
محمداجمل هوډمن
هیله کېده چې افغانان به له لس ګونوکلونو تپل شوې جګړې وروسته ديوه مثبت بدلون په لورګامونه واخلي. نوی اساسي قانون،ولسواکي،ټاکنې،دسیاسي ګوندونو ازاد فعالیت، دبیان ازادي اوداسې نور سیاسي اوحقوقي ارزښتونه دنوي بدلون لومړنۍ مثبتې پایلې وې ،خو دا چې په وروستیو څوکلونو کې د زورواکو او جنګ سالارانولاسونه لنډ نه شول افغانانو همدا یولوی تاوان وکړ، چې ولسواکي، دقانون واکمني او ورسره مل نورې لاس ته راوړنې د له لاسه تلو په حال کې دي. د اکثریت افغانانو هیله داوه، چې په هېوادکې به يې ولسواکي ، عدالت او د قانون واکمني راځي ځکه ددې نظام ترشا د ملګرو ملتونو لاسونه وو، خو داسې ونه شول ځکه چې پخوانۍ جګړه مارې ډلېپه حکومت کې دخپل نامحدود واک نه په ګټې اخیستو سره په دې وتوانېدلې، چې دبدلون مخه ونیسي .هغه نظام چې خلکو پرې باور کړی و اوخپلې هیلې يې ورپورې تړلې وې ، ددې له امله چې جنګسالارانو ورباندې منګولې خښې کړې وې بېرته بې باوره شو. ټاکنې د ولسواکۍ لومړنی شرط دی دې وسله والو ډلو وکولای شول دپیسو ، زور او خپل نامشروع نفوذ له امله ټاکنې او ټاکنیز بنسټونه دخپل منځي رقابت وسیلهوګرځوي نو ځکه خو په واک کې دجنګ سالارانو دپاتې کېدو یوه ناوړه اغېزه همداده چې خلکو دبدلون هیله بېرته له لاسه ورکړه .
خلک په هرڅه بې باوره شوي ، نظام جوړ نه شو ،نوی اساسي قانون پلی نه شو، تېر لس کاله موږ د نړیوالو له حضور ، میلیاردونو مرستو او امکاناتو نه دپام وړګټه پورته نه کړه ، او حتا نړیواله ټولنه هم په دې کې مسووله اوناکامه ده، دوی په افغانستان کې دافغانانو دیوې استازې او وړ واکمنۍ په رامنڅ ته کېدو کې بې غوري وکړه اوحتا په ځینو برخوکې جنګ سالاران دهمدوی په غوښتنه پرافغان ملت وتپل شول ،خو یوه خبره چې تردې ډېره ترخه ده هغه داده چې د افغانستان ناکامه حکومت هم دنړیوالې ټولنې په ماتې او ناکامۍ کې رول درلود ځکه نړیوالو په افغانستان کې یو مسوولیت پذیره او وړپارتینر نه درلود،چې ګډ کار ورسره وکړي .
له بلې خواولسمشرکرزي اوله ده څخه چاپېرو جنګ سالارانو په افغانستان کې د واک مشروع وېش ته صدمه ورسوله،کله چې واکمني جوړېږي هر وسله وال قومي ټېکه دار د قوم له ادرسه رامخکې کېږي او څوکۍ غواړي دې ویش په افغانستا ن کې نه یوازې دنظام سیاسي او حقوقي مشروعیت زیانمن کړ بلکې دلته یې ملي یووالی ، او دملي هویت احساس هم کمزوری کړ.
په تېرو څوکلونو کې دمرکزي حکومت او سيمه ييزو ادارو د نااهله چارواکو ناوړه چلند دولس او حاکميت ترمنځ لويه تشه رامنځ ته کړې،سيمه ييزو چارواکو دافغانستان داساسي قانون په رڼا کې د مرکزي حکومت دارزښتونو استازولي ونه کړه. خلکو په اوسني نظام او روان سياسي بهير باور له لاسه ورکړى. موږ نه يوازې دا چې په نوي اساسي قانون پورې تړلي ارزښتونه خپل نه کړل بلکې خپل پخواني ارزښتونه موهم له لاسه ورکړل .ځان غوښتونکو چارواکو زموږ حقوقي اودوديز جوړښتونه دخپل واک د دوام لپاره دومره بدنامه کړي، چې اوس هيڅوک باور نه پرې کوي .
