وروستۍ مفاهمه وروستۍ محاسبه

له يون صيب سره يواصولي بحث
محمداجمل هوډمن
 
 
داخلک ولې انتظار دهغې ورځې کوي
چـې پاچا مړ وي او وزير په زولنو تړلى
 
په دې وروستيو کې په ځينو وېبپاڼو کې دښاغلي محمداسماعيل يون په هکله ليکنې په ډېرېدو دي يوزيا ت شمېر ليکوالو په هغه نيوکې کړي اوالبته يوڅوتنو يې ننګه هم کړې ،کومې ليکنې چې تراوسه پورې شوي دادليکوالو خپل خپل نظر ونه دي اوزه نه غواړم چې په ځانګړي ډول دچادنظرننګه اويا مخالفت وکړم زماپه اند داټولې تربګنۍ له راروانوټاکنو سره تړاو لري .يون صيب دولسمشرۍ په ماڼۍ کې دامنيت شورادکولتوري چارورييس دى اودنورودولتي چارواکوپه شان په ټاکنوکې دښاغلي کرزي په ګټه په کمپاينونوکې برخه اخلي .اوله همدې لامله يې په فرهنګي کړيوکې خپل پخوانى محبوبيت له لاسه ورکړى. ځکه فرهنګيان دښاغلي کرزي دواکمنۍ دوام دافغانستان په ګټه نه بولي .
که څه هم داستاديون له وروستيو ليکنوڅخه ښکاري ،چې کرزى دهغه په اندهم يوښه کانديد نه دى خودى يې ځکه ننګه کوي ،چې دده په اند کرزى صيب ګټونکى برېښي ماداخبرې له ډېرونورونه هم اورېدلي دي، خومنم يې ځکه نه ،چې دهېوادپر وړاندې زموږ مسئوليت فردي دئ موږ بايد له خپل ځان سره فکروکړوچې څوک په اوسنيوحالاتوکې دافغانستان لپاره ښه دي.؟اوددې پرځاى ،چې دبد اوبدتر ترمنځ فکروکړو ،راځئ چې ،دهغه چا چانس ډېر کړو چې زمونږ په اند ښه اويا ترښو ښه وي .داخبره ډېره سولېدلې اوزړه ده ،چې له ((بدترځخه بدښه دى ))خوزه وايم چې بدهم بددى اوبدترهم،بدتردى .سمه ده چې په يوه قاعده کې ويل شوي ،چې کله له دووشرونوسره مخامخ شوى وړوکى شر غوره کړئ خوداپه دې شرط چې له شرپرته بله لاره نه وي .نن چې د ولسمشرۍ لپاره يوباندې څلوېښت تنه نوماندان ولاړدي مونږ يوڅلوېښت لارې لرو ،ترکومه پورې چې زه پوهېږم يوزيات شمېرروڼ اندو اوپه ځانګړې توګه پښتنوفرهنګيانو دډاکټر اشرف غني احمدزي لاره نيولې اوددوى په اندهغه ترټولو ښه کانديد دئ ،زه هم په دې يوڅلوېښتوکانديدانوکې ډاکټر احمدزى غوره بولم ، ځکه زماموخه يوازې داده ،چې دافغانستان مشرتوب بايد مثبت بدلون ومومي اوکه داډول بدلون راشي نودټولو به کارپه کې جوړوي اوکه بدلون رانه شي، نولږترلږه مونږخوبه وجداناً ناارامه نه يو اوخپل فردي مسئوليت خوبه موپر ځاى کړى وي .په هرصورت افغانستان کې اوس ولسواکي ده هرڅوک اوخوښه يې ،چې څوک خوښوي ،چاته رايه ورکوي اوچاته کمپاين کوي اوکله چې انتخاب توپيرکوي ،نونظريات اواستدلال هم ورسره توپير کوي هرڅوک هڅه کوي ،چې خپل نظر پرنورو ومني ،توجيه يې کړي اوان دنوروله نظرسره مخالفت وکړي ،خودامخالفت بايدسوله ييز ،اصولي اوپه ارزښتونو ولاړوي سپکاوى اودبې بنسټو تورونو لګول که هرڅوک يې کوي دولسواکۍاودبيان دازادۍ له ادابواواخلاقوسره سمون نه لري .
