ولسمشره! نور دې ملت نه غواړي

اېمل  
ولسشمره! زه فكر كوم چې تاسې ته به د دې اړتيا نه وي، چې د ټلويزيون په پرده را څرګند شې او خپل ملت ته ووايي، چې زه دا كوم او دا نه كوم، ملت همدا اوس هم ستا د واكمنۍ تر سيوري لاندې ژوند كوي. هر څه په خپلو سترګو ويني، ملت همدا اوس هم د برتانويانو لوى لوى بمونه زغمي، ملت په تېره اته كلنه دوره كې چې تر اوسه پورې پاى ته هم نه ده رسېدلې اوس هم ملت په كې قرار لري، ستا ټولې تګلارې په خپلو سترګو وليدې، كه چېرې ته خپله تېره دوره بريالۍ وينې نو اړتيا نشته چې د ټلويزيون په پرده را څرګند شې هيله ده ملت ته ووايې، چې تاسې ما تر ټولو ښه پېژنى تاسې پوه شه او كار مو چې رايه راكوى او كه نه، ځكه چې دا آته كاله كېږي چې زه ستاسې په خدمت كې يم او ښه ښه خدمتونه مې درته كړي، ما ته اړتيا نشته چې په دېوالونو عكسونه وځړوم او يا تاسې ته ووايم چې دا كوم او دا نه كوم ځكه چې دا آته كاله كېږي چې په خدمت لګيا يم.
ولسمشره! همدا اوس چې ته كله په پرده راڅرګندېږي نو ټول ملت درته ښګنځلې كوي، وايي دورغ ولې وايي؟ دروغ مه وايه دروغجنه، دوى وايي چې موږ دا اوس هم ستا تر سيورې لاندې يو او ستا د واكمنۍ هرڅه په خپلو سترګو وينو دا كومه د تاريخ څپه نه ده چې په غبار او يا كوم بل تاريخ كې يې ولولو، بلكې دا هغه څه دي چې د يو فلم په څېر يې په سترګو وينو.
ولسمشره! ته د كوم امنيت راوستو چيغې وهې، ستا د واكمنۍ په همدې روانو ورځو كې د دشت ارچي ولسوالۍ امنيه قوماندان له دريو پوليسو سره خپل ژوند له لاسه وركړ، د پغمان امنيه قوماندان ټپي شو او ۵ كسه پوليسان يې ووژل شول، دا د دولت د نظاميانو برخليك دى، چې د ملكيانو به يې څه حال وي ځكه چې د هغوى خو هسې هم څوك احوال نه شي اخيستى.
 ولسمشره! دوه ورځې وړاندې د كابل په څنګ كې د لوګر پل علم ښار د شپږو كسانو له خوا ټوله ورځ كلابند و، نو ته موږ ته كومه تګلاره بيانوې، موږ خو ستا له حكومت څخه تر سپوږمو راغلي يو. والله كه ستا په څېر توره دوره د افغانستان په تاريخ كې راغلې وي په ځانګړې توګه د پښتو لپاره.
ولسمشره! غواړم تاته يوه مشوره دركړم!  هغه دا چې نور په اعلانونو باندې ځان مه سپكوه نور په خپلو عكسونو د ښار دېوالونه مه چټلوه، نور دې په دې كرغېړنو خبرو زموږ وخت مه ضايع كوه، موږ مه اړ كوه چې كله ستا له لاسه د ټلوېزيون چينل بدل كړو، موږ نور مه اړ كوه چې له انساني نزاكت څخه تېر شو، په داسې حال كې چې هېڅ كله مو ښكنځلې نه وي كړې ستا د اعلان د اورېدو په وخت كې يې وكړو.
ولسمشره! ستا د واكمنۍ له بركته نن ورځ ټول ښار د بې وزلو او ګدايګرو څخه ډك دى په داسې حال كې چې د سوالګرو د ټولولو كميسيون هم ۵۰۰ كسه سوالګر له كابل ښار څخه ټول كړي دي.
ولسمشره! دا ستا د واكمنۍ له بركته ده چې نن ورځ د كندهار، ارزګان، هلمند او زابل اوسېدونكي د برتانويانو او امريكايانو د الوتكو  د بمبارۍ له وېرې په دښتو او غرونو كې شپې ورځې سبا كوي. د دې ولايتونو ډېر كسان د جګړو له امله كډوال شوي دي، چې ډېرى يې د لوږې له امله خپلې ماشومې لورګانې د كابل د قمبر په څلورلارې كې پلوري.
ولسمشره! دا ستا د واكمنۍ امنيتي وضعه ده چې څوك په پلازمېنه كې هم آرام نه شي ګرځېداى، نن ورځ ستا د واكمنۍ له بركته ده، چې ټول با سواده كسان خپل كور او كلي پرېږدي او د ښارونو په لور خپلې كډې وباسي، دا ستا د واكمنۍ بركت دى، چې هره ورځ مو د هېواد روڼ اندي څوك د جاسوس، څوك د طالب، څوك د القاعده او څوك هم په داسې نورو نومونو مړه كېږي.
ولسمشره! نور د خداى لپاره زموږ خويندې، ميندې او سترمنې پېغلې په انګرېزانو مه تالاشي كوه، د خداى لپاره نور مو په بې وزلو هېوادوالو د بمونو اورولو لړۍ ته دوام مه وركوه.
ولسمشره! ستا په كومه خبره باور وكړو، ته خو دا اته كاله كېږي چې دې ځورېدلي ملت ته ژمنې وركوي، كله كله هم د ملت د غولونې لپاره ملت ته د وينا په وخت كې له سترګو اوښكې تويوې، ته په تمثيل كې هم ښه لايق يې.
 ولسمشره! ملت دې نور نه غواړي، ملت نور ستا او ستا په څېر نورو جنايت كارانو ته رايه نه دركوي، ملت نور په تا او ستا په څېر نور غولونكي اشخاص نه شي بښلاى، تا په دې اته كلنه دوره كې له ملت سره جفا وكړه، ملت دې ټوټې ټوټې كړ.
د خداى لپاره ملت درته عذر كوي چې نور دې په خپل ځاى كښېنه كه له ولسمشرۍ څخه نه تېرېږې دومره خو وكړه چې نور دې دا مباركه څېره د ټلويزيون په مخ مه راوله، ځكه چې نور ملت د خپل قاتل، دروغجن او مكار څېرې د ليدو زغم نه لري.