هغه ډلې ټپلې چې افغانان ورځنې دحساب اخستو په تمه وو لاهم په واک کې دي ددې پرځاى چې دانتقالي عدالت په پلي کېدو سره دولس پر ټپونو پټۍ لګول شوې وې د تېر په هېر مقوله روانه ده، همدا لامل دى، چې پخوانۍ جنايت کاره ډلې نه يوازې داچې د خپلو پخوانيو بشري جرايمو او ملي خيانتونو ځواب ورکولو ته نه دي تيارې بلکې د تېرې لس کلنې فاسدې دورې حساب هم څو ک نه ورسره کوي .
موږ اوس په افغانستان کې یو مشروع نظام چې داساسي قانون پر ستنو ولاړ وي نلرو او نه هم هیله کیږي، چې په اوسنيحکومتي جوړښت به دې هدف ته ورسیږو دا ځکه چې موږ جنګ سالاران ګوښه نه کړل، انتقالي عدالت مو ورباندې پلی نه کړبلکې برعکس مو دهغو هریوه ته اعزازي پګړې وتړلې ،شنې چپنې مو ورپه غاړه کړې، لقبونه مو ورکړل او دقومي ټېکه دارانو په توګه مو د کاذب ملي یووالي سمبولونه ترې جوړ کړل .
په حاکمو کړیو کې همدغه جنګسالاران په داسې حال کې دملي یووالي ستنې بلل کيږي ، چې د دوی دتیرو جنګي جنایتونو وحشتناکې څېرې لاهم لیدل کیږي ، د جګړې قربانیانو لاهم دجګړې د وخت ترخې خاطرې اوعقدې نه دي هېرې کړي د واک پرګدۍ دناستو جنګسالارانو لوبې هغه ترخې خاطرې بیابیا تازه کوي او خلک ترپخوا لازیات زوریږي .
په لومړي سرکې داسې ګڼل کېده، چې افغانستان له جګړې وروسته هېواد دی، خو روانو بې عدالتیو او په حکومت کې شریکو ډلوته منسوبو دمرکزي او سيمه ییزو واکمنو ظلمونو په خلکو کې دنظام دمخالفت احساس پیاوړی کړ د حکومت وسله والو مخالفانو په ناراضه او زورېدلو خلکو کې سربازګيري وکړه او ترننه پورې افغانستان د جګړې په حال کې هېواد پاتې شو.
په لومړي سرکې که په جنګي جنایتونو باندې تورنو ډلو له ولس څخه بښنه غوښتې وه،له واک نه دتېرېدوپه صورت کې یې دقربانيو په ورکولو سره خپلې پخوانۍ تېروتنې جبران کړې وې ،دخلکو ارادې ته یې درناوی کړی وو ، نو د ولس له لوري یې دبښلو تمه کېده خو داچې دوی دپخواپه څېر خوپه یوه بله بڼه يې دنظام له منځه دځمکوغصب ، زورزياتي، ټاکنیزو درغلیو،قوم پالنې ،له واکه ناوړه ګټې اخيستنې، دواک انحصار، فساد،ظلم او اختلاس ته مخه کړه خلک يې ترپخوا لازیات خواشیني کړل اوس خلک خامخا عدالت غواړي خو ناهيلي دي ، خلک تېر جنایتونه نه شي هېرولای خو دیوه مسوول حکومت امید او انتظار نلري .
هغه سياسي جوړښتونه، چې په تېرو درې لسیزو کې یې خپل لاسونه دخلکو په وینو له سره کېدو ژغورلي وو هغوی هم د واک اوځواک د خوند په څکلو او له ناملي ډلو سره دقومي او فاميلي توامیت له امله له خپلو دریځونو په شاشول اوله جنګسالارانو سره یو ځای د فاسدې کړۍ یوه برخه وګرځېدل .
له لویدیځ څخه راستانه شوي تکنوکرات پروفیسوران چې خپلې رخصتۍ او د ژمي سړې ورځې په دوبۍ کې تېروي، دهرې انتخابي دورې لومړني څلورکلونه دحکومت په ماموریت اویادلویديځ په پوهنتونونو کې په لکچرونو لګیا وي خو کله چې انتخاباتو ته یوکال پاتې شي بیا په موقتي ډول فعال شي ، دوی هم له پېښ بحران څخه دافغانستان دبچولو لپاره په کار رانه غلل .
په دې توګه په افغانستان باندې اوسنی واکمن فاسد حکومت د کلمې په واقعي معنا سره ملکي مخالف یا اپوزيسیون نلري .اقلیتونواوجنګسالارانوته منسوب څوکسان، چې د لازیاتو امتیازونو دترلاسه کولو لپاره دحکومت دمخالفت تمثیل کوي هغوی هم په واقعیت کې ددې واکمنې فاسدې کړۍ یوه برخه وو او دي .