زما خپل نظر دادئ ،چې راځئ بله وکړو که څوک فکر کوي چې استاديون به له کرزي واړوي نوداښايي امکان ونه لري هغه اوس يو ځل ويلي ،چې همداکرزى يې خوښ دئ .يون استاد همدا کرزى صيب له مارشال فهيم ،کريم خليلي ،دوستم ،محقق اونوروټولو ملي او((ناملي)) رهبرانوسره سره منلى اوپه خپله وروستۍ ليکنه کې يې په هغوى هم نيوکې کړي اوويلي يې دي ،چې کرزي بايد فهيم خپل مرستيال نه ونيولى خواوس شوي او په تللو اوبو پسې يوم مه اخلئ پرېږدى ،چې هرچېرې خوښ وي خوښ دې وي .دملامحمدعمراخندخبره(( موږ به خپل کارکوو اوهغه خپل )) تاسوپوهېږئ ،چې کېداى شي پنځه ورځې وروسته ټاکنې وشي ،که جعلي وي که رڼې نوپه دواړوصورتونو کې به پايله راووځي اودالوبه به ختمه شي يابه احمدزى راځي ،ياکرزى اوياهم عبدالله اوبيا به ګورو چې راتلونکې کې څه کېږي ؟
مونږکولاى شو،چې دسياسي اختلاف له درلودلو سره سره په ګډه فرهنګي کاروکړو اوداکار هغه وخت ښه کېدلاى شي ،چې مونږ په کولتوري برخه کې يووالى ولرو اوخپل ګډ ارزښتونه اوموخې وپېژنو .نن که يون صيب ٣٣ کتابونه په پښتوليکي اويا يې يوځاى خپروي ، دا دهر پښتانه لپاره يوه بريا ده اوکه پرون په پښتو کې هېڅ نه ووهم ټول پښتانه پرې ځورېدل ،ديوې ژبې معنوي پانګه دهغې دټولو ويونکو وياړ بلل کېږي ،.زه غواړم يوه خبره وکړم ،چې زه ديوه افغان په توګه ديون د ټولوکولتوري چارواولاس ته راوړنو درناوى کوم ،خوديون له اوسنيو سياسي کارونوسره مخالف يم .زه ورته د٣٣ کتابونومبارکي وايم خوخواشينى يم ،چې ولې د يون صيب په شان څېرې له يوه ناملي جريان سره يوځاى کېږي هغه هم داسې يوجريان چې دى يې په وړاندې دشل کلنې مبارزې ادعاکوي ،زه د سميع الله اميني هغه خبره ،چې يون ته يې اوسنى خوشال خان يا محمدګل خان مهمند ويلي هم مبالغه څه چې اغراق ګڼم اوکوم بې ځايه تورونه چې نورو ورباندې لګولي هغه هم افراط ګڼم .خوپه هرصورت هرڅوک پوه شه اوکاريې چې هرڅه په نظرښه ورځي کوي يې البته کرزى به ديون صيب په اندښه وي .زه خپله ديوې ولسواکې مفکورې دلرونکي په توګه که ځان ته داحق ورکوم ،چې دښاغلي کرزي مخالفت وکړم نويون هم بايد داحق ولري ،چې دکرزي پلوي وکړي نوچې داسې ده ولې به له نوموړي سره تربګني کوم که خبره دليکنو اومخالفتونووي نوديون صيب په وروستۍ ليکنه (مقابله که مفاهمه ؟مناظره که محاسبه ؟)باندې چې اوه مخه وه ،اويا مخه نقدليکل کېداى شي خوزه ددې لپاره چې دليکوالو په منځ کې رامنځ ته شوې سيالۍ زياتې نه شي له هرڅه نه تېرېږم خودايوه خبره نه شم سپمولاى ،چې يون استاد دکرزي اواشرف غني په اړه ويلي ،چې ((ليکوال دې دملتپالوکانديدانودپيوستون لپاره کوښښ وکړي ))خوزه همدايوه خبره ورته کوم ،چې ګوره کرزى صيب ملتپال نه دى اوهيله کوم چې نورهرڅه وايې مونږيې که منونه لولو به يې خودښاغلي کرزي ملتپالنه مونږنه ده ليدلې ملتپال خواحمدي نژاد دى چې له پرنګي ، روسي ،فرانسوي ،انګرېز اوعرب سره هم په خپله ملي ژبه خبرې کوي .
