دتخارولايت پښتنو ته دجهاد اوهجرت سزا ورکول کېږي

محمداجمل هوډمن
له  نن څخه شل کاله وړاندې چې دډاکترنجيب الله واکمني ړنګه اوپرځاى يې د مجاهدينو په څېرو کې دګاونډيو هېوادونو داستخباراتي شبکو لاسپوڅي واک ته ورسېدل ،په لومړيو کې يې دافغانستان خلکوته ځانونه داسلام دټېکه دارانوپه توګه ورپېژندل اودنوازشريف په لاس جوړې شوې ادارې ته يې دافغانستان دپراخ بنسټه اسلامي دولت نوم ورکړ، خومياشت يې لا نه وه تېره  چې دټولواسلامي ارزښتونو پرخلاف يې پربيت المال باندې لوټ ګډ کړ.وروسته يې دخلکوشخصي شتمنيو ته مخه وکړه اوبيايې له قومي اوجغرافيايي پلوه دافغانستان دوېش چارې پيل کړې .کابل عملاً له پاکستان اوايران څخه دواردشويو تنظيمونوترمنځ  لږترلږه په  اتو واکمنيو وېشل شوى و. په ولايتونوکې هم هرقوماندان ترخپلې ولکې لاندې سيمه کې واکمن و .د وړو واکمنيو دواک سيمې به  په خپل منځي جګړوکې کله پراخې اوکله به تنګې شوې خو په جنوب اوشمال باندې دواحدافغانستان له جغرافيايي وېش څخه هيچاهم سترګې نه شوې پټولاى  .
دبرهان الدين رباني پرمشرۍ دزورواکې  ډلې مخالف لوري دافغانستان له جنوبه دکابل واکمني ننګوله او درباني ډلې بيا په شمال کې دپښتنوقومي تصفيه پيل کړه .په لومړي سرکې يې پښتانه مجاهدين په يوه اوبل نامه بې وسلو کړل . اوبيايې په زور اوجبرسره دهغو دپلرنيوځمکو غصب  اوله سيمې څخه دهغو شړلو ته پيل وکړ .په هغوسيموکې ،چې پښتانه اکثريت وو،قوماندانانوزموږ داهل هنودو هېوادوالو ملکيتونه غصب کړل اوهغوى يې هندوستان ته وشړل .
له هغه وخت څخه په ميراث پاتې ستونزې تراوسه هم  نه دي اوارې شوي په ځانګړې توګه دشمالي ولايتونو يوزيات شمېر پښتانه ، چې دبرهان الدين رباني په واکمنۍ کې يې ځمکې اوجايدادونه دزورواکو له خوا نيول شوي تراوسه هم دولسمشرکرزي دماڼۍ دچارو له ادارې نه نيولې ترپارلمان اوسترې محکمې پورې هره دروازه ټکوي، خو هيڅ څوک يې دمظلوميت غږ نه اوري .ددې ډول خلکو شمېره ترهغه څه چې فکرکېږي څوبرابره زياته ده  په دې ليکنه کې يوازې  دتخارولايت  د درقد په ولسوالۍ کې  دمېشتو پښتنو د لس زرو جريبو  ځمکو موضوع څېړل شوې چې په ١٣٧٢ کال کې دبرهان الدين رباني د ٤٧٣ شمېرې فرمان له مخې  پرنورو قومونو وېشل شوې ده .
دتخارولايت  د درقد په ولسوالۍ کې دنور خېلو اوسېدونکي پښتانه وايي،چې  لږترلږه  پنځه سوه جريبه کرنيزې او په زرګونو جريبه  مالچر ځمکې يې  چې له ١٣١٣ کال  څخه تراوسه پورې يې دماليې ټکټونه اونورقانوني اسناد په لاس لري دبرهان الدين رباني په واکمنۍ کې  ديوه فرمان په پلمه  دقاضي کبير مرزبان په نوم يوه قوماندان غصب کړي او په خپلو پلويانو يې وېشلې دي .
دسيمې اوسېدونکي وايي چې  تر٧٠ کلونو زيات وخت کېږي ،چې داځمکې يې په تصرف کې دي . دسروې اوکادسترادارې هم منلي،چې  داځمکې  زموږ دنيکونو په نوم ثبت دي  او دوخت دحکومتونو له خوا راته دملکيت اسناد هم  راکړل شوي خو له دې ټولو سره سره قاضي کبيرمرزبان اويوشمېرنور سيمه ييز زورواکي دوى نه پرېږدي ،چې له خپلو ملکيتونو اوځمکو ګټه واخلي .او وخت ناوخت يې پروړاندې خڼډونه پيداکوي .