له هغو کسانو پرته چې دفساد اواختلاس له نامشروع مالي سرچينو برخمن دي ، غوڅ اکثریت افغانان دهېواد دراتلونکې په اړه ناهيلي او اندېښمن دي، افغانستان دیوې تتې راتلونکې په لور روان دی او افغانان ترهغه څه چې فکر کیږي ډېر ناهيلي دي . ددې ناهیلۍ او سکوت ترشا یوه وحشتناکه راتلونکې پرته ده .!
له ښاغلي کرزي څخه د چاپېرو ډلو او افرادو ټوله انرژي او وخت د حکومت د دوام لپاره په هلو ځلو لګيږي، خو دسیستم او نظام دپایښت لپاره هلې ځلې په نشت حساب دي بلکې هرڅوک له خپلې وسې سره دنظام دستنو دړنګولو هڅې کوي . ددې ترڅنګ د دولت د درې ګونو قواوو بې غوريو هم نظام د زوال تربریده رسولی .
څنګه کولای شو خلکو ته امید ورکړو په یوه ملي کرښه یې وخوځوو او په دې توګه افغانستان بچ کړو.؟
په هېواد کې له روان وضعيت سره غوڅ اکثريت افغانان مخالف دي دهمدې مخالفتونو له وجې ده ، چې په دې وروستيوکې يو شمېر خواره واره فکري حرکتونه پيل شوي ، خو دا حرکتونه سره له دې چې کړنلارې اوموخې يې سياسي دي او دافغانستان د کړکيچ په سياسي والي انکار نه کوي خو دوى هڅه کوي، چې دافغانستان ستونزې ته د فرهنګي او ټولنيزو فعاليتونو له لارې د اواري لاره ومومي .
ښايي د نويو فکري حرکتونو د پڅ والي لاملونه ډېر وي خو ستونزه يې داده چې دوى نه شي کولاى د يوه ملي سياسي حرکت هغه تشه ډکه کړي ، چې د نه شتون له لامله يې د فاسدو ډلو مخه خلاصه پاتې ده . دې حالت په افغانستان کې درغنده سیاسي خوځښت مخه ډب کړې .
د یوه رغنده سیاسي خوځښت لپاره په کاردي، چې په ریښتينولۍ سره سیاسي فکر ، سیاسي خبرې او سیاسي عمل وکړو .
دیوه ملي سیاسي خوځښت دپیل لپاره د بېلابېلو فکري اونظریاتي ډلو او کسانو ترمنځ خبرې اترې دښه نیت له مخې دپیل کېدو په درشل ولاړې دي، خو زه غواړم داخبره په ډاګه کړم، چې کله دیوه سیاسي یا سیاسي ته ورته حرکت بحث مطرح کیږي ورسره سم به د اصولو او فکري تګلوري مسئله زموږ مخې ته نېغه ولاړه وي .!
نن سبا په افغانستان کې دیوه سیاسی حرکت له پیل سره سم د اوسني حاکم حکومت اونظام پروړاندې زموږ د موقف خبره را ولاړیږي، پوښتنه داده چې نوی سیاسی خوځښت له سیاسی پلوه دښاغلي کرزي دحکومت ،تیرلس کلن بهیر اونظام په هکله څه نظر لري؟
داوسني حکومت اونظام په هکله څلور نظرونه له وړاندې څرګند دي .
لومړی : ځینې د اوسني حکومت اوسیاسي نظام ( داساسی قانون پربنسټ ولاړ سیستم ) دواړو سره مخالف دي په دې لیکه کې دحکومت وسله وال مخالفین ،او دهغو پلویان شامل دي .
دویم : ځینې نور بیا چې اکثره يې دښاغلي کرزي دحکومت لږ لوړپوړي او ډېرمتوسط مامورين او شریکباڼي دي هم دحکومت پلوي کوي او هم دسیاسي نظام .
دریم : دريېمه ډله هغه کسان دي، چې د حکومت پلویان دي ، خو دسیاسي نظام او داساسي قانون پربنسټ دولاړ سیستم مخالف دي په دې لیکه کې جنګسالاران ، دځمکواوجايدادونو مافیا، او دښاغلي کرزی دحکومت لوړپوړي فاسد چارواکي شامل دي . د اوسني حکومت ترټولو ډېر واک اوځواک له همدې ډلې سره دی .
