لومړۍ برخه
کله چې په ۲۰۰۱ میلادی کال کې د ښاغلي حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان لنډمهالې اداره جوړه شوه، نو ددې ادارې د لومړیو اقدامونو څخه یو هم د نوې افغانۍ معرفي کول وو. د نوې افغانۍ لپاره د یو ډالر پر وړاندې ۴۰ افغانۍ نرخ وټاکل شو. همدارنګه د افغانۍ لپاره د (Floating exchange rate) سېستم وټاکل شو او حدود یې ورته (۴۰ – ۵۰) وټاکل. په دې معنا چې که افغانۍ د یو ډالر پر وړاندې د ۴۰ څخه قیمته او یا له ۵۰ څخه ارزانه شي، بیا به د افغانستان بانک مداخله کوي او هڅه به یې دا وي چې د ډالر پر وړاندې افغانۍ د (۴۰-۵۰) ترمنځ وساتي.
په ۲۰۰۳ کال کې د افغانستان شړيدلي اقتصاد ته او د کورنیو تولیداتو نه شتون ته په کتو د ډالر پر وړاندې د ۴۰ افغانیو په څېر لوړ نرخ ټاکل پر ځای اقدام و. دا ځکه چې ۲۰۰۳ کال داسې وخت ؤ چې د افغانستان کورني تولیدات د صفر سره برابر وو. افغانستان ډېرو وارداتو ته اړتیا لرله او اسانه او ارزانه لار یې همدا وه چې افغانۍ ته لوړ قیمت وټاکل شي. یوه خبره باید روښانه شي او هغه دا چې کله دوه هېوادونه یو بل سره سوداګریزه راکړه ورکړه کوي نو هغه هېواد نسبتاً په ګټه کې دی چې کرنسۍ یې نسبت دویم هېواد ته ارزانه وي. د هر هېواد کرنسۍ چې څومره ارزانه کېږي هومره یې صادرات ډېرېږي او واردات یې کمېږي، په مقابل کې څومره چې د یو هېواد کرنسۍ ارزښت پېدا کوي، هومره یې صادرات کمېږي او واردات یې ډېرېږي. ددې مسئلې دلیل دا دی چې کله د یو هېواد کرنسۍ ارزانه شي، نو صادرات یې هم ارزانه کېږي او ډېر خلک د صادراتو تجارت ته مخه کوي – همدارنګه واردات ورته قیمته پرېوزي او ډېری کسان د وارداتو د تجارت څخه مخه اړوي. په همدې ډول کله چې د یو هېواد پولي واحد قیمته شي نو داخلي تولیدات یې طبیعتاً قیمته کېږي چې همدا داخلي تولیدات یې د صادراتو په شکل د نورو هېوادونو لپاره قیمته پرېوزي چې دا د صادراتو د بازار لپاره ښه خبر نه دی. بالعموم که د یو هېواد صادرات د وارداتو پر وړاندې ډېر شي نو دا ښه خبره ده ځکه د هېواد مالي سپما ډېرېږي او اقتصاد پرې پیاوړی کېږي. برعکس کله چې د یو هېواد واردات د صادراتو په پرتله ډېر شي نو هېواد د مالي کسر سره مخ کېږي چې دا ښه خبر نه دی.