 داسنادوله مخې، څرګندېږي ،چې ددې موضوع په اړه اوه کلونه کېږي ،چې دزيانمنو خلکو له خوا دتخارولايت د درقد ولسوالۍ په ابتدائيه محکمه کې دتعرض دمخنيوي دعوى اقامه شوې خو په سيمه کې دقاضي کبير مرزبان اونورو قوماندانو نفوذ ددې سبب شوى ،چې نوموړې محکمې کومه پرېکړه نه ده کړې
دا اسناد ښيي ،چې دزيانمنو خلکو استازو په ١٤ _٣ _١٣٨٢ نېټه  د هغه وخت دسترې محکمې رئيس اوقاضي القضات ته  په يوه رسمي غوښتنليک کې ليکلي ،چې ددوى دځمکو غاصبين هڅه کوي چې  د دې ځمکو لپاره په محکموکې شرعي اسناد اوقبالې جوړې کړي  اوغوښتنه يې  کړې چې ستره محکمه دې ددې کارمخه ونيسي  خو سره له دې ،چې غوښتنليک په ٢٦٩٥ شمېره په ستره محکمه کې ثبت شوى  او دتخارولايت مرافعه محکمې ته په دې اړه دقانوني اجرااتو دترسره کولو لارښوونه شوې خو په عمل کې ددې ډول اسنادو د جوړولودمخنيوي په برخه کې هيڅ نه دي شوي .
دسيمې خلکو وروسته له دې ،چې دعوى يې په محکمه کې  په کلونو کلونو ځنډول شوې دپخوانۍ ولسي جرګې د شکايتونو کميسيون ته  عريضه کړې .چې داعرض پاڼه په نوموړي کميسيون کې له څېړنې وروسته سترې محکمې ته لېږل شوې  خو سره له دې چې دسترې محکمې رئيس اوقاضي القضات په  ٢٧ _١٢ _١٣٨٦ نېټه  دتخارولايت استيناف محکمې ته  په دې  اړه شته اسنادوته په کتو سره  د ژرترژره پرېکړې  امرکړى خو بياهم په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې  او دسيمې زيانمن اوسېدونکي وايي،چې دوى کله د درقد ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ته  دخپلې دعوى په اړوند اسناد وسپاري دوخت په تېرېدو سره  هغه اسناد له دوسيې څخه اېستل کېږي اوداچې محکمه  موجودو اسناد وته  په پام سره پرته له دې ،چې زموږ په ګټه پرېکړه وکړي بله لاره نلري  نو دسيمه ييزو  قوماندانانو دنفوذ له وېرې  موضوع له يوه کال نه بل ته ځڼډوي .
 دسيمې خلکو د١٣٨٧ کال د غبرګولي دمياشتې په ١٨ نېټه  د ولسمشرۍ مقام ته هم عريضه کړې  چې داعريضه دچارو دادارې  په رياست کې  په  ١٠٠٥ شمېره ثبت شوې خو هېڅ اجراات نه دي ورباندې شوي .
زيانمن خلک چې ددوى په وينا له ١٣٧٢ کال څخه راپه دې خوا سرګردانه دي وايي ،چې موږ دخپل حق دترلاسه کولو لپاره  له پارلمانه نيولې ترسترې محکمې او جمهوري رياست پورې هر دولتي مقام ته ورغلي يو  خو کوم مکتوبونه او حکمونه ،چې دوى يې موږ ته راکوي يو يې هم په تخارولايت کې نه منل کېږي . کوم معلومات ،چې  دجيوديزي اوکارتوګرافي عمومي ادارې      د٢٤ _٤ _١٣٨٦ نېټې په ١١٦ شمېرې مکتوب کې دتخارولايت  دسروې اوکادستر ادارې ته ليکلي  په څرګنده توګه ددې ښودنه کوي ،چې  ترادعا لاندې ځمکې   درقد ولسوالۍ دنورخېلو دپښتنو پلرني ملکيتونه دي او د١٣٥٥ کال  په سروې کې ددوى دنيکونو په نوم ثبت شوي دي .همدارنګه  دنورخيلو اوسيدونکي دببرک کارمل  دوخت  دملکيت اسناد هم په لاس لري ،چې په هغه وخت کې په ټول افغانستان کې دځمکو خاوندانوته ورکول شوي دي .
دنورخيلو پښتانه وايي ،چې ددوى پرځمکو تيري کوونکي د برهان الدين رباني  د١٣٧٢ کال   په ٤٧٣ شمېرې فرمان استنادکوي او وايي ،چې داځمکې موږ ته استادرباني راکړي دي . حال داچې نوموړى فرمان  کوم حقوقي ارزښت نلري .