څلورم : د دې ډلې د سیاسي نظر خاوندان بیا د سیاسی نظام پلویان دي خو د اوسني حکومت مخالفت کوي . دا ډله بیا په خپلو کې په دوه برخو وېشل شوې ددې ډلې ديوې برخې چې په اقلیتونو پورې منسوب دي ترټولو لویه تېروتنه داده ، چې له لومړۍ ډلې یعنې دحکومت له وسله والو مخالفانو سره دسولې اوخبرو اترو بې ځایه مخالفت کوي او په اساسي قانون کې د داسې تعدیلاتو غوښتنه کوي ،چې بیلتون پالنه په کې له ورایه څرګنده ده .
دوروستۍ لارې بله برخه چې اکثریت پلویان يې پښتانه دي د اوسني حکومت مخالفت کوي او دسیاسی نظام پلویان دي خو په نظام اواساسي قانون کې دیو لړ مثبتو اصلاحاتو غوښتونکي دي . دا ډله د حکومت له وسله والو مخالفانوسره سوله اوخبرې اترې یوه ملي اړتیا ګڼي .اوله حکومت سره یې دمخالفت یو دلیل هم دادی، چې ويې نه شوکړای په تېرو څوکلونو کې دسولې لپاره یوه عادلانه ، عملي او منطقي تګلاره وړاندې کړي .
زموږ له نظره لومړنۍ درې ډلې دافغانستان ملي ګټې نه شي خوندي کولای . څلورم نظر که څه هم د اساسي قانون پربنسټ د ولاړ نظام پلوي او دحکومت مخالفت کوي خو د دې نظر دپلويانو ترمنځ دسیاسي او ملي ارزښتونو ، سولې او عدالت پرسر ژور اختلاف ترسترګو کیږي خو په نظام ، اساسی قانون اوپلورالیزم باندې د دوی باور دا هیله ژوندۍ ساتلې،چې یو دبل پروړاندې دزغم په لرلو سره به مشروع سیاسي رقابت ته لاره اواره کړي .
پورتني فکري او نظریاتي وېش ته په پام سره په کاردي، چې نوی ملي سیاسي حرکت داساسي قانون پربنسټ دنظام اوسیستم پرپایښت او دوام باورولري، خو له اوسني فاسد حکومت اوفاسدو ډلوسره په زغرده مخالفت وکړي .
نوی ملي حرکت باید د تېرو لسو کلونو جنایتونه وغندي او په ځانګړې توګه دتېرو لسوکلونو ناکامو سیاستونو ته دانتقاد ګوته ونيسي . داحرکت باید ددې سیاسي او اخلاقي جرئت هم ولري ، چې د تېرو لسو کلونو د مثبتو لاس ته راوړنو پرساتلو او خونديتوب ټینګار وکړي .
نوی ملي سیاسي حرکت باید په لنډ مهال کې له روان بحران څخه دافغانستان دبچ کولو لپاره خپله طرحه ولس ته وړاندې او دتحقق لپاره یې هر ډول قربانۍ ته تیاراوسي .
نوی خوځښت بايد په افغانستان کې دداسې مدني ټولنې او د قانون پربنسټ د ولاړ نظام د جوړېدو لپاره هلې ځلې وکړي، چې ټول افغان وګړي په کې له توپير پرته د قانو ن پر وړاندې مساوي حقونه او مکلفيتونه ولري، دولتي اونادولتي موسسې په کې د قانون له مخې رامنځ ته شوې وي او فعاليت وکړي، د وګړو حقوق په کې خوندي وي او واکمني وکولاى شي له قانو ن څخه د سرغړونې په صورت کې په هرچا، پرته له دې چې د هغه سياسي، ټولنيز، اداري او يا بل موقف په پام کې ونيسي، قانون پلى کړي. دقانون واکمني او عدالت په هېوادکې ريښتينى ملي يووالى اوټولنيز عدالت تضمينولای شي .
نوى سياسي خوځښت بايد له ټولو هغو ډلوسره چې دملي مشارکت ترکاذب نامه لاندې دقوم، مذهب او سيمې په نامه واک ته رسېدلي اوتر همدې عنوان لاندې يې د څوکيو وېش د اواري لاره ګڼلې ده، ښکاره مخالفت وکړي .
ولسواکي دخلکو داکثريت په ارادې واکمنۍ ته ويل کيږي ،چې د سياسي لږکيو حقونه اوازادۍ هم په کې خوندي وي .