بله خبره چې دلته يې کول اړين دي داده ،چې .په دې وروستيو کې مې يوشمېر ليکنې ولوستې چې په مستعارونومونويې پر يون استاد نيوکې او قلمي بريدونه کړي وو.يوشمېر کسا.نوبه چې ليکنه ولوسته نووروسته به يې ما اويا زما نږدې ملګروته تيلفون کاو ،چې ګوره هوډمن بياپر يون استاد ليکنه کړې دښاغلي يون له وروستۍ ليکنې هم څرګندېږي چې داسې ګومان به کوي ،ځکه چې عيناً د((لکه ونه مستقيم په خپل مکان يم ))ليکنې په شان کلمات يې کارولي دي اوتريوه حده که پام وکړو هغو خلکوچې تلفونونه کول اوان په خپله يون صيب حق هم درلود چې داسې شک وکړي ځکه چې د((کانديدانومارکېټ ))له ليکنې وروسته زه لومړنى کس وم چې ديون استاد داليکنه مې ترپوښتنې راوستې وه اونقد مې پرې کړى و اوان يون َصيب هم بېرته زما ځواب وليکه اومابيا پرې ليکنه وکړه اوماخپله لومړنۍ ليکنه هم دملګرو دغوښتنو له مخې په خپله خوښه له ټول افغان څخه ووېستله خو ((دکانديدانوپه مارکېټ کې نرخونه راولوېدل )) له ليکنې وروسته چې کومې ليکنې شوي يوه هم زمانه ده خوامکان لري چې له ځينوسره به يې چې پرواقعيتونوولاړې وې موافق واوسېږم اوله ځينونوروسره يې چې پر احساساتو بنا وې مخالف هم يم .
زما يوعادت دادى ،چې په مستعارنوم ليکنې نه کوم ځکه چې بې له خدايه له بل هېچا نه وېرېږم او نه داسې څه ليکم چې دفاع ورڅخه ونه شم کړاى .زه سره له دې چې دداسې يوه ګوندغړى يم چې په تېروټاکنوکې هم له کرزي سره و او اوس يې هم يوه لويه برخه له کرزي سره ده خوبياهم په ټول حکومت کې داسې يوڅه نه لرم چې په له لاسه ورکولو يې ووېرېږم اوتېر ځل مې چې ديون په ليکنه انتقادکړى و هغه هم دهمدې ګوند لپاره و اوکه يون صيب په خپله ((دکانديدانو مارکيټ )) ليکنه کې په کرزي هم نيوکه کړې واى شايد چې ماهم ځان نه و پوه کړى اوهغه ته به مې ديوه ناپېيلي ليکوال په سترګه کتلي و.خوداسې نه و.يون زما ملي مفکورې ته ((تش په نامه ))خطاب کړى و اودکرزي تېره تش په نامه واکمني يې له (( لاس ته راوړنوډکه)) بللې وه .
يوه بله خبره چې ليکل يې اړين بولم داده ،چې ځينو وروڼوپه خپلو ليکنوکې دملي امنيت له خوازمادنيولو تورهم پر يون استا د لګولاى و اوهغه يې تورن کړى و ،چې ((هوډمن يې په ملي امنيت ونيو ))خوزه داخبره هم نه منم ځکه چې يون کله هم داسې يوکارنه کوي هغه يو ليکوال اوفرهنګي دی ترڅويې چې په قلم کې وس وي فکرنه کوم چې داسې يوکاردې وکړي سره له دې چې ښايي په وس کې يې هم وي که دکرزي صيب دکمپاين دګروپ منګولې له کابله ترکندهاره دمحمديار ګرېوان ته وررسېداى شي نوماخوپه کابل کې ترټولوښه په نښه کولاى شي ، خوهغه هم ښه نه کوي ولې يې په خپله وروستۍ ليکنه کې داخبره نه ردوله خوپه هرصورت اوس که ده داکارونه کړ دادى زه وايم چې زه پريون کوم دليل نه لرم ،چې ګويازه يې په ملي امنيت ونيولم .اوله نورو ورونو څخه هم غواړم ،چې داخبره بيا ونه کړي اوکه کوم دليل بيا لري نوماته دې هم ووايي ،چې په ځان پوه شم اوله دې وروسته له يون سره کار ونه لرم اوګوزاره ورسره وکړم !له ماڅخه يوکس پوښتنه وکړه چې ته(( ريښتيا هم يون په ملي امنيت نيولى وې ))؟