی بی سره په پا لنګ اوږد غزیدلی او د هغې له نازک بدن سره ېې د ځا ن د پارونې لپاره رنګا رنګ لوبې کولې خو د ځان د تودولو او پارولو هره هڅه یی نا کامه او بې ثمره وه. نا چاره له کټه نا ببره را کښینا ست. او په خونه کې په کراره روان شو. د خونې منځته لا نه و رسیدلی چې ښځې یی هم ورو سر راپورته کړ. حیرانه شوه ځکه که اوبه او که بل هر څه ته به اړتیاوه تل به له دې غوښتنه کیده چې په هغو شیانو پسي دا پا څې او رایوړی. د سودا د لیرې کولو لپاره یی په ورو ورنارې کړې:
ـڅه شی غواړې ؟
دښځې غږلکه ددریدا آمر پښه نیولی او ودراوه ،مخ یی ورو ورواړاوه ، سا ه یی وکښله د هغه څه په ویلو چې له کټه ورته را پا څیدلی و شرمیده .څه شیبه غلی لکه خیره یی چې په ستونی کې ونښلی هیځ ځواب ورنکړ خو نا ببره یی خبره له خولې راووتلله:
ـ ګولۍ رااخلم .
ښځه د ګولۍ په آوریدو هکه پکه شوه:
ـ د څه شي ګولۍ: د خوب؟
له شرمه د سړي رنګ زیړ راواوښت ،خولې پرې راماتې شوې، ژبه یی درنده شوه خبره یی وژوله له رښتیا اوسده ځوابه په څنګ تیر شو:
ـ نه دا د بل څه ګولۍ ده.
ښځه بیا هم ونه پوهیده سر یی خلاص نشو. اندیښنه ورولیده د سده ځواب په لټه یی بیا وویل:
ـ دڅه شي ګولۍ ؟ تا خو نن غرمه او ما ښام د خپلو ناروغیو کوم لس ډوله ګولۍ خولې ته واچولې .
بیا یی پسې اوده کړه:
تا خو نیمه شپه ګولۍ نه خوړې.
سړی ترور او وارخطا شو خو ځا ن یی با ینلود:
ـ ځنې مر ضونه او ګولۍ د ویلو دي او ځنې نه دي . تا ج بی بی
ښځه له هیښتیا وریږدیده، لکه ویده او نشه چې شي په فکر کې لاړه نور ېې هیڅ په خوله رانه وړل. سړی په ور د خونې بل سر کې المارۍ پرانیسته، په کوټبند کې دراځوړند واسکټ په جیبه کې لاس ورتیر او یو شین پا کټ یی ترې راوکیښ. له پا کټه یی یو ګولۍ رابیله او په دم ګړۍ کي خولې ته ورواچوله او تیره یی کړه. بیرته ورو راوګرځید او د ښځې سره یو ځای بیا پریوت . بیا یی خپل وجود له ښځې سره سلیښ کړ، لاسونه یی دهغې د وجودهر ځای ته ورورسیدل او شونډو يي هم د ډیرو ځا یونو مزه وڅکله خو هیڅ لمس او نښلونې ګټه ونه کړه . نا ببره یی ښځې ته شا ورواړوله .
اندیښنو واخیست: مشره ښځه ، زامن، لوڼې او لمسیان یو یو یی په زړه راووریدل. د مشرې ښځې دعوا، ژړا او ناندریو ټول یادونه ېې په زړه کې راوټوکیدل، دهغې یوه یوه خبره ورپه زړه شوه:
ـپه شمار مې لس ګلالی اولاده درته راوړل، جوړه او نا جوړه که مې خوښه وه که نه، په پالنګ دروختم . ... خدای دې غرق کړه چې هم دې زما آزار واخیست او هم د دې خوارې.
ټولو یادونو یی لکه چړې زړه ټپي ټپي کړخو د ښځې د دې خبرې ورپه زړه کیدلو سم په منځ سوری کړ:
ـ ته خو د ګور په غاړه ېې! له مرګه وروسته دې هغه د چا غاړې ته وراچوې . هغه به هم په ما سمبالوئ؟
دغه ټول یادونه یی په زړه لکه غرونه پراته وو او دی ېې د سخت روحي عذاب او وجدانی محاکمې لاندې راوستی وو. دې جدال یی په ګولیو هم اثر ښا نده او دکوروالی اشتها یی ورو ورو لا کمیده .
څو ګړۍ لکه د سترکو په رپ کې تیری شوی لږ وخت پا تې و چې ملا د ګهيځ اذان وکړي .
دده نا قرارۍ ځوانه ښځه نوره هم نا آرامه او سودایی کړه . په څنګ راواوښته په ورو یی وویل:
ـ د څه شی اندیښنه کې تللی يي ؟
سړی سوړ اوسیلی وویست:
ـستا غم ژاړم .
ښځې له هیښتیا غاښونه په شونډو کې بې واکه خښ کړل ځا نته یی لاس ونیو. له خولې ېې بې واکه چیغه پورته شوه:
ـ زما
سړي په مهربانه غږ ورغبرګه کړه:
ـ هو ستا .
د ښځې تندی وغوړید، خوله یی وازه شوه:
ـ ولې؟
سړی سوی اهونو ته نور هم زور ورکړ:
ـستا ځوانی مې ژړوی، ستا په عمر مې مشره لمسي په واده ولاړه ده.
ښځې د سړی په دې احساس د هغه غومبرو ته خوله په ورو وروړه، پخپلې تودې مچکې ېې ونازاوه:
د هغه په تندي ېې لاس راتیر کړ:
ـ مه خفه کیږه که تا نه وای راواده کړې ظالم پلار مې داسې چا ته ورکولم چې له تا لس کلونه مشر دئ. او که ته نه وای اوس به د هغه په پالنګ پرته وای .
سړی رانیغ شو لکه په رښتیا یی چې ښځه له یوه لوی مصیبته ژغورلی وی ، په حیرانتیا یی وویل:
ـ رښتیا
ـ هو خدای به مې د مور داد اوریدلی وو، کنه اوس به زما په بدله بنه په ورغلی وای خو ستا مرکې مې مور هم وژغورله او هم مې پلار ته د پیسو بوجۍ په لاس ورغله او کنه اوس به مې پلار دوه ښځې له دومره وړو سره په څه سا تلې؟
د ګل ولی زړه له خو شحالۍ ټوپونه واچول.د خوشحالۍ احساس یی په وجود غزونې وکړې او لکه د ګنا ه پیټی یی چې له اوږ کوز شوی وی وجود یی په دم ګړۍ کې سپک شو.
دشپې لس بجې د ۲۰۱۵میلادی کال د اکتوبر لومړۍ نیټه
سوتهال ـ لندن