نوى سياسي حرکت بايد دافغانانو له مشروع حقونو اوسياسي ازاديو ملاتړ وکړي .
دافغانستان لپاره وړسياسي نظام هغه دی، چې داسلام ،ولسواکۍ او افغانولۍ پر ارزښتونو اواساساتو ولاړ وي ، نوى ملي سياسي حرکت دې يوازې هغه حکومت مشروع وبولي ،چې دخلکو په ازادو ،عادلانه او بې پرې انتخاباتو رامنځ ته شوی وي . يوه ملي حرکت ته په کاردي ،چې دافغانستان په انتخاباتي سيستم کې دژورو اصلاحاتو غوښتونکي شي . انتخابات بايد داسې تنظيم شي چې پايله يې داکثريت رايه ورکوونکو اراده منعکسه کړي، دسياسي ګوندونو ، ټولنو او غونډو جوړول د خلکو ولسواک حق وګڼي . دبيان د ازادۍ ننګه وکړي خود هر هغه فعاليت، چې دنو رو ازادۍ او حقوق سلبوي مخالفت وکړي .
نوى سياسي حرکت بايد ټينګاروکړي ، چې د سياسي ډلو او ګوندونو ايجاد او فعاليت بايد قانوني وي، نوی خوځښت بايد نه يوازې د حکومت له لوري د سياسي ګوندونو پرفعاليتونو له غيرقانوني محدوديتونو سره مخالفت وکړي ، بلکې د سياسي ګوندونو د هغو فعاليتونو چې ملي وفاق ته زيان رسوي، اود قانون له حکمونو سره مخالف وي هم مخالفت وکړي .
يو شمېر ډلې چې دافغانستان پرملي هويت منکرې دي تور لګوي ، چې دافغانستان ملي ګټې نه دي معلومې له بلې خوا دتېرو حکومتونو بې کفايتۍ او دملي ګټو پروړاندې دهغو بې پروايۍ هم ددې لامل ګرځېدلي ، چې ځينې په شعوري او ځينې په غيرشعوري توګه د افغانستان ملي ګټې ناتعريف شوې وبولي ، نوى سياسي حرکت بايد ددې ډول افکارو اونظرياتو مخالفت وکړي او ټول هغه ملي اهداف چې د افغانستان پايښت او پرمختګ په کې نغښتى او دافغانستان په اساسي قانون کې يې ملاتړ شوی دا فغانانو ملي ګټې وبولي .
خپلواکي ، ځمکنۍ بشپړتيا ، ملي يووالى ، ملي هويت ،اسلامي هويت ،ولسواک نظام ، عدالت ، اقتصادي پرمختګ ، فرهنګي بډاينه ، او دقانون واکمني زموږ ملي ګټې دي . دنوي سياسي بهير غړي بايد خپلې ګټې په عمومي ګټو کې وويني اود عمومي ګټوله تامين پرته هيڅ راز شخصى ګټې و نه پالي . دنوي حرکت لپاره دموافقت او مخالفت معيار ملي ګټې دي ،نوی خوځښت دې د ټولو هغو سياسي ډلو چې دملي ګټو د تحقق لپاره هلې ځلې کوي اخلاقي اوسياسي ملاتړ وکړي او له هرې هغې ډلې سره ، چې کړه وړه يې دافغانستان دملي ګټو پرخلاف وي . مخالفت کولو ته تياری ولري .
نوی سياسي حرکت بايد په عملي سياسي اوګوندي مبارزې باور ولري له دې پرته دسياست ترنامه لاندې دغيرسياسي ، موقتي او موسمي فعاليتونو دوام په افغانستان کې داوسني وضعيت له دوام سره د رضايت څرګندولو په معنا دی، خوخلک نور د اوسني حالت د دوام زغم نلري .
په ځانګړې توګه پښتنو روڼ اندو ته په کاردي چې ديوه نوي سياسي حرکت دپيل ابتکار په لاس کې واخلي او دافغانستان په سياست کې ديوه مثبت اپوزيسيون رول ترسره کړي . په خواشينۍ سره، چې اوس په نړۍ کې دپښتون تصوير همدادی ،چې که مخالف وي نو ټوپک ته او که په حکومت کې وي فساد ته لاس اچوي . دا تصوير هله بدلېدای شي ، چې پښتون د مثبت او مدني سياسي مخالفت ابتکار په لاس کې واخلي او ديوه سالم حکومت درامنځ ته کېدو لپاره هلې ځلې وکړي .