 د درقد ولسوالۍ  دخلکو له خوا وړاندې شوي اسناد او د املاکو درسمي ادارو معلومات ددې ښودنه کوي ،چې تربحث لاندې ځمکې دهمدې خلکوپلرني موروثي ملکيتونه دي. برهان الدين رباني څه چې ان يو مشروع ولسمشر هم نه شي کولاى ديوچا ملکيتونه نورو ته وبښي .داسلامي فقهې او دافغانستان   اساسي قانون  له قانوني لارې پرته  داشخاصو پرملکيتونو تېرى  منع کړى دى .
 دبرهان الدين رباني د١٣٧٢ کال  په ٤٧٣ شمېره  فرمان کې  يادونه شوې، چې دتخار ولايت د درقد په ولسوالۍ کې  لس زره جريبه ځمکه دې په هغو پنځوسوو کورنيو ووېشل شي ،چې داځمکې دجهاد په دوران کې  دهغو په اختيارکې ورکړل شوې وې اوتراوسه يې په تصرف کې دي .
دفرمان په متن کې دبرهان الدين رباني دليل  په واقعيت کې د سيمې پښتنوته  دجهاد اومهاجرت په بدل کې دسزا ورکولو په ماناده ،ځکه دسيمې خلک وايي ،چې موږ دشوروي له يرغل وروسته دنورو افغانانو په څېر پاکستان ته هجرت وکړ .زموږ له تلو وروسته  دقاضي کبير ملېشو زموږ ځمکې ونيولې  اوکرلې به يې  کله ،چې استادبرهان الدين  رباني  دمجاهدينو دحکومت مشر شو په دې دليل ،چې داځمکې دجهاد په دوران کې  دقوماندانانو په لاس کې وې  دتل لپاره يې هغو ته ور وبښلې  . داخلک وايي :کله چې موږ هېواد ته راستانه شوو اوپه خپلو ځمکو کې مو کارپيل کړ دقاضي کبير ملېشې مو پرمخ کې ودرېدې اوپه خپلو ملکيتو کې مو له تصرف څخه منع کوي .
داخلک وايي ،چې  دقاضي کبير اونورو قوماندانانو  دلاسونو دلڼډولو لپاره مو له ولسي جرګې مرسته وغوښته . په څو څو ځلې سترې محکمې ته ورغلو . جمهوري رياست ته مو عريضې وکړې . له وکيلانو اوسياسي څېرو سره مو وکتل . دتخارولايت دولايتي ادارو دروازې خو هره ورځ ټکوو، خو هېڅوک نشته ،چې زموږ غږ واوري . نه څوک شريعت راسره مني .نه په جرګه کې راسره کيني .نه داساسي قانو ن پروا لري  اونه هم  دمهاجرينو دباعزته راستنېدو په اړه دولسمشر کرزي دفرمان چاپوښتنه کړې  . دوى وايي ،چې موږ ته دهجرت اوپښتونولۍ سزا راکول کېږي .
دولسي  جرګې  په تېره دوره کې  دشمالي ولايتونو پښتنو استازو ترخپلې وسې پورې  هڅه کوله ،چې  د درقد ولسوالۍ دپښتنو دملکيتونو له حق څخه دفاع وکړي  او دولتي ارګانونه  وهڅوي ،چې په دې اړه جدي اجراات وکړي خو اوس ،چې په نوې ولسي جرګه کې  دشمالي ولايتونو دپښتنو استازي نشته او په تېرو ټاکنو کې  په لاسي توګه درايو له حق څخه محروم شوي دي  ددې طمع نه کېږي ،چې  اوسنۍ ولسي جرګه دې ددې خلکو غږ واوري  اوداپه داسې حال کې ده ،چې  ددې ځمکو دغاصبينو اصلي ملاتړى  قاضي کبير  مرزبان  ولسي جرګې ته لاره موندلې  او ښايي ،چې  له خپل  موقف څخه په استفادې سره به  دغاصبينو ملاتړ ته دوام ورکړي . قاضي کبير مرزبان  يو له هغو کسانو دى ، چې  دظلمونو له لاسه يې  دتخارولايت دوراني پښتانه  لاهم  په يوه زندان کې اوسېږي  اوپه خپلو ځمکوکې تصرف ته نه پرېښودل کېږي .
د درقد ولسوالۍ اوسېدونکي  پښتانه  وايي ،چې له دولت اونظام څڅه له نا هيلۍ وروسته يې پرخپلو مټو خپلې ځمکې  دغاصبانو له تصرف نه ووېستلې خو اوس يې چې دکرلو او دکورونو دجوړولو په هڅه کې دي  دقاضي کبير پرمشرۍ وسلو ال يې نه پرېږدي .دوى وايي ،چې که محکمه په دې برخه کې حکم ونه کړي اوداستونزه له قانوني لارې  پاى ونه مومي خداى مکړه دناوړو پايلو مسووليت به يې دهمدوى پرغاړه وي .