ماورته وويل نه داخبره سمه نه ده هغه وويل ،((چې داخبره خوپه ټول افغان کې هم راغلې وه خويون په خپله ليکنه کې نورټول تورونه ردکړي وو اوپه دې هکله يې څه نه و ويلي له دې ښکاري ،چې يوڅه لاس يې په کې و)) ماورته وويل چې يون صيب ليکوال دئ که داخبره يې ليکلې وه نو په زوره يې پر ځان ثابتوله هغه وويل چې(( کېداى شي يون صيب ددې لپاره په دې خبره ځان غلى نيولى وي ،چې نورليکوال ووېروي ترڅو بياپر ده باندې انتقادونه ونه کړي)) خوماهغه ته وويل چې که ټول افغانستان هم داخبره وکړي زه به يې بيا هم ونه منم ځکه چې زه دداسې خبرو په تور نيول شوى وم چې هغه د١٣٨٧ کال دکب دمياشتې له ١٢ نېټې راوروسته شوې وې اوملي امنيت زه له هماغې ورځې دڅارنې لاندې نيولى وم خوديون استاد پرليکنه زمانقد د١٣٨٨ کال دوري پر ١٥ نېټه په ټول افغان کې خپورشوى و چې نږدې يوه مياشت وخت يې په منځ کې و اوزماله راخوشې کېدو يوه اونۍ وروسته چې زه له معمول سره سم دپنجشنبې پرورځ دروڼ سهارپه خپرونه کې دګډون لپاره دشمشادتلويزيون ته روانېدم ماته يوچا له شمشادڅخه تيلفون وکړ چې(( ته مه راځه مونږته دملي امنيت له خواويل شوي ،چې هوډمن نور مه راغواړئ ))اودايوواقعيت و ،چې ماله پنځومياشتووروسته له تاسوسره شريک کړ ديادونې وړ ده چې دشمشادتلوېزيون خبريال په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې هم برخه اخستې وه چې زما دخوشې کېدو غوښتنه يې کوله خودملي امنيت له وېرې يې داخبر خپورنه کړ . نوربه هرڅه وي اويابه نه وي زماديوه ملګري په خبره افغانستان داستثناتو هېواد دى دلته هرممکن ناممکن کېداى شي اوهرناممکن ممکن کېداى شي خوزه له ټولو وروڼو ليکوالا نو غواړم چې پريون که څومره ليکنې اونيوکې لرئ ويې ليکۍ داستاسې ډموکراټيک حق دئ ،خو هغه څه چې ريښتيا نه وي اودليل يې نه لرۍ له ليکلو يې ډډه وکړئ . .زه يوځل بيا وايم ،هغه کسانو چې پريون ليکنې اوانتقادونه کړي يويې هم له يون سره شخصي ستونزه نه لري ليکوالان دکرزي ،فهيم ،خليلي ،دوستم ،چکري ،مقبل، محقق ،اونورو جنګسالارانو مخالف دي اوددې لپاره ،چې يون صيب ددوى دتوقع خلاف دهمدې جنايتکارانو په لوري کې ولاړدى نودوى هم چې په کرزي پسې قلم راواخلي نو اول يې له يون څخه پيلوي ،؛زما په اند داسم کاردئ څه ستونزه په کې نشته خوپه يوه شرط چې ښاغلي ليکوال دې دښاغلي يون په سياسي تګلارې اونظريو باندې ليکنې اوانتقاد وکړي،اودهغه يا بل چاپه شخصيت دې تېرى نه کوي .خويون صيب دې هم دخپلو وروستيو انتخاباتي ليکنوژبه يوڅه نرمه کړي اوخلک دې دځان په وړاندې نه راپاروي. اوکه نه نو والله که خودراتلونکې پنځه کلنې دورې ترپايه هم دچاله قلم څخه په امان کې پاتې شي .!همدااوس ما شل ليکنې له انټرنيټ څخه راکاپي کړي چې ټولې يې پريون له انتقاد ونو ډکې دي خو که دالړۍ ونه درول شي نو کېداى شي داشمېره سل ګونوته هم ورسېږي .اوبې اغېزې به هم نه وي .اويووخت به دقضاوت ميدان ته لوېږي .
يون صيب په خپله وروستۍ ليکنه کې ټولو ته چليج ورکړى دى ،((، چې ددې هېواد په هره رسنۍ، هر علمي ډګر، هره محکمه او هر ځاى کې چې د هر کورني او بهرني جنايتکار پر ضد، په خوله، په قلم، په لاس ، په منطق او هرې وسيلې، مبارزې ته حاضر وي، دا ګز او دا ميدان.)) زه خپله ديون صيب دې چلنج ته حاضريم خوپه يوه شرط چې يون وړاندې تردې دجنايت کارانو له منځ څخه راووځي اوخپل اوسني سياسي تګلوري ته يوسل اواتيا درجې تغيرورکړي ديون صيب له وروستيو ليکنو څخه ښکاري ،چې هغه دکرزي صيب پلوى دى رايه ورکوي اوکمپاين ورته کوي خونوموړى ښاغلى په دې هم ښه پوهېږي ،چې دده کمپاين ،رايه ،ليکنې، او هلې ځلې ددې سبب کېږي ،چې مارشال صيب ،خليلي صيب ، دوستم صيب ، چکري صيب ،محقق صيب ، مقبل صيب ،اونور هم واک ته رسوي نوچې داسې ده ،زه يون صيب اصلاًددې نظام اوجنګ سالارانو منتقد نه بولم اودغه چلنج يې هسې يوه ((ګپه )) بولم .