د افغانۍ د راټیټولو وخت دی/  دویمه او وروستۍ برخه

 
اقتصادي تحلیل له مخې د کرنسۍ راټیټول د هېواد په اقتصاد پنځه اغېزې لري:
 
ارزانه صادرات: کورني تولیدات او صادرات ډېرېږي (ښه اغېزه ده)
قیمته واردات: په هېواد کې بهرني توکي ګرانبیه پرېوزي او تقاضا یې کمېږي. (ښه اغېزه ده)
د عمومي تقاضا لوړېدل: د اقتصاد د پرمختګ لپاره یو اړین اصل دی. (ښه اغېزه ده)
د پېسو پړسوب یا تورم: افغانستان په ۲۰۱۴ کې لس سلنه انفلیشن درلود، نوره لوړتیا یې تاوان لري. البته د اقتصادي پرمختګ سره د پیسو تورم یوه تړلې پېښه ده. (منفي اغېزه ده)
د سوداګریز جاري حساب ښه کېدل: کله چې د صادراتو کچه د وارداتو په نسبت ډېرېږي نو (Current Account) بهتر کېږي. د افغانستان بانک مالي سپما ورسره شتمنه کېږي چې د اقتصادي ننګونو او رکودونو په وخت کې د همدې مالي سپما څخه ګټه اخیستل کېږي. (مثبته اغېزه ده)
د کرنسۍ په راټیټولو کې لویه ستونزه د پولي تورم (Inflation) منځته راتګ دی. همدارنګه که کرنسۍ یو دم په لوړه کچه راولوېږي، دا هم اقتصاد ته غټه ضربه ورکولی شي. د دې ترڅنګ که د کرنسۍ راټیټولو سره د کورني تولیداتو ډېرښت او هغوی ته په بهر کې د بازاریابۍ لپاره کافي هڅه ونشي، نو د کرنسۍ راټیټول په اقتصادي غمیزې بدلېدای شي. که د افغانۍ د راټیټولو تر څنګ کورني تولیدات ډېر نه شي نو د عادي خلکو ژوند به ستونزمن شي. ځکه له یوه پلوه بهرني اجناس (واردات) قیمته شوي او له بله پلوه کورني تولیدات نشته – نو ډېره اړینه ده چې د کرنسۍ راټیټولو نه مخکې د کورني تولیداتو د پېشرفت لپاره کامل پلان موجود وي. له دې ټولو ستونزو هاخوا، نړیوال مالي او اقتصادي نهادونه او په تېره بیا ګاونډي هېوادونه د افغانۍ د راټیټولو مخالف دي.
 
د موضوع د راغونډولو په موخه ښه دا ده چې ووایو چې ارزانه افغانۍ د چا په ګټه ده او د چا په تاوان. د ګټې په طرف، اول: د افغانستان د نیم نه زیات خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. ارزانه افغانۍ د افغان بزګرو په ګټه ده. د قیمته افغانۍ په وجه د ارزانه زراعتي وارداتو (تازه مېوه، سبزي او لبنیاتو) سره د افغان دهقانانو مقابله سخته ده.
دویم، د ارزانه افغانۍ سره افغاني صادرات ډېرېږي او واردات کمېږي – چې دا د افغانستان بانک د مالي سپما لپاره یو ګټور ګام دی. د ارزانه افغانۍ سره به د صادراتو او وارداتو دا دومره لوی واټن راکم شي. درېیم، د بزګرانو تر څنګ، د افغان تولیدونکو کمپنیو او پانګه اچوونکو لپاره ټیټه افغانۍ یو ګټور او تشویقي اقدام دی. له بله پلوه، ځینې کړۍ به د ټیټې افغانۍ څخه زیان وګوري. په لومړي ګام کې د ارزانه افغانۍ څخه هغه پانګه اچوونکي زیان ګوري چې وارداتي شرکتونه لري، د هغوی وارداتي اموال به ګران پرېوزي او ورو ورو به اخیستونکي له لاسه ورکړي. دویم هم هغه لویه ډله خلک چې په ښارونو کې ژوند کوي، دا ډله خلک نږدې ۸۵ سلنه په وادراتي اجناسو تکیه دي. د وارد شویو اجناسو لوړې بیې به د دوی ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړي. او درېیمه ډله خلک اوسني واکمن سیاستوال دي چې ارزانه افغانۍ ورته په تاوان ده. ځکه دوی تر اوسه داسې ښيي چې اوسنۍ قیمته افغانۍ د دوی د هڅو او کړو وړو نتیجه ده – دوی فکر کوي چې د افغانستان اقتصاد ته یې کافي وده ورکړې، نو ځکه ورسره افغانۍ هم لوړه شوې. د افغانۍ راټیټېدل به په لنډمهال کې د دوی شهرت ته زیان ورسوي. د ګټونکو او بایلونکو معادلې ته په کتو سره، د افغانۍ د ارزښت کمښت د افغانستان د اقتصاد په ګټه برېښي – خو په دې شرط چې ورسره د داخلي تولیداتو د رشد لپاره لازم اقدامات په وخت ترسره شي.
 
افغانۍ باید په راتلونکو پنځو کلونو کې ورو ورو خپل حقیقي ارزښت ته ځان نږدې کړي. د افغانۍ راټیټول باید د افغانۍ د بې ثباتۍ لامل نشي. هغه لګښت چې د افغانۍ د لوړ قیمت ساتلو لپاره کېږي، باید د کورنیو تولیداتو د تشویق او ډېرښت لپاره مصرف شي. د افغانۍ راټیټول په یوازې ځان د افغانستان د اقتصاد د پرمختګ ضمانت نه شي کولای، تر هغې چې د کورنیو تولیداتو د پېشرفت لپاره د ځای ، انرژۍ، قرضونو ورکولو، بازارموندنې او نورو سهولتونو لپاره جدي ګامونه وانخیستل شي. لکه څنګه چې مو مخکې وویل، یوازې افغانۍ راټیټول د افغانستان د اقتصادي دردونو دوا نه ده، بلکې ډېر نور اقدامات لکه د داخلي تولیداتو رشد، په هغو وارداتي اجناسو لوړه مالیه یا بندیز چې په افغانستان کې تولېدېدلای شي، د صادراتو او وارداتو لپاره یوازې د پاکستان پرځای د بدیلو لارو موندل او داسې نور هغه منځمهالي اقدامات دي چې د افغانستان لپاره د یو پیاوړي اقتصاد په لاره کې مرسته کوي.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.