په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان صادرات نږدې ۲.۶ میلیارده ډالر کېدل په داسې حال کې واردات مو ۱۰.۶ میلیارده ډالرو ته رسېدل. د دولت اقتصادي پالیسي باید د صادراتو ډېرښت او د وارداتو کمښت ته لومړیتوب ورکړي. کورني تولیدات تشویق کړي او پانګوال دې ته وهڅوي چې د افغاني تولیداتو ته په بهرنیو بازارانو کې ځای پیدا کړي. دا کار هله شونی دی چې په افغانستان کې پانګوال د وارداتو پر ځای په صادراتو کې ډېره ګټه وویني او ددې لپاره تر ټولو ښه لاره همدا ده چې دولت ورو ورو د افغانۍ ارزښت راټیټ کړي. دولت باید په خپل منځمهالي (۵ کلن) اقتصادي پلان کې دا هڅه وکړي تر څو افغانۍ ته خپل حقیقي قیمت ورکړي. په ټولیز ډول د یو هېواد د کرنسۍ قوت او ضعف د همغه هېواد د اقتصاد قوت او ضعف ښکاره کوي. د افغانستان اقتصاد ته په کتو باید افغانۍ ډېره ارزانه وای. د پاکستان اقتصاد د افغانستان د اقتصاد څخه ډېر ښه دی، خو پاکستانۍ کلدارې د افغانۍ نه ارزانې دي – اوس چې کله افغانستان د پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه کوي نو د پاکستانۍ کلدارې د ارزانۍ په وجه پاکستان ګټه کوي او افغانستان تاوان. د قیمته افغانۍ تاوان دا دی چې په پاکستان کې د افغانستان تولیدات قیمته شي او د پاکستان لپاره د ارزانه کلدارې ګټه دا ده چې په افغانستان کې پاکستاني تولیدات ارزانه شي او ډېر افغانان یې واخلي
اوس مهال افغانستان د ډیرو مصرفي موادو د تولید توان لري، خو بیا هم دا مصرفي مواد حتی تر لبنیاتو او هګیو پورې د ایران او پاکستان څخه راواردېږي – دلیل یې د داخلي تولیداتو ته د زمینې نه برابرولو تر څنګ د افغانۍ لوړ قیمت دی. د نړیوال بانک له خوا د افغانستان اقتصادي راپور (اکتوبر ۲۰۱۴) کې راغلي، چې افغانۍ د نړیوالو مالي مرستو په مټ دومره جګه ساتل شوې – که فکر وکړو، آیا دا به بهتره نه وي چې د افغانۍ قیمت لوړ ساتلو پرځای نوموړې نړیوالې مرستې د کورنیو تولیداتو د راژوندي کولو لپاره په انرژۍ، بازارموندنې او زمینه سازۍ ولګول شي؟
د لس کالو څخه زیات شو چې چین او امریکا د د چینايي کرنسۍ (یووان) پر ټیټ قیمت لاس او ګرېوان دي. چین هڅه کوي چې یووان ارزانه پاتې شي ترڅو د صادراتو ګټه یې لا ډېره وي او امریکا (د نړیوال بانک او نړیوال وجهي صندوق) په مرسته د یووان د قیمته کولو په هڅه کې ده، تر څو چینايي صادرات امریکا ته ارزانه پرېوځي. د کپېټلېزم د اصولو مطابق د هر هېواد کرنسۍ باید آزاده پرېښودل شي چې د نورو اجناسو په څېر د عرضه او تقاضا په تناسب ځانته ارزښت وټاکي – خو غربي نړۍ (د نړیوال بانک، نړیوال وجهي صندوق او ځینو نورو نهادونو په واسطه) په دې هڅه کې ده چې د هېوادونو کرنسۍ ته داسې ارزښت وټاکي چې غربي نړۍ ته ترې ډېره ګټه رسېږي. اکثره هغه عربي هېوادونه چې امریکا ته تېل صادروي، کرنسي یې لوړ ارزښت لري – د کرنسیو دا لوړ قیمت بازار نه دی ټاکلی، بلکې امریکا ته د ارزانه تېلو صادرولو لپاره د موجوده نړیوالو نهادونو په مرسته ټاکل شوی. همدارنګه د نړۍ سترې کمپنۍ په دې هڅه کې دي چې په داسې هېوادونو کې پانګونه وکړی چې د انرژۍ او امنیت ترڅنګ یې پولي واحد هم ارزانه وي لکه چین، هند، جنوب شرقي اسیایي هېوادونه (اسین) او داسې نور. اکثره هېوادونه په دې هڅه کې دي چې د اقتصادي پرمختګ سره سره خپله کرنسي ثابته او ټیټه وساتي – جاپان چې په اتیایمه لسیزه کې یو مخکښ صادروونکی هېواد ؤ، او کرنسي (ین) یې ورځ تر بلې لوړېده، دولت یې مجبور شو چې مداخله وکړي ین ټیټ وساتي او د جاپاني ارزانه صادراتو (د قیمته ین له وجې) مخه ونیسي. همدا راز اروپايي ټولنه د قوي اروپايي اقتصاد لپاره د ضعیفه یورو په لټه کې ده. ډېری هېوادونه وخت او حالاتو ته په کتو سره خپله کرنسي راټیټوي. بالعموم د هېواد د کرنسۍ ارزښت ته د همغه هېواد د اقتصادي پرمختګ او ثبات په سترګه کتل کېږي. یانې که د کوم هېواد کرنسي ارزانه وي، خلکو ته هغه هېواد وروسته پاتې او که د کرنسۍ ارزښت یې لوړ ؤ، نو نوموړی هېواد پرمختللی وي. خو اقتصاد پوهان د کرنسۍ ارزښت د هېواد په پرمختګ او شاتګ پورې نه تړي، بلکې د نوموړې کرنسۍ ارزښت د هغې په عرضه او تقاضا پورې تړي.
نور بیا...
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.