ښاغلي يون په همدې وروستۍ ليکنه کې ليکلي چې(( دفهيم مرستيا لي دټول ملت اوافغانستان په تاوان ده )) چې داسې ده نوله کرزي څخه دده ننګه اودده رايه هم دافغانستان په تاوان ده وګورئ ديون استادد ليکنې يوه کرښه بله کرښه ردوي نودى څنګه کولاى شي ،چې نوروته چلنج ورکړي .؟ همدازه چې داستاديون چلنج ته ټټر وهم زه کوم فيلسوف نه يم ماخوديون صيب په ليکنوکې تناقض ليدلى اوکه راسره مخامخ شي نوتر هرڅه دمخه يې همدامتناقضې ليکنې مخې ته ږدم اوپه همدې کې يې رانيسم .يو څوک چې په خپله اعتراف کوي چې دده رايه د ملت په تاوان کارول کېږې نوهغه به څنګه مناظرې ته حاضرېږي .؟ اوڅنګه به وکولاى شي چې خپل چلنج توجيه کړي ؟.ماان په هغې ورځې ديون صيب په سياسي معلوماتو شک وکړ چې له يوسفي نومي سره يې دشمشادپه تلويزيون کې ، په رياستي اوپارلماني نظام بحث کاوه .زماپه اند په سياسي سيستم اوحکومتي نظام بحث ځانګړې حقوقي اوسياسي پوهه غواړي اوزما مشوره ځينوکسانوته داده ،چې لومړى دې د درې ګونو((مقننه ،قضاييه ،اواجرائيه )) ځواکونو په اړه خپل مطالعات بشپړ کړي اوبيا دې دنظام په سر مناظرې ته راودانګي اوکه نه نو اماتور سياستوال همداسې ماتې خوري .!زه خپله دپارلماني سيستم پلوى يم اوهرڅوک چې له ټاکنووروسته له ماسره بحث ته حاِضر وي خداى دې راولي خوله ټاکنووروسته مې ځکه وويل ،چې نه غواړم دا بحث دډاکترعبدالله په ګټه تمام شي .يوه دې بله هم ورپسې وي چې هرنظام ښه نظام کېداى شي خوپه هغه هېوادکې چې قانون حاکم وي ،له دې پرته به هېڅ نظام ښې پايلې و نه لري .په داسې يوه هېواد کې ،چې دولتي ماموريې په دوو کلونو کې د څوکورونو اوڅونمره يې ځمکو خاوندشي هلته يې والله که په يوه نظام هم شل کړې .خيريون صيب کېداى شي همداستاسو وړاندوينه سمه وي اوکرزى صيب بريالى شي خوزه نرهغه څوک وبولم ،چې وروسته له برياليتوب څخه دکرزي له کارونودفاع وکړي وبه وينې چې له کوچيانوسره څه کېږي ؟دخوجه بهاالدين مسئله څنګه کېږي ؟ امنيت ،فساد ،بډې، عدالت اودملکيتونولاندې کول به کوم حدته رسږي ؟،اودنويو ولايتونو اوولسواليو دفرمانو خاکې خوشايد همدااوس ليکل شوې وي !او...؟؟؟ !!!هلته به بيا نه کوم خوشال خان وي اونه به کوم محمدګل خان مهمند سمه ده تاسې به بياهم په مطبوعاتوکې ډېرې چغې ووهئ اودهمدغه محکوم اکثريت غږ به پورته کړئ خوپه يوه خبره تاسې هم ښه پوهېږئ چې دکرزي صيب په پرېکړو کې بدلون نه شئ راوستلاى لکه کرزى دې چې له مارشال فهيم خان څخه راونه ګرځاوه دنوروکارونومخه يې هم نه شې نيولاى .چې داسې ده نوهمدااوس دې کوڅه ترې بدله کړه .اودعادلانه نظام په لار حرکت را وکړه .يوه خبره په ياد ولرئ که چېرې کرزى صيب خپله وروستۍ خبره ((چې که کامياب شي دده پروړاندې ولاړو کانديدانو ته به هم په کابينه کې ځاى ورکړي )) عملي کړي نولرې به نه وي چې همداډاکتر عبدالله به هم دکرزي صيب په راتلونکې کابينه کې وزير وي کوم چې ته يې دواکمنۍ دمخنيوي لپاره دکرزي صيب په څنګ کې ولاړيې ..! يون صيب ماپه لومړي سر کې ويلي  و ، چې اصولي بحث به کوو ته ښه خبريې چې کرزي صيب په راتلونکې کې له چاسره څه ژمنې کړي ؟ له خليلي اومحقق سره يې ژمنه کړې ،چې جاغوري اوبهسود به ولايتونوته لوړوي ،کوچيان به له بهسودوڅخه باسي ، هزاره قوم ته به ((خاصه )) پاملرنه کوي پنځه وزارتونه به ورکوي ،ولايتونه به ورکوي اوپه دولتي اداروکې به يې ډېر مقرروي .
دپنجشېر له شوراسره يې ژمنه کړې ،چې داحمدشاه مسعودعکسونه به په افغاني بانکنوټونو چاپوي ، دپنجشېر والي به دپنجشېر دخلکو په خوښه ټاکل کېږي ، داحمدشاه مسعود عکسونه به په ټولودولتي مهمو ځايونو ځړوي ،اوپنجشېر به په بيارغونه کې اول مقام لري ، همدغه شان يې له جنرال دوستم سره هم دامتيازاتوژمنه کړې همدانن شپه مې واورېدل ،چې خليلي په جا غوريو کې هزاره ګانو ته وويل ((بېدار شوېد وحق خودرابګيريد ))خوکه له تانه وپوښتل شي ،چې دکوم شرط پربنسټ دې دهغه ملاتړکړى ؟ ښکاره ده چې هېڅ نه لرې چې ويې وايې .ګوره يون صيب که داپورتنۍ ژمنې ترسره شوې په يادولره چې ته به هم په کې شريک وې اودافغانستان خلک به يو وخت تاسې هم له ګرېوان ځخه راونيسي .اوستا په وينا هغه ملي اوناملي کانديدان چې دکرزي په ګټه تېر شوي هغوى به هم برائت وانه خلي اوته به په دې محکمه کې يوځاى ديوه مېزشاته ورسره ولاړيې اود نن دناسموسياستونو ځواب به ورکوئ .ديون صيب په اړه همدومره بس ده اوس خپلو خلکوته يو پيغام لرم چې دادى :
ګرانو هېوادوالو!
ډېرافغانان دافغانستان دغميزې پيل پرافغانستان باندې دشوروي اتحاديرغل ګڼي خوزماپه اند هره پېښه اوسياسي بدلون ترخپلې شا پورې ژورې تاريخي ريښې لري که دمحمد ظاهر شاه په شاهي نظام کې دشوروي اتحاددپټو اوښکاره لاسوهنومخه نيول شوې واى ،که دولسواکۍ په لسيزه کې په قانوني توګه دپردي پالوکمونستي ګوندونودجوړېدومخه نيول شوې واى، نوولې به محمدداودخان دهغوپه مرسته يومشروع نظام چې داساسي قانون له مخې رامنځ ته شوى و ړنګاوه؟ اووروسته له هغې که داودخان دقانون له مخې په وسلوال پوځ کې دروس پلوه کمونيستي ډلومخنيوى کړى واى نوولې به کمونيستانو ته ددې موقع په لاس ورتله ،چې هم داود خان ووژني اوهم په افغانستان کې دشوروي اتحاددګټولپاره عام وژنه وکړي ؟ که مجاهدينو اوپه ځانګړي ډول جهادي تنظيمونو،ان دجهاد له پيل څخه يوبل ته دورورۍ لاسونه ورکړي واى ،که دافغانستان په جهادکې دنوروګاونډيوهېوادونودلاسوهنې مخه نيول شوې واى ،که زمونږجهادي رهبرانو د جهاد پلان اواداره دنوروپه لاس کې نه واى ورکړې ،نوولې به دجهاد له پاى ته رسېدووروسته افغانستان دواک لپاره په کورنيو جګړو کې سوزېده ؟ اوافغانان به ولې دقوم ،مذهب ،سيمې ،ژبې اوتنظيم په نامه سره جنګول کېدل ؟ زمونږملي يووالى به ولې زيانمن کېده ؟که جهادي تنظيمونو اورهبرانوپه يووالي سره يوملي حکومت رامنځ ته کړى واى ،اودجهاد قربانيانوته يې په درنه سترګه کتلي واى ،نوولې به افغانان دګاونډيوهېوادونو دګټوقرباني کېدل ؟ولې به کابل ورانېده ؟ اوولې به دجهاد سياسي ثمره اووياړ زمونږ له لاسه وته ؟اوکه تنظيمونوپه افغانستان کې په قومي ټولوژنو ،کورنيو جګړو،لوټ اوتالان ، پاټکونواودخلکوپه ځورونولاس نه واى پورې کړاى نوولې به طالبان رامنځ ته کېدل ؟ اوکه طالبانودخلکوپه ځينو مشروع حقوقواوازاديوبنديز نه واى لګولاى ،اودنوروهېوادونومخالفو ډلوته يې پناه نه واى ورکړې نوولې به امريکې په افغانستان بريد کاوه ؟ولې به نن په افغانستان کې په لس ګونوهېوادونوپوځي هډې درلودې ؟ولې به په بمباريوکې بې ګناه افغانا ن ،ماشومان ،اوښځې وژل کېدې ؟ولې به دبن په کنفرانس کې دافغانستان برخليک يوځل بيا هغوډلوته ورکول کېده ،چې يو ځل پخوايې مونږ په ټوټوټوټو وېشلي وو؟
که ملګروملتونودطالبانوله ماتې وروسته په افغانستان کې له افغانانوسره دواک دمشروع بنسټونوپه رامنځ ته کولوکې مرسته کړې واى ،که يې يوځل بيا دافغانستان ورانوونکوته په اصطلاح دافغانستان دبيا جوړېدودنده نه واى ورسپارلې !،اوکه ملګروملتونوتنظيمي واکمنيو ته  نړيوال جوازنه واى ورکړى ،که دبن په کنفرانس کې څوکۍ په قومي ګروپونونه وېشل کېدې ،که دبن دغوڼډې دواک پر قومي اوتنظيمي وېش دبيړنۍ لويې جرګې مهرنه واى لګول شوا ى ،که ملګروملتونو،امريکې ،حامدکرزي اوسلاکارانويې دواک په وېش کې افغانيت ،اهليت ،اووړتيا په پام کې نيولې واى ،ولې به نن ملي يووالي زيان ليده ؟ولې به نن هرګوند ډلي اوتنظيم دخپل قوم لپاره وزارتونه غوښتل ؟ولې به نن افغانستان دفساد ، اختلاس ،اوبډوپه لومه کې ښکېل کېده اوولې به دنړۍ دککړو(؟) هېوادونوپه ليکه کې راته ؟ ولې به دافغانستان ملي شتمنۍ، ملي عوايد اونړيوالې مرستې دڅوکسانوبانکي حسابونو ته ورتلې ؟ که ملګروملتونو،کرزي اونوروملګرويې دقانون په حاکميت باندې دولاړې ټولنې درامنځ ته کېدوبنـسټونه ايښي واى ،ولې به نن دځمکولاندې کېدل مباح ګڼل کېدل ؟ که ښاغلي کرزي وسلوالې ډلې په امتيازونولقبونواومډالونونه واى نازولې ولې به نن ځينو معلوم الحالو ډلو د افغانستان دجهاد وياړونه په خپل ځان پورې تړل ؟ اوولې به يې دقوم ، سيمې او تنظيم په نامه امتيازونه غوښتل ؟ولې به نن د ارګ ،اداره امور(؟) اوپارلمان له منځ نه دپښتنوکوچيانوپر ضدتوطئې جوړېدې ؟اوولې به نن هرهرچا له ځانه قومي احصائې جوړولې اودهغوپربنسټ به يې ولې له ښا غلي کرزي څخه وزارتونه ،رياستونه ،اوولايتونه غوښتل ؟ که همدغه معافيت اوځان ځاني نه واى نوولې به نن د افغانستان په شمال کې قومي تصفيه روانه وه ؟ولې به په خواجه بهالدين کې پښتانه له خپلوکورونواوځمکومنع کېدل ؟ که ښاغلي کرزي په خپلوادارواوحکومت باندې څارنه درلوداى اوهرڅوک يې خپل سريوته نه واى پرې ايښي نوولې به نن هردولتي مقام په خپله اداره کې يوازې دخپل قوم خلک ګومارل ؟
که په بيړنۍ لويه جرګه کې وسلوال نه وو انتصاب شوي نوولې به ټولې پرېکړې دملت پر ضد کېدلې ؟ اوولې به ځينوکسانوګواښونه کول ،جې که هغه اودغه کس کانديدشي کابل به په بل مخ اړوم ؟؟
که په اساسي قانون کې ملت پرقومونونه وېشل کېده نونن به ولې په لسګونوقومي ګوندونه ،ټولنې اوائتلافونه رامنځ ته کېدل ؟ که داساسي قانون په څلورمه ماده کې يوازې دافغان په هويت بسته شوې واى ،نن به ولې ځينوقومي تمايلات پرملي تمايلاتوپورته ګڼل ؟اوولې به نن هرچادقوميت له مخې رايه ورکوله ؟اوکه دبن په غوڼډه کې کميسيونونه دافغانستان ملي واقعيتونوته په پام سره جوړواى نوولې به پرېکړې ديوه ځانګړي توکم پرضدکېدلې؟ که په تېرواووکلونوکې دافغانستان خلکوسياسي ،کولتوري ،اوټولنيزحقونه يوې ډلې ته نه واى وربښل شوي ولې به نن دولس يوې لويې برخې له حکومت څخه ځان لرې نيوه؟ که له لومړي سرنه دافغانستان امنيتي ځواکونه ديوې سياسي ډلې له انحصار څخه راوېستل شوي واى نونن به دکورنيوچارودوزير امرونه له بلخ ولايت نه ولې واپس کېدل ؟که په تېروکلونوکې دولت کولتوري پاليسي درلوداى نوولې به هرچاکوښښ کاو ،چې په ملي مصطلحاتوکې په خپل سرلاس ووهي؟اوولې به له ګاونډيوهېوادونوڅخه دکتابونوکاروانونه دکولتوري ټولوژنې دوسلوپه توګه راتلل ؟که مصلحتي مضر سياستونه نه واى نوولې به نن ځينوپه زوره ځانونه په ولسمشرورتپل اوفرمايشي وزارتونه به يې غوښتل ؟که په خپله ولسمشر له اساسي قانون څخه سرنه غړو لاى ، نونن به ولې نوروپه اساسي قانون ملنډې وهلې ؟که ولسمشر له لومړۍ ورځې دسولې لپاه يومنظم پلان درلوداى نونن به ولې جګړه دکابل دروازوته رارسېدله ؟ولې به دپښتنومېرمنې په سپيانو خوړل کېدې ؟ولې به په توروشپوکې دپښتنوکورونه دبهرنيوله خوا پلټل کېدل؟ اوولې به ددولت مخالفين ورځ تربلې ډېرېدل اوافغانستان به ولې يوې بلې جګړې ته راکاږل کېده
که نن هرڅه شوي اويا کېږي داد پرونيوتېروتنو او ناسموسياستونواومعامله ګريو پايله ده اوکه سباهم هرڅه کېږ ي، دنن دناسمواوبې بنسټوسياستونوپايله به وي ،چې داسې ده نوزه په خپلوټولوهېوادوالو،ريښتينومبارزينو،مجاهدينو ،قلموالو،سياستوالو ،ملي سياسي قوتونواوپه ځانګړې توګه په ليکوالو،غږکوم، چې افغانستان وژغورئ اوداوسني حالت ددوام مخه ونيسئ اوکه نه افغانستان ديوې داسې تيارې لوري ته ورخوځول شوى ،چې که راونه ګرځول شي نو بيابه نه خپله ځان پيداکړي اونه به يې بل څوک ،همدااوس يوشمېر افغانان شته چې دافغانستان دپايښت لپاره سوله ييزه مبارزه کوي دالړۍ بايدپياوړې شي ځينې فرهنګيان چې منحرف شوي ملي ضددربارونه دې پرېږدي ،ملي ګوندونه دې دقدرت معاملې پرېږدي ،خپلواک ملي شخصيتونه دې کرارناستى پرېږدي ،کارپوهان دې خپلوعلمي هڅوته دوام ورکړي ، دقانوني واکمنۍ لپاره دې کاروشي ، اودحکومت وسلوال مخالفين دې سولې ته غاړه کېږدي ،چاته بايداجازه ورنه کړل شي ،چې دافغان ورونوقومونوترمنځ تبعيض اوامتيازقايل شي اوټول افغانان بايدافغانستان خپل ګډکوروبولي اوپه يووالي سره دې افغانستان وژغوري
خوداژغورنه څنګه کېداى شي ؟اوڅنګه کېداى شي چې داوسني حالت ددوام مخه ونيول شي ؟مونږ يوچانس لرو هغه چانس چې له پنځوکلونووروسته لاس ته راغلى هغه دروان کال دزمري ٢٩ ده ((دټاکنوورځ )) راځئ چې له دې وروستي چانس څخه سمه ګټه واخلو او دعادلانه  نظام سالار ډاکټر اشرف غني احمدزي ته رايې ورکړو اوهغه دراتلونکو پنځو کلونو لپاره ولسمشر کړو .اودادى زما وروستۍ محاسبه !اووروستۍ مقابله هغه وروڼه چې له ماسره په دې نظر کې موافق دي ((خداى دې راولي )) اوهغه وروڼه چې راسره موافق نه وي نو لږ تر لږه ژر دې قضاوت نه کوي اوودې ګوري چې وړاندې څه کېږي ؟په ټاکنو کې برياليتوب مهم نه دئ مهمه داده چې څوک په خپله ژمنه درېږي ،څوک له ولس سره دوکه کوي ،څوک يې نه کوي ،څوک په خپلو څوکيو وېرېږي ،څوک ريښتيني مبارزين دي اوڅوک تېروتي دي .؟ زه له ټولومشرانواوکشرانوورونواوخويندوغواړم ،چې زماپيغام نوروته هم ورسوي .اوخپله ليکنه ديون استادپه دې شعر پاى ته رسوم .
زماتړلي لاس وو ستا درنې درنې څپېړې
يووخت خوبه اشنا داپه حساب کې راولم